کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوم اش هم گریخت

دوم اش هم گریخت

کله ناکله دځینو لیکوالو لیکنې یوازې دعنوان داختصار او جالبیت له امله  لوستونکي دځان په لور کاږي  ، تېر کال چې کله هالنډي ځواکونو له دافغانستان  له روزګان څخه  په تیښته ووتل ، کوم لیکوال یې په اړه ډیره جالبه لیکنه کړې وه ، چې عنوان یې وه ( یکي خو ګریخت )
نن سبا یوځل بیا مطبوعات د(ګریخت ) خبرې کوي ، دبي بي سي دراپور په اساس کاناډایي ځواکونوپه افغانستان کې تر لس کلنو خواریو وروسته  اوس دهالنډ په شان دشاګرځ فیصله کړې ، او داسې ویل کیږي چې همدانن به یې وروستي ټولي له افغانستان څخه ووزي .
کاناډایي پوځیان له امریکایانو سره دافغانستان په اشغال کې له پیله برخوال وه ، خو په  دومره توپیر چې په لومړیو کې یې  رول یوازې سمبولیک وه ، مګر په ۲۰۰۵ کال کې چې په کندهار کې دطالبانو بریدونه پیاوړي شول ، کناډایانو هم خپل سرتیري څوبرابره زیات کړل ، او ترزرګونو ورسیدل .
 تېر لس کلونه کندهار ته دراغلیو کاناډایو لپاره خورا تاریخ ساز وه  ، دوی چې له پیله په کوم نیت راغلي وه ، او دافغانستان دجنوب دا مهمه سیمه ( کندهار) یې دیوې مفتې مړۍ غوندې له امریکایانو بیله کړې  ، ترڅو یې وشپیلوي او هضم یې کړي ، له نیکه مرغه دا کرغیړن اټکل یې خطا وخوت ، کاناډایانو به ښایي له پیله سوچ واهه ، چې کندهار به هم داتلانتیک کومه  ورکه او بې څښتنه جزیره وي ، چې یوازې په کې واړوه او مزې کوه ،  له همدې خاطره خوبیخي پرې ورګرم وه  بې سابقې  پوځي او ملکې توجه یې ورته اړولې وه ، او دکرارولو لپاره یې  ټولې هڅې  کارولې .
 مګر تیرلسوکلونو ثابته کړه  ، چې دافغانستان دهرې سیمې غوندې کندهارهم  له ټولې افتادګۍ سره بیاهم لوی ګړنګ دی  ، او هضمول یې دومره ارزانه نه دي  .
په کندهار کې دکاناډایانو دسر اومال دزیان  درښتینو شمیرو پته خوبه  یو الله تعالی ته وي  ، خودوی  رسما منلې چې تراوسه یې ۱۵۷ عسکر وژل شوي ،  او څه دپاسه ۱۱ میلیارده ډالر یې نقدي مصرف شوی ، دغه راز تراوسه  دکاناډایي ټپیانو ، معیوبو ، او ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي .
که همدا شمیرې ومنل شي او بیا داپوښتنه راپورته شي چې ددومره تلفاتو په وړاندې کاناډایانو په کندهار کې څه ترلاسه کړل ، ښایي ځواب یې ( هيڅ ) راووزي  .
ځکه په کندهار کې خو نه تراوسه طالبان مات شوي ، بلکې ترپخواډیر قوی شوي دي ، نه  یوه دکاناډا په زړه برابره  سالمه اداره رامنځته شوې ، اونه دکومې بلې لاسته راوړنې څرک لګیږي .
کاناډایان دجګړې له ډګر څخه پوځیان په داسې حال کې باسي ، چې یوشمیر نور کرلي جنجالونه یې لاهم ترلمن نیسي  ، داسې ویل کیږي چې دکندهار په بهرنیو پوځي قرارګاوو کې مصروف ملکي کارکوونکي په تیره ترجمانان زیاتره  کناډایي تابعیت لري  ، او کاناډایانو دډیرو امتیازاتو او بیمې په بدل کې ترکندهاره  راوستي  ، دغه راز دکندهار دوالی توریالي ویسا په شمول یوشمیر حکومتي چارواکي هم  دکناډایي اعتبار په مټ تردې ځایه رارسیدلی وه ، اوس چې کاناډایان له کندهار وزي ، همدا کسان هم ترې پالل غواړي  ، او باید ورسره ژمنې عملي کړي .
دغه راز دجنګیدلیو پوځیان په منځ کې ذهني ناروغۍ او معیوبیتونه  هم هغه څه دي چې کاناډا تراوږده مهاله  دجګړې تراغیز لاندې ساتلی شي .
په ټوله کې داچې کاناډایان دهالنډیانو په پله پل ږدي او له جګړې پښې سپکوي ، دایي دهوښیاري نښه بللی شو ، که دوی پاته کیږي یالکه څنګه چې ویل کیږي په نورو برخو کې خپل رول تنظیموي ، پرته له دې چې د ( اشکهای تورنتو درپای درخت انار )  غوندې  دتراژیدیکو کیسو لپاره رښتیني موارد رامنځته کړي ، نور به یې هیڅ له لاسه ونه شي  ، دم درحاله دافغان او کاناډایي داوړو اولسونو ګټه  په همدې کې ده چې نور له یوه بل سره په جګړه کې ښکیل نه وي  .