د ننګرهار ولايت ا منيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د ماين چاودني دوه تنه سرحدي پوليس ووژل او پنځه تنه نور يې ژوبل کړل .
د ننګرهار د والي وياند ياده پېښه تائيدوي او وايي چي ياده مرګ ژوبله هغه وخت را منځ ته سوه چي کله سرحدي پوليسو د لالپورې ولسوالۍ په اړونده سيمو کي ګزمه کوله .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .