کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (پنځمه برخه)

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (پنځمه برخه)

(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
لومړى څپركى:پنځمه برخه: ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
ژباړه: جاويد واك



روحانيون(مذهبي مشران):


متحد روايت په اسلام كې دوه ډوله ديني رهبري تشخيصوي:


يوه رهبري په تقوا او پرهېزګارۍ كې او بله په هغو اعمالو كې چې د دين په نوم را څرګند شوي وي   ۴۴


روى متحده استدلال كوي، چې اسلامي حاكمانو تقوا او پرهېزګارۍ ته په درنه سترګه كتل او هغه يې يو تل پاتې يا دښت ګاڼه.


له همدې امله هغه كسان،چې ژوند يې پر ديني اساساتو ولاړ وو او يا يې خپل ژوند عبادت ته ځانګړى كړى وو د خلكو تر منځ د پوره احترام خاوندان وه.


ان تر دې چې باچايان په خپلو سياسي او مذهبي چارو كې د همدې ډول كسانو مشورو او لار ښونو ته اړ وو ۴۵


په افغانستان كې د تصوفي لارو رهبران، د هغوى پيروان او هم هغه دينداره اشخاص، چې د لوړو ديني  نسبونو غوښتونكي ول، د روحانيونو په نوم يادېدل. د خلكو لخوا د دغو خلكو ډېر درناوئ كېده او د ټولنې په بيلابيلو برخو كې يې يو زياد شمېر پيروان درلودل، نو ځكه خلكو هغوى ته د وليانو او د الله ج د دوستانو په سترګه كتل، تل يې د هغوى قدر او احترام كاوه   ۴۶


د تصوفي لارو رهبران(اهل طريقت):


د افغانستان د علماوو او د تصوف د رهبرانو تر منځ پوره همغږي موجوده وه. لكه څنګه، چې د طريقت شيخانو د شريعت اصول زده كول، همدا رنګه ډيرى ديني عالمانو هم د نورو اسلامي اساساتو تر څنګ د تصوفي لارو څخه ملاتړ كاوه.


د تصوف د طريقو رهبرانو د خلكو په منځ كې ډېر نفوذ درلود، او د ديني علماوو په شان په ټولنه كې د عزت او قدر خاوندان وه.


دا ډول ديني رهبران(پيران) د دې تر څنګ چې په ديني مواردو كې يې ځانګړى ځاى درلود، له قوي نفوذ څخه، چې د مريدانو او پيروانو په تعداد پورې يې تړلى وو، برخمن وو.


په طريقت باندې د مريد اخلاص او حسن نيت د دې سبب ګرځيده، چې يو (پير) وكولى شي، په اسانۍ سره د خپلو مريدانو، پيروانو او ان په ټولنه كې د ځانګړي نفوذ خاوند شي.    ۴۷


په افغاني ټولنه كې د تصوفي طريقو نفوذ تر لوړې كچې رسيدلى وه، نو ويلى شو چې كابو ټوله ټولنه، لوړپوړي دولتي چارواكي، د سلطنتي كورنيو غړي او باچايان د طريقت پيروان وه.


قادريه، نقشبنديه، چشتيه او سهر ورديه په افغانستان كې مشهورې او با نفوذه تصوفي ډلې وې.د پيروانو د تعداد له مخې په احتمالي ډول ويلى شو، چې دوه مخكينۍ ډلې(قادريه او نقشبنديه) تر ټولو سترې تصوفي ډلې وې.


د قادريه طريقې مخكښان (رهبران):


دغه طريقه په ديارلسمه پيړۍ كې د افغانستان په شمالي سيمو كې را منځ ته شوه. وروسته يې په شمالي، جنوبي، ختيځو ولايتونو، هرات او د دراني قبايلو په منځ كې زيات شمير پيروان پيدا كړل.


د نولسمې پيړۍ په لومړيو كې شيخ سعد الله ګيلاني، د شيخ عبد القادر ګيلاني د طريقت پيرو، د جنوبي هرات په سياوشان سيمه كې يوه خانقاه جوړه كړه.


