کور / سياسي / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې – لومړۍ برخه

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې – لومړۍ برخه

غازي امان الله خان(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)


لومړى څپركى:


 


لومړۍ برخه:


ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid) ژباړه: جاويد واك


 


دولت او ديني تاسيسات:


په ټوليزه توګه افغانستان  يوه عنعنوي  او مذهبي ټولنه  ده، چې له بېلابېلو قومونو څخه را منځته شوې.افغانان د شلمې پېړۍ له لومړۍ دورې مخكې له غربي افكارو سره هېڅ اشنا نه وه، نو ځكه د غربيانو په وينا په افغانستان كې تر اوسه په ټوله مانا يو متحد مدرن دولت نه دى را منځته شوى.


په اماني دوره كې هم د هيواد سياسي پانګه ټوله پر ديني اساساتو ولاړه وه. په افغانستان كې د اسلام مقدس دين د دغه هيواد ټول قومي، مذهبي، سياسي او فرهنګي كړۍ سره نښلولي دي.د افغانستان كابو ۹۹ سلنه وګړي مسلمانان او ډيرى يې حنفي مذهب پورې تړلي دي.


د لومړۍ پېړۍ په لومړيو كې (۲۵۲۶ هجري) په دغه هيواد باندې اسلامي لښكر كشۍ پيل شوې، چې د ۲۵۰ كلونو په  شاوخوا كې د هندوكش غرونو پر ټولو برخو د اسلام دين مسلط شو.


يوازينۍ سيمه، چې د اسلامي لښكر څخه پاتې شوه هغه د افغانستان په ختيځ كې د كاپرستان سيمه وه، چې وروسته په نولسمه پېړۍ  كې يې اوسيدونكو د اسلام دين قبول كړ اوبيا د نورستان په نوم ونومول شو.


د يادونې وړ ده، چې په نولسمې پېړۍ او د  شلمې پېړۍ په پيل كې اسلام هغه ځواكمن قوت و، چې پر اساس يې افغانانو له انګرېزانو او روسانو سره مبارزې او جنګونه كړي دي.همدا راز په دغه هيواد كې ديني او مذهبي كړيو په ټولو حالاتو كې له بهرني ښكېلاك سره په كلكه مبارزه كړې او دا هيواد يې له يرغلونو څخه ژغورلى دى.


 


په سني مذهب كې د سياسي تفكر او حاكميت حق:


په اسلام كې د حاكميت حق يوازې په خداى(ج) پورې تعلق لري او د دولت مفهوم د شرعي قوانينو پر بنسټ را منځته كېږي.


د غه شرعي قوانين يوازې عبادتي بڼه نه لري، بلكې د ورځنيو چارو قواعد، د دولت دارۍ اصول، د ټولنې او دولت تر منځ اړيكې او پاى كې د افرادو تر منځ اړيكو ته هم په شرعيت كې ځاى وركړل شوى دى.


د (روزنتال) په وينا شريعت د خداى (ج) د پيغام د تجلي او ديانت بنسټ دى، چې له دنيوي مفاهيمو سره ټولنې ته استول كېږي.او ياهم شريعت د خپل عام ځواك پر بنسټ داسې همبستګي او تعهد د افرادو تر منځ رامنځته كوي، چې له بل هرډول تعهد او پرېكړې څخه لوړ دى.  (۱)


د اسلام د ستر لارښود اداري  تشكل په مدينه منوره كې، په هغه ځاى كې چې په لومړي ځل مسلمانانو يوه كړۍ را منځته كړه، د راتلونكو اسلامي حكومتونو لپاره د يو سرمشق په توګه ورنه كار اخيستل كېده.


