کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپاکستان لخوامسلسل بريدونه اوزموږ تړلي لاسونه

دپاکستان لخوامسلسل بريدونه اوزموږ تړلي لاسونه

Roshan000@gmail.com


له تېرې يوې مياشتې راپه دېخوادپاکستان له خاورې د افغانستان په کونړ ،ننګرهار،اودخوست ولايت په جنوبي برخود پاکستانيو ځواکونو لخواپه مسلسله توګه راکټونه او توغندي ويشتل کېږي،چې تر اوسه ددې توغنديو شمېره سلګونوته رسېدلې او له ځانسره ځاني اومالي تلفات لري،چې په ځاني تلفاتوکې تر اوسه پورې دښځو او ماشومانو په شمول سلګونه ملکي وګړي وژل شوي ،ټپيان او بې کوره شوي دي اوپه مالي تلفاتوکې سلګونه کورونه ړنګ شوي،ځنګلونه سوځول شوي اوډېرى خلک بېکاره شوي دي.
خواندېښنه داده چې ولې تر اوسه هم افغان دولت چپه خوله ناست دى اوددې شرمينده پېښوننداره کوي او ددې پېښې په مقابل کې يې هېڅ راز متقابل عمل ونکړ، وايي چې هر عمل عکس العمل لري، خو افغان دولت نن دا خبره دروغ ثابته کړه، چې هر عمل عکس العمل لري، ځکه افغانستان کې په داسې لويو پېښوکې صلاحيت او واک دولسمشر دى،اوترڅوچې ولسمشر امر ونکړي هېڅ يو لوړ پوړى چاواکى نشي کولاى چې ځوابيه بريد وکړي، خو داچې ولسمشر کرزى ولې غلى دى او دا لويه بې غيرتي زغمي ددې سببونه دوه څيزه کېداى شي.
ياخوداسې ده چې ولسمشر وېرېږي اوپه خپلو پوځيانو کې داوړتيا او ځواک نه وينې چې دپاکستانيو پوځيانو په مقابل کې دې وجنګېږي اوغاښ ماتوونکى ځواب دې ورکړي، بل سبب داهم کېدلاى شي چې ولسمشر کرزى له پاکستان سره په دې بريدونوکې شريک او همنظره وي، ولې د يوې مياشتې په تېرېدوسره دده لخوا هېڅ غبرګون ونه ښودل شو،يواځې دومره يې تېره ورځ په کابل کې خبريالانوته وويل چې،دى ددې لپاره په پاکستان دبريد اجازه نه ورکوي چې په پاکستان کې عام وګړي وژل کېږي،له دې نه داسې په ډاګه کېږي چې کوم توغندي چې له پاکستان څخه ويشتل کېږي ،ټول عام وګړي توغوي،نوبياخو بايد دداسې کړنوپرخلاف دهرچاپروړاندې اقدام وشي،خوکېداى شي ولسمشر به د اسې فکر کوي ،کوم خلک چې دپاکستان لخواپه بريدونوکې دننګرهاراوکونړپه ولايتونوکې وژل کېږي اوبې کوره کېږي،دابه ټول ترورېستان اودحکومت مخالفين وي ،اوپه هغه سيموکې چې نن پرې دپولې له هغې خوا توغندي توغول کېږي ،په ناقانونه بڼه مېشت شوي وي،اودافغان حکومت په خلاف به جنګېږي،څومره دافسوس خبره ده چې نن داسې يوڅوک چې دنږدې دېرش ميليونه خلکو زعامت او مشري ورپغاړه ده،يوه اته کلن ماشوم ته ورته خبرې کوي،هېڅ راز شرم نه ورته درېږي،اودټولوخلکوسترګوته خاورې ورشيندي،ميډيايې هم ړنده اوکڼه کړه،نور ولس خويې لا لس کاله پخواپه ټپوکړى دى، نو داپخپله هغه څه دي چې د ولسمشرلپاره دخلکوپه فکرونوکې بېلابېلې پوښتنې را ولاړوي.
خوپه ننګرهار کې د سرحدي زون قوماندان جنرال امين الله امرخېل په دې اړه ډېرې هلې ځلې وکړې،ترڅو دې پېښوته دحل يوه لاره پيداکړي،خوکله چې ترې عاجزشو نو يې له لوړو مقاماتوسره اړيکې ونيولې ترڅو ورته دځوابيه بريد امراو اجازه وکړي،اوپاکستان ته دا وښايي چې افغان پوليس اوس په ځان کې داوړتيا لري چې له ځان او خپلې خاورې څخه دفاع وکړي،اوله مرکزي دولت څخه يې داغوښتنه هم وکړه چې يادې پرپاکستان دبريد اجازه ورکړي او يادې په مرکز کابل کې د پاکستان سفارت وتړي ترڅوپاکستان ته معلومه شي ، هغه تردې پورې وويل که چېرې ماته دولسمشر لخوانه امر وشي نو زه به په يوه ساعت کې دپاکستان شل کيلومتره خاوره ترې ونيسم، امرخېل وويل چې ما دکونړ او ننګرهار له خلکوسره ژمنه کړېوه او ډاډمې ورکړى وو، چې زه به حتماً دې ستونزې ته يوه دحل لاره پيداکوم،خوپه تاسف سره بايد ووايوچې داسې غوږپيدانشو چې د جنرال امرخېل خبرې واوري او داسې دماغ نه وو چې ددپه خبرويې فکر کړى واى داخوپه افغانستان کې يوه اهمه خبره ده هرهغه څوک چې خپل هېواد او هېوادوالوته ژمن وي او خدمت کوي،نو هغه مجرم دى،هغه د دولت دښمن دى،اوهغه نشي کولاى چې ددې دولت په چوکاټ کې خپل ايمان او وجداني رسالت دخپل ولس پروړاندې روښانه او ښکاره کړي.