دغه شيخ د قادري ډلې په جنديه بغداديه څانګې پورې تړاو درلود او د ګيلاني كورنۍ لوړنى كس وو، چې په افغانستان كې مېشت شو.


سيد حسن افندي مشهور په نقيب صاحب، د شيخ عبد القادر ګيلاني له اولادې څخه وو، چې په ۱۹۰۰ کال کې له بغداد څخه افغانستان ته راغى.


سيد حسن ګيلاني او ورور يې چې په بغداد كې  ژوند كاوه، نو په هماغه مهال يې په اسلامي هيوادونو كې زيات شمېر پيروان  درلودل.


د قادريه ډلې شيخانو او مشرانو د افغانستان په جنوبي او ختيځو سيمو كې فوق العاده نفوذ درلود. د جهاد او د خلكو په را غونډولو كې يې مهم رول در لوده. د هغوى نفوذ د هغوى په كورني نسب، تقوا، علمي پوهې او د پيروانو په زياتولي پورې تړلى وو، ډيرى وخت يې د خپلو كورنيو اړيكو له لارې له هغو قبايلي مشرانو سره، چې د دوى په مشورو يې اعتماد درلود نږدې اړيكې در لودې.


د دغې ډلې شيخانو خپل قدرت د يوې ارتباطي شبكې له لارې تنظيماوه. د دغې كړۍ يو اړخ خپله طريقت او بله خوا يې په سيمه كې مشهوره مدرسه يا جومات وو، چې د دوى اړيكې يې پراخولې.


همدا راز د قادريه د ډلې مشرانو تر خپل كنترول لاندي سيمو كې ډيرى وخت  د سيمه ييزو ملايانو له نفوذ څخه چې ډيرى يې د دوى مريدان وه، هم كار اخيسته او په خلكو كې يې د خپل نفوذ ريښې غزولې.


د دې تر څنګ د قادريه ډلې شيخانو او مشرانو د عالي مدرسو په درلودو سره په خپلواكه توګه ډيرى ديني عالمان روزلي دي او ان تر دې چې ځيني وخت به په خپله همدغه شيخان د مهمو زيارتونو متوليان او خدمتګاران وه.


د دغو شيخانو قومي او قبيلوي اړيكې د دې سبب شوې وې، چې د خلكو په منځ كې ستر باور تر لاسه كړي او ځان ولس ته نږدې كړي.


د نقشبنديه طريقې مخكښان(رهبران):


د  نقشبنديه طريقې مشرانو او رهبرانو د افغانستان په فرهنګ او سياست كې مهم رول لوبولى دى.په دې اړه د افغانستان وتلى مورخ عبدالحى حبيبي ليكي:


((د سدوزيانو او له هغه نه په راوروسته وختونو كې، زموږ ټولنې ته مجددي كورنۍ مهم روحاني مشران، شاعران او ستر ديني علما وړاندې كړي دي، چې دغو سترو كسانو بيا د نقشبنديه ډلې په ترويج او پراخوالي كې ډېرې هڅې كړي دي. يادو كسانو د نقشبنده ډلې مشري په ټوله مركزي اسيا، افغانستان، هند  او ان د چين تر پولو پر غاړه درلوده.هغوى په دې ټولو سيمو كې اسلامي ثقافت، چې په ټولو برخو كې يې له ديني اساساتو سره سمون درلود خپور كړ)).      ۴۸


د عمده المقامات اثر ليكوال، محمد فضل الله د نقشبنديه طريقي د مجددي شيخانو په اړه ليكي، چې د د غې كورنۍ اصلي مبدا شيخ شهاب الدين فرخشاه كابلي پورې رسېږي.     ۴۹


دغه شخص، چې د اسلام د دويم خليفه عمر فاروق اولادې پورې منسوب دى، د غزنويانو په دوره كې افغانستان ته راغلى وو او اوس د فرخشا په دره كې، چې د كابل شمال لورته پرته ده خښ دى.                 ۵۰


