د طالبانو يوه وياند آزادۍ راډيو ته ويلي چي دوى نه پوهېږي د احمدولي کرزي وژونکى له طالبانو سره اړيکي درلودې که يا.
طالب وياند ويلي دى تحقيقات کوي او وروسته به ووايي چي آيا احمدولي کرزى د طالبانو له خوا وژل سوى که د کوم بل چا له خوا وژل سوى دئ.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزى نن د يوه کس له خوا وژل سوى، چي سر له اوسه يې لا د وژونکي په او پېښي د ځاى په باب متضاد راپورونه ورکول کېږي.