کور / تازه خبرونه / امريکا: د القاعدې ستراتيژيکه ماته نيژدې سوې ده

امريکا: د القاعدې ستراتيژيکه ماته نيژدې سوې ده

د امريکا د دفاع نوى وزير چي پرون کابل ته راغلى وايي د القاعدې ستراتيژيکه ماته رانيژدې سوې ده.
ليون پنيتا چي پخوا د امريکا د مرکزي استخباراتو سي آى اې د مشر په توګه کار کاوه، د جولاى له لومړۍ نېټې څخه يې د دفاع وزير په حيث کار شروع کړ.
ليون پنيتا وويل دا غټ پرمختګ دئ چي د القاعدې مشر اسامه بن لادن له منځه يووړل سو او په يمن، سوماليا، عراق او نورو سيمو کي دالقاعدې مشران تر څارني لاندي دي.