بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحيمْ
In the name of Allah the Merciful and Compassionate
RESOLUTION
نن د شنبې ورځ د ٢٠١١ ز کال د اپريل ٢٣مه چې د ١٣٩٠ هجري لمريز کال د ثور د دریمې نېټې سره سمون خوري د ډیورند جرګې په بلنه یو شمېر ټولنیزو شخصیتونو ، سیاسي پوهانو، ليکوالانو، د فرهنګي او اجتماعي ټولنو او د سیاسي ګوندونو استازو او منلو شخصيتونو ، په هېواد مينو لر او بر افغانانو په ګډون د برتانيا پلازمينه، لندن کې د ډيورند د استعماري کرښې په خلاف نړيوال کانفرانس جوړ شو.
په دغه کانفرانس کې څيړونکو او تاريخ پوهانو د ملي، تاريخي ،او نړيوالو منل شویو حقوقي ارزښتونو په رڼا کې د ډیورند د تپل شوی کرښې په خلاف هر اړخيزې خبرې وکړې . ټولو ويناوالو په ډاګه کړه چې د دې خيالي او تپل شوې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ، هيڅکله د ډيورند استعماري کرښه چې يو واحد ملت يې په دووبرخو ويشلې، له همغه لومړۍ ورځې څخه نه ده منلې .
“ډيورند لاين” يوه نامشروع، غيراخلاقى او ناقونونى کرښه ده.
په ۱۹۴۹ زیږدیزکال د افغان ولس استازو د افغانستان ( د افغان ملت د ملي شورا اوومې دورې ) د ۱۸۹۳ زیږدیزکال ، د ۱۹۰۵ ، ۱۹۱۹ او د ۱۹۲۱زیږدیز کلونو تعهدلیکونه لغوه اعلان کړل .
د يادو شويو حقايقو او پدې اړه د نړيوالو حقوقي موازينو او ارزښتونو په رڼا کې د لندن نړيوال کنفرانس پريکړه کوي :
١ – کنفرانس پــه خورا ټينګار سره د ډيورنډ د تپل شوې کرښې پر بنسټ د خپلو ټولو جلا کړی شويو سيمو د استرداد غوښتنه وکړه.
۲ ــ ډيورند کرښه” Durand Line يوه خيالي- مصنوعي کرښه ده چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اتبار نه لري. کنفرانس دغه تپل شوې استعماري کرښه او په پايله کې يې د افغانانو دغه ويش په سيمه او افغانستان کې د ټولوستونزو او ربړونو بنسټ بولي او د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پر پرتو ولسونو د ملي يووالي د دوام غږ کوي.
٣ – هغه څه ته چې د “ډيورند کرښې” Durand Line موافقه ليک ويل کيږي، د لاسليک له همغې لومړۍ شيبې څخه د نړيوالو حقوقو له عمومي پرنسيپونو، نورمونو اوپروسيجر سره په تضاد کې و. هغه نه د يوه خپلواک دولت لخوا، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د لاسليک واک اوصلاحيت ولري لاسليک شوى، او نه هم د افغان لوري د ازادې ارادې او رضايت څرګندوى دى.
٤ – په تاريخي لحاظ د “ډيورند کرښه” Durand Line نه فزيکي (ډيفکتو) او نه هم د کاغذ پرمخ (ډيجور) حقوقي ارزښت لري. په دې خيالي کرښه کې ټول بشري، جغرافيايي اوحقوقي معيارونه تر پښولاندې شوي. د يوه واحد افغان ملت واحد وجود يې څيرلى چې د تيرو ١١٧ کلونو په بهير کې ترې وينې بهيږي.
٥ – د ديورند تش په نوم او تپل شوي كرښه ، له لاسليك را هیسې دافغان چارواكو او دولتونو لخوا په رسميت نه ده پيژندل شوى او تل يي په دغه اړه د مقابل لوري د وړانديزونو په وړاندې د نړيوالو حقوقي او قانوني پرنسيپونو او د كرښْى دواړو غاړو اولسونو ارادى ته د درناوى پر بنست د رد حًواب ويل شوى دى.
