وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره ورځ ماپښين مهال يې د يوې نښتي په پايله کي د بهرنيانو يو هليکوپتر ويشتلى او راغورځولى دئ .
د خبرپاڼه په وينا چي نوموړى د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ په ډب سيمه کي بهرنيانو د وسله والو طالبانو په مورچلو هوايي بريدونه پيل کړل چي وروسته په يوه نښته واوښته او د نښتي په جريان کي وسله والو يو هليکوپتر په راکټ وويشت او را ويې غورځاوه .
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي .