کور / تازه خبرونه / فراه: ٣٢ تنه ماين پاکان تښتول سوي دي

فراه: ٣٢ تنه ماين پاکان تښتول سوي دي

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالي کي د ډافا د ماين پاکۍ موسسې ٣٢ تنه ماين پاکان د وسله والو له خوا تښتول سوي دي.
په فراه کي د ډافا رئيس عبدالسميع له آزادۍ راډيو سره په مرکه کي وويل د ماين پاکۍ کارکوونکي نه سياسي او نه نظامي چاري ترسره کوي، بلکي د عامو خلګو د غوښتني پر اساس د هغوى له مځکو او چاپېريال څخه ماينونه پاکوي.
هغه وويل د دوى ملګري بېله کومي وسلې د خپل کار ساحې ته ځي او هلته د بشر خدمت کوي او له مرګه يې ژغوري.
نوموړي هيله څرګنده کړه چي وسله وال تښتوونکي به د دوى ملګري ژر خوشي کړي.