په دې ځاى كې نو پيغمبر (ص) خپلو پيروانو ته ويل، هر هغه څه چې په دنيا كې موجود دي د ټولو مالك خداى (ج) دى.او اسلامي نړۍ به د دغې ځمكې ټول موجود شيان د يو امانت په ډول پالي او سياسي قدرت د څښتن تعالى يو سپېڅلى امانت دى، چې بايد د يوې ټولنې د افرادو له خوا د الهي قوانينو د پلي كولو په لار كې دې ترې سمه ګټه واخيستل شي.  (۲)


له همدې امله يو قانوني اسلامي حكومت هغه وخت منځ ته راتلاى شي، چې د قراني احكامو مطابق په مجوزو لارو رامنځته شي.   (۳)


د اسلام په پيل كې سياسي رهبري په انتخابي ډول ټاكل كېده، لكه څنګه چې د اسلام څلور خلفا، چې په خلفا راشدين مشهور دي ټول، پرته له عمر (رض) څخه د امت د مشرانو او د حل او عقد د  خاوندانو له خوا ټاكل كېدل.   (۴)


دغه كار د ټولنې او خليفه تر منځ د يو قرار داد بڼه درلوده، او په دې شرط دغه قرار داد رامځته كېده، چې خليفه دې په ټولو اسلامي احكامو برابر او كاري پلان دې د قراني اوامرو مطابق جوړ كړي. په دې وخت كې نو مسلمانان مكلف ول، چې د خليفه تابعداري وكړي او اوامر يې ومني.


خليفه نه شو كولاى، چې په يوازې ځان دې اسلامي او ديني قوانين او عقايد وضع كړي. د خليفه اصلي دنده د الهي احكامو تطبيق او د اسلام دين د خپراوي په موخه د جهاد رهبري وه.


په (661_ 749 زيږديزو ) كلونو كې د امويانو د دورې له پيليدو سره سم، د خلافت سلسله يو ډول ميراثي بڼه غوره كړه.كه څه هم د سياسي قدرت مشروعيت ، د مشرانو په شورا  كې د لوړې پر كولو تامينيده، خو بيا هم د سياسي تفوق اوازو يو ډول سيورى پرې غوړولى وو.


د (تسنن) مذهب سياسي تفكر د څو پېړيو په اوږدو كې ډېر پر مختګ وكړ. د عباسيانو د حكومت په دوره  (۱۲۵۸زېږديز ) كې په لومړي ځل مسلمانو مشرانو د اسلامي حكومت د خليفه يا امام وظايف تعريف كړل او د رهبرۍ ټول لازم شرايط يې ورته وټاكل.


عبدالقدير البغدادي (۱۰۳۷ ومړ) د امامت_ خلافت څوكۍ ته د رسېدو شرايط يې داسې وټاكل:


د شرعي احكامو پلي كول، د اسلامي عدالت جاري كول، د شرعي احكامو ملاتړ، د اسلام له اساساتو پيروي، د جهاد اعلان، د مالي امورو د بشپړې تصفيې مسوليت او باالاخره له عامه امورو څخه پيروي او ملاتړ .        (۵)


په اسلامي حكومت كې رهبر دا مسووليت درلود، چې د اسلام له خاورې څخه په هغه صورت كې چې غير مسلمانو پرې تيرى كړى وي دفاع وكړي. او همدا راز خليفه مكلف وو،  چې د (امر باالمعروف و نهي  عن المنكر ) ايه په ټولنه كې پلې كړي.  (۶)


د اسلام فقهاوو د خلافت د سپېڅليتا او په اسلام كې د مشرۍ د اهميت ساتنې په موخه اسلامي ملت ته خلع پېشنهاد كړه. دا په دې مانا چې كله هم كوم خليفه يا د اسلامي حكومت مشر له اسلامي احكامو او اصولو څخه سر غړونه وكړي،نه يوازې دا چې پر مسلمانانو يې ملاتړ ساقطېږي بلكې اسلامي امت بايد په دې هڅه كې وي، چې له قدرت څخه يې را وغورځوي.      (۷)


 دغه مفكوره په مسلمانانو كې د حضرت ابوبكر صديق (رض) د خلافت په دوران كې د هغه له يوې وينا څخه را منځته شوه:


((اى خلكو! زه پر تاسو مامور ټاكل شوى يم، خو له تاسو څخه غوره نه يم.تر څو چې ما خپله دنده په سمه توګه تر سره كوله، ملاتړ مې وكړئ او كله چې په دې برخه كې پاتې راغلم نيوكه را باندې وكړئ. اجازه مه وركو ى، چې ستاسو له منځه څوك جهاد ترك كړي. تر هغه وخت زما ملاتړ وكړى، تر كومې چې زه د خداى (ج) اطاعت كوم.هركله چې ما له اسلامي اوامرو سرغړونه وكړه،نور زما پېروي پر تاسو واجبه نه ده)).       (۸)


په منځينيو پېړيو كې اسلامي مفكرينو بيا دغه موضوع په دقت سره شرح او توضېح كړه.


