د کندهار د ولايتي شورا د رئيس احمدولي کرزي مړى ساعت دمخه د کرز په کلي خاورو ته وسپارل سو.
په دې مراسمو کي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، لوى څارنوال محمداسحق الکو او يو شمېر نورو وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړى وو.
احمدولي کرزى پرون د هغه په کور کي د سردارمحمد په نوم د خپل يوه قومندان له خوا ووژل سو.