طالب جنګياليو په خپله ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي په پروان کي د ناټو هليکوپتر دوى وويشت او را ويې غورځاوه . د ويب پاڼي په وينا چي په دې هليکوپتر کي نهه تنه سپاره ول چي ټولو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دئ .
ناټو لراوبر ته په يوه اعلاميه کي په پروان کي د خپلي يوې الوتکي د رالوېدو پخلى کړى و خو پکښي ويل سوي وه چي پېښه تر پلټني لاندي ده او لومړني معلومات ښيي چي هليکوپتر په ډزو نه دئ لګېدلى .