٦ – دا چې روستيو څو لسيزو کې ويتنام، المان، يمن سره بېرته يو ځاى شوي او هانکانګ په ١٩٩٧ زيږديز کال خپل څښتن ته وسپارل شو، په همدغه شان افغان اولس هم دا حقوقي او قانوني حق لري چې له هغوى نه جلا کړل شوې خاورې او ولسونه په يوه واحد هيواد افغانستان کې ګډ ژوند ولري
٧– کنفرانس د افغان اولس د ملي ارزښتونو د پالنې پر بنسټ د سولئيزې سياسي مبارزې په مټ خپلو موخوته د رسيدلولپاره نه ستړې کيدونکې مبارزه کوي. خپلو داسې مبارزو او هڅو ته به دوام ورکړي تر څو د بشپړ افغانستان په جوړيدو سره دا ناسور زخم (“Durand Line”) د بشپړ تاريخي افغانستان له وجود څخه د تل لپاره لرې شوى نه وي.
٨ – کنفرانس له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د تاريخي حقايقو رڼا کې د بشپړ او تاريخي افغانستان د جوړيدو په لار کې پراته خنډونه له منځه يوسي . نړيواله ټولنه دې په دې پوه شي چې سيمه اونړۍ کې سوله او ثبات د “ډيورند کرښې” په له منځه وړلو او دهغې دواړو خواو ته د پرتو اولسونو پر يو کيدو پورې تړلي دي.
٩ – دا کنفرنس د ټول افغان ملت پر دښمنانو او قاتلينو غږ کوي چې تر هرې پلمې او عنوان لاندې افغان-وژنو ته د پاى ټکى کيږدي.
١٠ – کنفرانس وپتیله چې دا پريکړه ليک دې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي، امنيت شورا، د اروپا پارلمان، د اسلامي هيوادونو نړيوال کنفرانس سازمان، د شانګهاى تړون سازمان، د سترو هيوادونو مشرانو او په برتانيه کې کورديپلوماتيک نمايندګانو ته وليږل شي.
١١ – دا پريکړه ليک په دريو ژبو پښتو، دري او انګريزي ترتيب، مهر او لاسليک او ټول متنونه مساوي حقوقي ارزښت لري.
و من الله توفيق
د جرمني په کولن او دهالند په بيفروايك کې د ډيورند جرګې د غونډو اساسي موخه او ټاکل شوې اجندا دا وه چې څنګه کيداى شي لندن کنفرانس کې د منل شوي ١١- فقرئيز پريکړه ليک متن په عمل کې پيلی شي. په دواړو کنفرانسونو کې د ١١ فقرييز پريکړليک د ښه تطبيق پر خوا په يو لړ ګامونو پورته کولو ټينګار وشو. دې برخه کې د هالند د غونډې دريځ پرېکنده او روښانه و. د هغې غونډې د مثبت عمل وياړ پر يوه شمير هالند ميشت افغان روښنفکرانو سربېره، په امريكى كى د ډيورند جرګې باني اومشر ښاغلي صديق متين لري چې د غونډې د بريا لامل وګرځېد. په روتردام کې، د لندن د کنفرانس په تړاو د يوه تائيدي پريکړه ليک په ترڅ کې چې د کنفرانس په پاى کې ولوستل شو، ويل کيږي چې :
دا لاندې مواد دې د يوه مل په بڼه د اپريل مياشتې د ٢٣ نيټې له ١١ فقرئيز پريکړليک سره د هغه د ښه پليتابه په موخه يوځاى شي:
لومړى: پر يوه مرکزيت راټوليدل
دوهم : د پیل خبرې
د افغانستان خلک، له خپلو لالهاندو روښانفكر او پوهياليو سره يو ځاى، تردا ننه پورې د پرله پسې ګردابونو په منځ کې ډوب پاتې دي . له يوه کوچني بُحران څخه وتلي نه وي چې بيا له بل سره لاس و ګريوان شي. زموږ برخليک له يوې غميزې څخه بلې ته ننوتل دي. واقعيت دا دى چېخوځنده او له ځان او جهانه خبر ملتونه د تاريخونو له خورا کړکيچنو شيبو څخه له تورو تيارو سمڅو څخه ځان يستلى او د خپلو سالمو انرژيو د يوځاى کولو په پايله کې يې د ښېګڼې، ښيرازۍ اوازادۍ پر لور ځلانده کړکۍ پرانستې دي.
