د کندهار ولايت مقام اوونيزه غونډه د والي په مشري چي کندهار ښاروال ، امنيه قوماندان ، يو شمېر رئېسانو او نورو اړونده کسانو ګډون کړى و ترسره سوه . غونډه د قرانکريم په آياتو پيل سوه او د تل په څېر ټولو خپل اوونيز راپورونه وړاندي کړل او په اړه يې لارښووني ، او اړونده کسانو ته د ځنو کړنو په اړه وظيفې ورکړل سوې او په راتلونکې اوونيزي غونډه کي يې د پايلو په اړه د معلوماتو غوښته وسوه .