کور / تازه خبرونه / اوباما پاکستان ته د مرستي پر ورکولو غور کوي

اوباما پاکستان ته د مرستي پر ورکولو غور کوي

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د پاکستان وروستيو اقداماتو د ولسمشر اوباما غوصه راپارولې، چي ښايي له امله يې پر پاکستان باندي ٨٠٠ ميليونه ډالره مرسته يا بنده او يا وځنډوي.
راپور وايي له هغي ورځي راهيسي چي پاکستان د امريکا پوځي روزونکي ايستلي او شمسي هوايي ډګر د نه کارولو اخطار يې امريکا ته ورکړى د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري خرابي سوي دي.
راپور زياتوي چي دغه ٨٠٠ ميليونه ډالره د هغو دوو ميليارډو ډالرو دريمه برخه ده چي بايد پاکستاني پوځيانو ته تجهيزات په برابر سوي واى.