زموږ، يانې د دې نسل ستره ستونځه دا ده چې د ځانځانۍ په تلکو کې بندي پاتې يو . بدمرغي، اسارت او تباهي په سترګو ګورو خو د هغې لپاره د چارې په موخه د لاسوهنې ځواک مو بيخي له لاسه ورکړى . هر سړى د بل په اړه مشکوک او بې باوره دى. هر څوک د يوه قوم، يوې ژبې او يوې سياسي او ديني ډلې د استازيتوب ادعا کوي. د نورو پر خلاف او يو له بل سره د تورو او تيارو سنګرونو له دريځ څخه تورې ته لاس اچوي. د همداسې فرهنګ په چاپيريال کې ټولې پوښتنې او ستونځې يا د زور له سنګر او يا د مسخره ژمنو او کاذبو بغل- کشيو په برکت حل كول غواړو. له دې کبله استبدادي او لاسپوڅي رژيمونه چې فطرتاً د انسان په ازادي او نيکمرغي ګروهمن نه دي، د داسې فرهنګ په چوکاټ کې يي په عمدي توګه تکل کړى او کوي يې چې دا توره شپه سبا نه شي .
نو اړينه ده پر دې ځان پوه کړو د دې وخت تير شوى چې پرله پسې د بې باورۍ، ناوړتيا او پراګندګۍ له بُحران څخه وژاړو، خو يو کوچنى ګام مو هم د بُحران د له منځه وړلو لپاره نه وې پورته کړى. زموږ خورا لويه ستونځه دا پاتې شوې چې د ناروغۍ له پيژندنې مخکې مو د ناروغ په درملنه پيل کړى وي. او له همدې کبله ده چې زموږ په هيواد کې د ناروغۍ د ناتشخيص له کبله ناروغ او تشخيصونکى دواړه د مرګ کومي ته لاهو شوي او لاهو کېږي.
نو څنګه او څه کول په کار دي؟
بحث پدې کې نه دى چې ګنې زموږ په جنګ وهلې ټولنه کې ښه کسان شتون نه لري. زموږ ټولنه ډير وړ، ملي، مترقي، صادق، مبارز، عدالت خو ښوونکي او باظرفيته شخصيتونه لري. بحث د دې خبرې پر سر دى چې داسې کسان تر دې دمه په هيواد کې له روانې وضعې څخه دژغورنې پر لور د سمو لارو چارو په پيدا کولو نه دي بريالي شوي. له سالمو او جوړونکو څيړنيزو فلترونو څخه نه دې تير شوي. ټولنيزه تجربه او د ټولنيز تفاهم او سوچ لار يې نه ده موندلې. يو٧٥ -مليوني ملت که هر څومره اسير او پرځاى ولاړ هم واوسي، بلاخره د ازادي، نيکمرغي او تکامل پر لور خپله لار پرانېزي. که چېرې له خوبه ځان ويښ کړو او د رغنده سالمو خبرو د پيل کولو په بهير کې د يوه داسې جوړښت او ميکانيزم پر شاوخوا راټول شو چې وکولاى شي د پرله پسې مرګونيوزهرو له څښلو څخه مو وژغوري او د دې خاورې د اولاد د تكم وژنې پر وړاندې نوشدارو وي. خو که چېرې موږ هم د عصري او باخبره ملتونو په شان ځان چمتو نه کړو او د ناروغۍ د عواملو د له منځه وړلو پر لور مخ پر وړاندې لاړ نه شو؛ ځان او نورو ته درناوى ونکړو او په رسميت يې ونه پيژنو، نو د ٢١ پېړۍ په بهير کې به مو هم ژوند د بدمرغۍ په تورو- تيارو زندانونو کې تېر شي.