همدا وو چې د چنګاښ په نهمه نېټه يې خپله استعفا دکورنيوچارو وزارت ته وړاندې کړه،او ويې ويل نه غواړم چې يوه تاريخي بې غيرتي مې په تصيب شي،اودکونړ ولايت خلک راباندې په تاريخ کې ناوړه قضاوت وکړي ،خوتراوسه لا دامعلومه نده چې استعفايې منظوره ده اوکنه، هغه زياته کړه،چې څوځله يې له مرکزي دولت سره تماس نيولى او دپاکستان په خاوره دمتقابل بريد غوښتنه يې وکړې خو يوځل هم ونده منل شوې،نو نور بس دى اونه غواړي چې داسې دبې غيرتۍ په فضاکې ژوند او وظيفه وکړي.
جنرال امين الله امرخېل مخکې له دې چې په ننګرهارکې دسرحدي زون قوماندان وګمارل شي ،مرکزکابل کې دهوايي ډګر عمومي قوماندان وو،چې له څه مودې فعاليت وروسته په بډواخستو تورن او له کاره ګوښه کړاى شو،خو وروسته بېرته په همدې دولت کې په دنده وګمارل شو،چې دلته دده په حق کې دتېر تور په اړه فيصله کېداى شي چې درشوت اوبډې اخستنې په تور تورن شوى وه،په ډاګه معلومه ده چې هغه هم يوه دسيسه وه چې ښاغلي امرخېل ته دهغوکړيولخواجوړه شوې وه،چې نه يې غوښتل ،څوک دې هېواد ته خدمت وکړي.
دپاکستان لخواپه افغانستان باندې دبريدونوپه اړه تېره ورځ دولسي جرګې غونډې ته د افغانستا ن ددفاع وزير عبدالرحيم وردګ،دکورنيوچارو وزيربسم الله خان محمدي،دسرحدونو،قومونواوقبايلوچارو وزيراسدالله خالد او د ملي امنيت رئيس رحمت الله نبيل ورغوښتل شوي وو او دوکيلانو پوښتنوته يې دپاکستان لخوا په افغانستان دبريدونو په اړه ځوابونه وويل، چې په پاى کې ددوى ځوابونه دملت استازيوته دقناعت وړ نه وو،پرېکړه وشوه چې پارلمان به هغوسيموته چې بريدونه پرې کېږي يو ځانګړى هيئت واستوي ترڅو يې له نږدې څخه بر رسي کړي، خو دافسوس ځاى دى چې موږافغانان په جنګ کې هم ګوړې وېشو،هلته مو په کورونو دګوليواو توپونو باران ورېږي او دلته موږ دپېښې دڅېړلولپاره هيئت استوو،خير دا دهيئت تعينول اوس دافغان دولت يو عادت ګرځېدلى چې تل يې ترسره کړى خو هېڅ نتيجه يې هم نده ورکړې.
بل خوادايران په کنفرانس کې ولسمشر کرزي ددې برېدونوپه اړه يو توند اعتراض وکړ خو پاکستاني لوري دولسمشر کرزي خبرې په کلکله رد کړې چې ګواکې دپاکستان له خاورې په افغانستان بريدونه کېږي، هغه وويل چې کېداى شي کوم يو توغندى په سهوه يا غلطۍ کې دې خواته را اوښتى وي، خو دايې ونه منله چې دوى په قصدسره پرکونړاوننګرهار بريدونه کوي پاکستانى لورى پخپله ګيله من ښکارېده او ويې ويل چې دافغانستان له خاورې دياکستانيو طالبانو يوه ډله هغه هېواد ته اوړي خپل عمليات کوي اوبېرته افغانستان ته را اوړي.
مخکې به يواځې ځمکنۍ حملې کېدې خو اوس هوايي ځواک اوبمبارد هم ورسره مل شوى دى،چې پرون يې هم نهه ځله هوايي بمبارد کړى دى.
ځينې دسياسي چارو کارپوهان بيا روان مشکلات چې افغانستان ،سيمې اونړۍ ته پېښېږي يواځې او يواځې دغرب يوه لوبه ګڼي اووايي غرب غواړي اوبه خړې کړي او خپل کبان ونيسي،دوى زياتوي ، چې افغانستان ته خو بهرني ځواکونه ددې لپاره راغلي دي ترڅو په دې هېوادکې ،سوله او امنيت راشي،نوبيا ولې دوى دپاکستان په دې کړنو سره چپ او بې طرفه دي، نن په افغانستان کې له څلوېښت هېوادونو دزياتو ځواکونه مېشت دي، خويو کمزوى هېواد چې دوى ورته مازې پښې هم ودربوي نو بيابه په سترګوهم ونه ليدل شي، ددوى په شتون کې په افغانستان بمونه او ګولۍ وروي ،چې دلته داپه ډاګه کېږي چې داهرڅه په رښتيا هم د امرياک او غربيانو لخوايوه لوبه اوپه لاره اچول شوى بزنس دى.
داسې ويل کېږي چې امريکا پاکستان لمسوي چې په افغانستان بريدونه وکړي تر څو افغان حکومت دې ته حاضرشي چې له امريکا سره ستراتېژيک تړون لاسليک او هغوى ته په خپله خاوره کې نظامي هډې ورکړي.