کور / تازه خبرونه / کاپيسا: ځانمرګي پنځه فرانسوي پوځيان مړه کړل

کاپيسا: ځانمرګي پنځه فرانسوي پوځيان مړه کړل

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي کي يوه ځانمرګي بريد پنځه فرانسوي پوځيان او يو افغان چي د ترجمان په حيث يې کار ورسره کاوه وژلى دئ.
راپورونه وايي دغه بريد نن سهار پر په دې ولسوالي کي د فرانسوي پوځيانو پر يوه کاروان ترسره سوى دئ.
د فرانسې دغه پوځيان پر داسي مهال وژل کېږي چي پرون يې ولسمشر له افغانستان څخه د ليدني پر مهال د ٢٠١٢ کال تر پايه د ١٠٠٠ پوځيانو د ايستلو اعلان وکړ.