کور / تازه خبرونه / کندهار: په ژېړۍ ولسوالي کې دوه شکمن طالبان ونيول شول

کندهار: په ژېړۍ ولسوالي کې دوه شکمن طالبان ونيول شول

دکندهار يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په ژېړۍ ولسوالي کې دوه کسان نيولي دي . دغه کسان طالبانو ته په مرسته تورن دي خو لا تر اوسه افغان چارواکو رسماڼ په دې اړه څه نه دي ويلي . سيمه ييز اوسېدونکي هم ددوو کسانو پرنيونه  څه نه وايي . داهغه ولسوالي ده چې تېر کال خورا نا ارامه وه او سږ کال يې کاناډايي ځواکونو مرسته پېل کړې ده . البته افغان حکومت هم دژېړۍ ولسوالي سره مرسته کوي .