جوړښت اوميکانيزم:
زموږ په جګړه وهلي هيواد او سيمه کې د سياسي کار بنسټيزې ستونځې د توپيرونو ليدل، د ونډې اخستل ناليدل او له برتانوي امپيرياليزم راپاتي شوي ميراثونه دي چې د برياليتوب مخه يې ډب کړې ده.
د دې ستونزو او لاملونو پايلې خپله د دې لامل کېږي چې هره خوا او هر لوبغاړى هڅه کوي پر نورو خپل نظر، سليقه او معيار وتپي . د دې لارو چارو پلي کول ناشوني او نادرست دي ځکه چې موږ يوه له بل سره د پوهاوي له لارې جلا او تحريفوي.
له دې کبله د ارزښت وړ اصل دا دى په داسې يوه ميکانيزم فکر وشي چې لږ تر لږه د تجربه شويو ستونځو د بيا- تکرارېدو مخنيوى وکړي. د نهضتونو تاريخ ښيي چې د هغوى د بڼې غوره کولو په لومړيو ګامونو کې شورايي جوړښت ساده او اغيزمن ثابت شوى . په داسېجوړښت کې مخکې له مخه د مشر، مشرتابه، هيرارشي او په ميکانيزم کې يې د پړاويزو نورو ستونځو مخه تر يوې کچې په ديموکراتيکه بڼه نيول کيدى شي. يوه لارښوده شورا، چې بشپړ تشکيلاتي او پريکړئيز صلاحيت ولري، کولاى شي چې يو سياسي اوهر بل خوځښت له پرې ، ځانګړنې ولکې، يکه تازۍ او استبداد څخه وژغوري. د دې ګروهې پر اساس، اړينه ده چې منل شوى جرګئيز جوړښت دې د ښه- نومو، تجربه لرونکو او باظرفيته وړ کسانو له پر يوه ټغر کينولو څخه چمتوشي . په لومړنيو پړاونو کې به د ټاکل شوې شورا د کار دوره د يوې شپږ مياشتنۍ موقتې دورې لپاره وي ترڅو د نورو وګړو لپاره ورسره د يو ځاى کيدو او يا ترې بيليدو فُرصت موجود وي . د ډيورند جرګې د سيمييزو جرګو مشران به چې تر دې مخکې د کميسيون رئيسان ورته ويل کېدل، د منل شوې او ټاکل شوې شورى غړي وي.
د بيفروايك په مل پريکړه ليک کې پريکړه وشوه چې د “ډيورند لاين” د حقوقي اړخونو څيړنه به د هالند- ميشت افغان حقوقپوهانو پر غاړه وي. او د “ډيورند لاين” د تاريخي سوابقو څېړنه به په لندن کې د مسلکي پوهانو لخوا سر ته رسيږي. دواړه خواوې به په منظمه توګه خپلې څېړنې او ارزونې يوه له بل سره شريکوي.
پايله:
د کنفرانس له خوا د منل شوې تشکيلاتي او اجرائيويواکمنې شورا د بنسټيزې کار د يوه شمير کارپوهانو لخوا روان دى چې له بشپړېدو وروسته به يې متن خپور، شورا ته د وړو وګړيو د ټاکنې پروسه به پيل او د هغې تر لارښوونې لاندې به د ډيورند جرګې فعاليت دوام وکړي. د المان او هالنډ په کنفرانسونو کې د “ډيورند جرګه” پر ځاى د يوه بل مناسب نوم د غوره کولو وړانديزونه هم وشول. دا او د نورو ورته غوښتنو په اړه به شورى تصميم نيسي .
يا ربه توفيق