د فراه چارواکي وايي وسله والو چي دوى يې طالبان بولي ٢٧ کسه تښتول سوي ماين پاکان خوشي کړل چي تېره اونۍ يې تښتولي وو.
دغه کسان ٣٢ کسان چي په بالابلوک وسلوالي کي تښتول سوي وو، ٢٧ يې د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي سول او پنځه نور يې وژل سوي وو.
بلي خوا ته آزادي راډيو په يوه تازه کي خبر وايي چي په همدې ولسوالي کي وسله والو تېره شپه شاوخوا ٣٦ کليوال تښتولي دي، چي له امله يې خلګ ډېر اندېښمن دي.
ځايي چارواکو تښتول سوي کسان عادي خلګ بللي چي له حکومت سره هيڅ تړاو نه لري.