کور / تازه خبرونه / حامد کرزى: د ورور مړينه مي د افغاني ژوند ورځنۍ ستونزه ده

حامد کرزى: د ورور مړينه مي د افغاني ژوند ورځنۍ ستونزه ده

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د خپل کشر ورور احمدولي کرزي مړيني ته په غبرګون کي وويل چي دا د افغانانو د ژوند ورځنۍ ستونزه ده او د افغانستان هره کورنۍ له دې رنځ څخه کړېږي.
نوموړي وويل خداى تعالى ته اميد لري چي افغانان له دې غمونو څخه خلاص سي.
ولسمشر کرزى د فرانسې له ولسمشر نيکولاى سرکوزي سره تر ليدني وروسته په ارګ کي خبريالانو ته راڅرګند سو او يوازي يې د خپل ورور د مړيني پخلى وکړ.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى د خپل ورور د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر کندهار ته ولاړ سي.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى نن سهار د خپل ساتونکي له خوا د نوموړي په خپل کور کي ووژل سو.