المواردي په داسې حال كې چې په اسلامي دولت كې د امير له اوامرو څخه پېروي دفاع كوي  په خپل كتاب (الاحكام السلطانيه) كې ليكي،چې كه چېرې په يو خليفه كې له دغه دوه لاندنيو ستونزو څخه يوه هم موجوده وي، بايد سلب صلاحيت شي:


لومړى _ هركله چې د امير په عدالتي سيستم كې څه ستونزې راپيدا شي، او يا هم مسلمان حاكم د خپل خوښې او هوس مطابق اعمال تر سره كړي او په دې ډول په اسلامي حكومت كې فساد را منځته شي نو دلته بايد حاكم امير له دندې څخه لرې كړاى شي.


دويم _ د اسلامي حكومت د امير  فكري اختلالات او د حواسو ګډوډتيا هم كيداى شي چې له امله يې امير له دندې څخه ګوښه كړاى شي.    (۹) 


په همدې حال كې اسلامي علماوو د دې لپاره چې په اسلامي ممالكو كې يې  له قومي او نژادي تعصبونو څخه  مخنيوى كړى وي، نو د اولى الامر پېروي د قران كرم په دې ايت سره تثبيت كړه( ژباړه/ اى مومنانو د خداى او د هغه د رسول اطاعت وكړئ. او همدا راز پيروي وكړى له خپلو مشرانو څخه، كه چېرې مو په كومه مسله كې اختلاف را منځته شو هغه كار الله او د هغه پېغمپر ته را جع كړى كه چېرې پر خداى او اخرت باندې ايمان لرئ).(۱۰)


دا په داسې حال كې ده چې له حضرت محمد (ص ) څخه متعدد احاديث روايت شوي چې پكې مسلمانان د عادل او مسلمان حاكم پر اطاعت مكلف شوي دي.


تر دې چې د اسلامي امپراتورۍ تجزيه او په پايله كې د وړو وړو امارتونو رامنځته كېدل د دې سبب شول، چې د خلفاو سياسي قدرت يې راټيټ كړ، خو اهل سنت والاو ته اوس هم خليفه يا امير د قدرت قانوني مبدا ښكارېدله .او يوازې خليفه كولاى شواى چې د اسلامي نظام په ازاد قلمرو كې حكومت وكړي.         (۱۱)


كله چې په ۱۲۵۸ ميلادي كې بغداد د مغولانو له خوا شغال شو، نو له دې سره سم د اسلامي خلافت قاهرې ته انتقال شو. او كله چې قاهره د دويم سلطان سليم(عثماني بادشاه) له خو ونيول شوه، د خلافت مركز قسطنطنيې ته ويوړل شو.عباسي بادشاهان په دې لټه كې و، چې ورته د خليفه لقب وركړل شي او ان تر دې چې دا يې بيخي ديني صلاحيت وګرځي.


د نيمه خپلواكه امارتونو له جوړېدا سره سم،بايد د حاكمانو دندې او صلاحيتونه ټاكل شوي واى. هماغه وو، چې د وخت فقهاوو د اسلامي امارتونو د شاهانو او اميرانو لپاره خلفاى راشدينو ته ورته حقوق وټاكل.لكه څنګه چې يې د خلفاوو اطاعت واجب گاڼه، همدا راز يې د مسلمانو باچايانو پيروي هم واجب ګڼله.      (۱۲)


ان تر دې چې د مغولو تر تيريو پورې د فارس، خراسان او ماورالنهر باچايانو د خپل قانوني حق د تثبيت لپاره د خليفه منشور ته اړ وو، او د واك لمن يې له نظامي قدرت سره وارپه وار پراخېدله.شاهانو د دنياىي دندو سربېره د خلفاوو د روحاني دندو ادعا  هم كوله.          (۱۳)


