کور / تازه خبرونه / خالد پښتون: د احمدولي کرزي وژنه يوه ضايع ده

خالد پښتون: د احمدولي کرزي وژنه يوه ضايع ده

د ولسي جرګې مرستيال خالد پښتون وايي د احمدولي کرزي مړينه د کندهار او شاوخوا ولايتونو سيمو امنيت ته غټ تاوان کوي.
خالد پښتون وويل احمدولي کرزى د کندهار د ولايتي شوراپر رياست سربېره يو غټ قومي مشر وو او د شاوخوا ولايتونو په قومونو کي يې ډېر نفوذ درلودى، چي ممکن په مړينه يې يوه سياسي خلا راسي او د امنيت ګډوډوونکي به له دې مسئلې څخه سوء استفاده وکړي.
بلي خوا ته پروسږکال داسي راپورونه هم خپاره سوي وو چي احمدولي کرزي د خپل قومي نفوذ په خاطر د طالبانو له ډېرو مشرانو سره تماس نيولى وو او د سولي دپاره يې هڅي کولې.
احمدولي کرزي له رسنيو سره دا هم منلي وو چي د طالبانو له دوهم مشر ملابرادر سره يې د هغه تر نيول کېدو لږ دمخه دوه واره مخامخ ليدلي وو او له دولت سره د سولي په باب يې خبري ورسره کړي وې.