د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ څوساعته نښته سوې
چي د چارواکو په وينا څلور طالبان وژل سوي او يو پوليس ټپي سوى دى .
خو وسله وال طالبان د خپلو ملګرو وژل کېدل نه مني او د شلو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ ادعاکوي چي د څو ساعتونو لپاره يې موسى کلا ولسوالي هم کلابنده کړې وه .
د يوه بل خبر له مخي د نادعلي په ولسوالۍ کي ددولت مخاليفينو دوه تنه ولسي خلک ددولت سره د تړاو په تور وژلي دي .
تيره ورځ مازېګر مهال د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او افغان پوليسو تر منځ وسله واله نښته سوې چي د ځايې خلکو په وينا دواړو لورو يو پر بل له درنو وسلو څخه کار واخيست او څو ساعته يې جګړه وکړه .
د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال د يک شنبې په ورځ وويل چي وسله والو طالبانو د موسى کلا په ولسوالۍ کي د پوليسو پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړه چي د پوليسو د مقاومت په پايله کي څلور ته وسله والو طالبان ووژل سوه او يو پوليس ټپي سوى دى .
وسله وال طالبان د خپلو ملګرو وژل کېدل نه مني او د شلو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ دا اعا هم کوي چي د څو ساعتونو لپاره يې د موسى کلا ولسوالۍ کلابنده کړې وه ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي اوس هم د موسى کلا ولسوالۍ اطرافي سيمي ددوئ په لاس کي دي .
خو افغان چارواکي دغه ادعا نه مني .
د يوه بل خبر له مخي د نادعلي په ولسوالۍ کي ددولت وسله والو مخاليفينو دوه تنه ولسي خلک د حکومت سره د تړاو په تور وژلي دي ، خو چارواکو تر اوسه په دى اړه څه نه دي ويلي .
په هلمند کي ډېر ځله ځايې خلک ددولت وسله والو مخاليفينو د حکومت سره د تړاو په تور وژلي چي د ځينو پړه يې وسله وال طالبان پر خپله غاړه اخلي .