 خو د سلجوقيانو د وخت  مشهور وزير نظام الملك د باچايانو لپاره د خلفاوو د روحاني دندو مسله ناديده ونيوله او زياته يې كړه چې باچا دې د مذهبي امورو رهبري هم پر غاړه واخلي    (۱۴)


له دې نه پرته نظام الملك د باچايانو اطاعت له كوقيد او شرط پرته حتمي و ګاڼه او زياته يې كړه، چې د سلطان له امر څخه سرغړونه د ټولنيز نظام او د امنيت خرابوالي ته لاره اواروي.


اوس به د نظام الملك د وينا يوه برخه راواخلو:


((كله چې د باچا پر ضد د خلكو غصې را وپارېږي په داسې حال كې،چې باچا يو ستر او ځواكمن لښكر ولري، په  دې صورت كې نو چې كله باچا له منځه لاړ شي د ملت تر منځ به شخړې راپورته شي او هر څوك چې قوي وي پر خوارانو به ظلمونه كوي.ګناهګاران به مړه شي او نړ ۍ به ترې خلاصه شي،  خو وسره به ډېر بېګناه وګړي هم د مرګ لومې كې بند شي))            (۱۵)


په حقيقت كې د نظام الملك په دې وينا كې د هغه زما د پياوړي فيلسوف امام محمد غزالي (رح) د فلسفې رنګ ښكاري.


امام غزالي به ويل: كله چې يو باچا ډېر قوي وي او په داسې حال كې ناسم كارونه وكړي چې يو ستر لښكر ورپسې ولاړ وي،په دې وخت كې كه له قدرت څخه د باچا پر را پرزېدو د خلكو تر منځ شخړې او سترې غميزې را منځته كېدې، غوره داده چې ياد باچا په خپل حال پرېښودل شي او له هغه څخه اطاعت وشي.                (۱۶)


له همدې امله باچايان په مطلقه قدرت بدل شول. دغه حالت د نولسمې پېړۍ تر اواسطو دوام وكړ، خو د نولسمې پېړۍ په پاى كې يوځل بيا داسې ډلې ټپلې را منځته شوې چې بېرته يې په سياسي قدرت كې د شرعي احكامو پر شتون ټينګار كاوه او غوښتل يې د امارت او خلفاوو دوره يوځل بيا را ژوندۍ كړي، چې ښه مثال يې د طالبانواو نورو تندلارو ډلو افكار او كردار ښودلى شو.     (۱۷)


كه څه هم په افغانستان كې خلكو باچا ياد حاكم قدرت دهغه (حاكم، باچا) د بيعت د لوړې له كولو وروسته په رسميت پېژانده، خو بيا هم په عمل كې دهغه باچا په تخت پاتې كېدل دايمي بڼه نه درلوده او قدرت به يو بل ته لېږدول كېده.


د رژيم پايښت په ټوله كې د دوه قوتونو چې (نسبتا خپلواك رول يې لاره) په وفادارۍ پورې تړلى وو. يانې د يو حكومت ټول چارې د قبايلو د مشرانو او د دينې علماوو په ملاتړ پورې تړلى وو.


له دې امله نو باچايانو  له يادو ډلو سره نږدې اړيكې ټينګولې او د قدرت او دولت په ټينګښت كې يې له هغوى څخه مرسته غوښتله.


همدا راز د ديني ډلو ملاتړ تر ډېره د امتيازاتو په وركولو تر لاسه كېده او پكار وه، چې بايد هر شاه په خپل حكومت كې د ديني كسانو مطلق نفوذ ولري.


كه كله هم د يو هيواد سياسي رهبر د يادو موافقو پر خلاف عمل كاوه، نو سمدستي د مذهبي او قبايلي مشرانو له سخت غبرګون سره مخ كېده او حتې د قدرت د خلع وېره يې وه.


د ښاغلي انورالحق احدي په وينا په افغانستان كې د سياسي رهبرۍ مشروعيت د علماوو او قبيلوي مشرانو په تاييد پورې تړلى وه.