د عمده المقامات د مولف په وينا په نقشبنديه ډله كې د پيروى مهم اصل له شريعت سره د سالك او بزرګ تړل دي. د نقشبنديه طريقې شيخانو به له شريعت څخه وړوكى انحراف هم د دغې طريقې د اصولو خلاف ګاڼه. هغوى په پوره توګه طريقت له شريعت سره همغږى كړى وو. د امر په معروف او نهي له منكر تر څنګ يې د خداى په لار كې د جهاد ارشاد هم كاوه.              ۵۱ 


نقشبنديانو د نورو طريقو د شيخانو پر خلاف، چې تارك الدنيايي دريځ يې غوره كړى وو، له خلكو سره ښې اړيكې درلودې. ښايي همدا يې د ټولنې په سياسي او ټولينيزو برخو كې د فعاليت سبب وي.


حضرت شاه فقيرالله احتمالا لومړنى نقشبندي وو، چې په كندهار كې يې اوسيدل غوره كړل او وروسته يې شكارپور ته نقل مكان وكړ(۱۷۳۷).


خو بيا هم د كندهار په شاهي دربار كې د پوره احترام خاوند وو. هغه به احمدشاه دراني او وزير شاولي خان ته  ديني نصيحتونه ليكل.                 ۵۲


د نقشبندي شيخانو له ډلې څخه يو هغه يې صوفي اسلام كروخي وو، چې د نولسمې پيړۍ په وروستيو كې له بخارا څخه افغانستان ته راغى او په هرات باندې د ايراني فتح علي شاه قاجار د حملې په وخت كې يې له دغه ولايت څخه دفاع وكړه. كروخ كورنۍ په هرات او ميمنه كې دخلكو تر منځ ډېر نفوذ لري او په ډېرى سيمو كې د زيارتونو د متوليانو په نوم يادېږي.


د نقشبنديه ډلې له جملې څخه يو بل مشهور شيخ، چې اصل نوم يې ضيا معصوم او په حضرت صاحب چهار باغ مشهور وو په ننګرهار كې اوسيده او د شلمۍ پېړۍ له بانفوذه كسانو څخه شمېرل كېږي.


هغه د امير حبيب الله خان، سردار نصرالله خان او سردار عنايت الله خان روحاني رهبر وو په هغوى ټولو كې يې د ياد وړ نفوذ درلود.       ۵۳


په افغانستان كې د ديني رهبرانو رول:


نوربيا…
لمنليكونه
44- Mottehedah, Loyalty and Leadership in Early Islamic Society, 147.
45- Ibid.
46- Macmahon and /Ramsy, Report on the Tribes of Dir, Swat and Bajaour, 20-21.


۴۷- مريد ته توصيه كېږي، چې تر هغې يو شيخ د ځان د لار ښود په اړه ونه نيسې  او د وفادارۍ قسم ورته ادا نكړي، تر څو چې يې د هغه په اړه مكمل مالومات نه وي تر لاسه كړي او د هغه شيخ د عواطفو او علايقو څخه يې ځان نه وي خبر كړى.


ځكه نو، كله چې هغه د شيخ مريد شو بيا نو په پوره توګه هغه ځان شيخ ته ورسپاري او هر څه چې شيخ ترې غوښتل هماغسې به دى اجرات كوي ان تر دې چې په ظاهره هماغه اوامر ورته غير عادلانه هم ښكاره شي خو بيا هم مريد مجبور دى تر څو هغه تر سره كړي. (المجددي، رهنماي طريقت، ۱۰۶-۱۰۷) .
۴۸- حبيبي، تاريخ مختصر افغانستان، دويم ټوك، ۱۳۷.
۴۹- فضل الله، عمد ت المقامات، ۹۹ نه تر۱۰۲ پورې .
۵۰- فضل الله، عمد ت المقامات، ۱۵۳ نه تر ۱۵۶ پورې .
۵۱- فضل الله، عمد ت المقامات، ۲۷۵.
52- Khan, the Nagshbandi Saints of sind, 37.
53- Adames, Who is who of Afghanistan, 142.