همدا رانګه د هماغه رهبر قابليت دشرعيت په پلي كولو، د هيواد د حدودو د پراختيا په موخه د جهاد اعلان، د بهرني يرغل پر وړاندې په كله درېدل او په ټوله كې دهغه په شخصي تقوا، سخاوت او دلاورۍ پورې تړلى وو. دا هغه ټكي وو، چې ياد مشروعيت يې را منځته كاوه.   (۱۸)


له انګرېزانو سره د افغانانو اوږمهاله جنګونه ښيي، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ په لومړيو كې د افغانانو اسلامي جهاد يوه تكراري او تاريخي بڼه لري.ان تر دې چې د جهاد په وختونو كې د شاهانوسلطنتي مشروعيت د هغوى د زړورتيا او په جهادي كارونو كې د برياليتوبونو پر بنسټ ټاكل كېده.


د بهرنيانو پر وړاندې د جهاد اعلان د وګړو د انسجام او راټولو يوه ستره وسيله وه، ان په ځينو ځايونو كې به د سني او شيعه ډلو تر منځ د اختلافونو او جنګونو لپاره د جهاد كلمه كارول كېده.


د (اوليسون) په وينا د رژيم د مشروعيت او د سياسي ګډوډۍ پر وخت به باصلاحيته ديني مركزونو پرېكړه كوله.


((د لومړي ځل لپاره په افغاني رنګ كې، د يو عمومي او مركزي جهادمفكوره وزېږېده، ځكه په افغاني ټولنه كې له دې پرته، بل كوم قوي او ځواكمن مركز نه وو، چې خلك دې پرې راټول شوي واى، نوځكه دولتي چارواكي او مشران د همدغه مركز په مرسته ټاكل كېدل. له بلې خوا د افغانستان موقعيت د دوه وو كفري هيوادونو تر منځ د حايل په توګه هم د دې سبب وو، چې خلك دې جهاد او مقاومت ته دعوت شي چې دې كار هم د اسلامي او مذهبي كړيو د رول په پياوړتيا كې مرسته كوله )).       (۱۸)


د ټولنيز عدالت مفهوم په افغاني ټولنه كې د دوديزو رسم و رواجونو له معيار سره ګډ وو. ان تر معاصرې دورې هم دغه حال دوام درلود او افغانستان د قبيلوي حكومتونو شاهد وو.                                            


نوربيا…


 


لمنليكونه:


1- Rosenthal, Islam in Modern Nation State, 10.


2- Ka Ka Khel, ((Legitimacy of Authority in Islam,))169.


3- Ka Ka Khel, ((Legitimacy of Authority in Islam,),


4- Gibb ,Shorter Encyclopedia of Islam, 9; Lambton, State and Government in Medieval, 79-80


روزنتال، په منځنۍ پېړۍ كې اسلامي سياسي افكار, ۳۵۳۶ . 5-


عنايت، نوي سياسي فكرونه،۲. 6-


 


7- Abid; Ka Ka Khel, Theory of Impeachment in Islamic polity, 100.


طبري تاريخ، ۱۸۲۹. 8-


المواردي، الاحكام السلطانيه، ۱۷. 9-


يا ايهاالذين امنوا اطيعوالله و اطيعوالرسول و اولى الامر منكم فان تنازعتم فى شى فرودوه الى الله و الرسول ان كنتم تومنون باالله و اليوم الاخر ذالك خير و احسن تاويلا(سورت النسا ۵۹ ايت)10-


11- Gibb, Shorter Encyclopedia of Islam, 17-18.


12- Ibid


13- Siddiqi, The Caliphate and Kingship in Medieval Persia, 104.


خواجه نظام الملك، سياست نامه۱۲ او ۱۳. 14-


خواجه نظام الملك، سياست نامه، ۹. 15-


16- Gibb, Shorter Encyclopedia of Islam, 19.


جمال الدين افغان، محمد عبدوه رشيد رضا، عبدالرزاق او په دې وروستيو كې سيد قطب او ابوالعلاى مودودى د دغو افكارو په كټه ګورى كې راځي.17-


18- Ahady, Afghanistan: State Breaking, 170.