کور / تازه خبرونه / ټول بد دي كه هغه چي ټولو ته بد وايي؟!!(دريمه او اخري برخه )

ټول بد دي كه هغه چي ټولو ته بد وايي؟!!(دريمه او اخري برخه )

• گمان نه كوم چي ته به هم له هغو څخه وې چي وايي: دين له مدرسې بهر نشي زده كېدى او د دين په اړه له هغه چا پرته بل څوك د څه ويلو حق نه لري چي له كومي مدرسې ئې د فراغت سند نه وي ترلاسه كړى!! خو ما ته اوس معلومه شوې چي ډېر مدرسو ته د سند ترلاسه كولو لپاره درومي نه په دين د پوهېدو لپاره، دين او علم ئې همغه د وروستي امتحان په غرفه كي ترې پاته شي، فقط د سند په نامه له يوې پاڼي سره ترې راووځي، په مدرسه كي په دين د پوهېدو طريقه او د دين الف باء زده كړي، خو هملته په كتابونو كي ترې پاته شي، د دين په حقيقت هغه څوك پوهېدى شي چي د سند ترلاسه كولو او د يوې حرفې موندلو په موخه نه بلكي د دين په رڼا كي د ژوند كولو په موخه د ديني زده كړي لپاره ملا تړي، داسي كس هم په مدرسه كي دين زده كولى شي او هم له مدرسې بهر، يقيناً چي دين د دعوت او جهاد په سنگر كي زده كېدى شي، نه له دې پرته، كه څوك دا خبره نه مني نو موږ ته دي يو پيغمبر راوښيي چي دين ئې په مدرسه كي زده كړى وي، قرآن صحابه وو ته وايي: په دين كي د تفقه حاصلولو لپاره له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په جهادي سفر ووځئ: … فَلَوْ لا نَفَرَ مِن كلّ‏ِ فِرْقَةٍ مِّنهُمْ طائفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فى الدِّينِ وَ لِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيهِمْ لَعَلَّهُمْ يحْذَرُونَ. التوبه: ، 122 يعني له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د ملگرتيا په ترڅ كي به عملاً ديني مفاهيم زده او تمرين كړئ، قرآن دين د صراط، منهج، شريعت په نامه يادوي، چي لاروى ايجابوي نه يوازي زده كړه، دين مجرده نظريه نه ده، تگلاره او كړنلاره هم ده، هغه څوك يوه لار سمه پېژندى شي چي پرې ولاړ شي، كه چا ته په يوې نقشې كي لس ځلي يوه لار وروښيې دومره سم نشي پرې پوهېدى لكه چي يو ځل عملاً پرې ولاړ شي. قرآن د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام د ملگرتيا په قصې كي دا مطلب موږ ته ډېر ښه واضح كړى، هلته چي وايي: موسى عليه السلام خضر عليه السلام ته وويل: آيا كېدى شي ستا متابعت او ملگرتيا وكړم او د علم او رشد هغه څه رازده كړې چي تا ته ئې علم دركړى شوى؟ دا آيت ښيي چي موسى عليه السلام د علم ترلاسه كولو لپاره د خضر عليه السلام خوا ته تللى خو دا عملي علم وو نه نظري علم، د خضر عليه السلام په متابعت او ملگرتيا كي ئې ترلاسه كولى شو نه د درس په كومي ناستي حلقې كي، كه تاسو د همدې قصې پاتې برخو ته په دقت سره ځير شئ نو وبه گورئ چي خضر عليه السلام خپل شاگرد له ځان سره په سفر روان كړى او د همدې سفر په دوران كي ئې هغه ته څو ستر ستر درسونه وركړي. او دا هفه څه دي چي د التوبې د سورې په 122 آيت كي راغلي، هلته هم عملي زده كړي ته اشاره شوې نه نظري زده كړي ته، د نفير په حالت كي زده كړه، نه د قعود حالت كي زده كړه.
• ما دين داسي زده كړى: د كورنۍ له غېږي مي ديني احساس او جذبه ترلاسه كړه، په ځوانۍ كي مي پرېكړه وكړه چي په بشپړه توگه به په اسلام كي ننوځم او خپل ټول ژوند به د اسلام په رڼا كي تېروم، كله چي له كمونيستانو او پر دين د دوى له بريدونو سره مخامخ شوم نو له خپل دين دفاع او دين ته د نورو د رابللو كار ته مي ملا وتړله، له هري پېښي سره چي مخامخېدم نو هڅه مي كوله چي وگورم قرآن په دې اړه څه لارښوونه كړې او شريعت څه حكم كوي، دغه تصميم په قرآن پوهېدو ته هڅولم، په دې توگه ما ورو ورو دين زده كړى، گمان كوم چي د دين د زده كړي تر ټولو غوره او عملي لار همدا ده. پر رسول الله صلى الله عليه وسلم ټول قرآن يو ځل نه دئ نازل شوى، ورو ورو او پېښو ته په پام سره نازل شوى.
• زه هغو خلكو ته حيران يم چي ټولو افغاني ډلو ته له يوې خو له توري عينكي گوري!! آيا دا ډېر ظالمانه او نامردانه قضاوت نه دئ چي څوك حزب اسلامي له هغو ډلو سره مقايسه كوي چي نن د امريكايانو په چوپړ كي دي، پرون د روسانو او كمونيستانو، د نورو په لاس او له هېواده بهر جوړي شوې، د دين د دښمنانو مرصاد ترې جوړ شوى، آيا دا لوى ظلم نه دئ چي څوك د هغو جگړو تور حزب ته هم راجع كوي چي د كمونيستانو له نسكورېدو وروسته رامنځته شوې، ډېر سفيه او كمعقله انسان به په دې نه پوهېږي چي دا جگړي د مسكو، واشنگټن او د دوى د منطقوي حليفانو له لوري رامنځته شوې، ټولو په گډه غوښتل چي د جهاد دا تجربه ناكامه كړي او د اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي، سعودي، ايران، پاكستان او په دوى پوري تړلې افغاني ډلي په دې گمارل شوې وې چي د جگړو اور بل وساتي، كوم بهرنى او كورنى ائتلاف چي نن روانه جگړه پر مخ بيايي همدا ائتلاف هغه مهال هم د هغي جگړي تر شا وو، زه نه پوهېږم د يوه افغان او مسلمان ايمان او عقل څنگه دا ورسره مني چي مظلوم حزب او په ملي او بين المللي كچه تر بريدونو لاندي حزب په داسي تور تورنوي چي يوازي شيطان او د شيطان ملگري ئې پر حزب لگوي!! آيا دا اشتباه ده چي موږ د رباني او سياف په څېر اشخاصو سره اتحاد ونه كړى شو؟ كوم باضميره انسان به دې ته د يوې اشتباه په سترگه گوري؟! آيا موږ ملامت يو چي دوى پرون له كمونيستانو، روسانو او ايرانيانو سره ملگري شول او نن له امريكايانو سره؟!! آيا حزب ملامت دئ چي طالبان د انگرېزانو او پاكستانيانو په وينا، او د دوى په مالي، نظامي او تبليغاتي مرستو له حزب سره وجنگېدل؟! نن چي زه د ليبيا د مخالفينو په گټه د غربي رسنيو تبليغات اورم نو هغه تبليغات رايادوي چي بي بي سي او امريكا غږ به د طالبانو په گټه كول!!
• څوك چي د ټولو افغاني اسلامي ډلو پر سر په يوه څټك مېخونه ټك وهي، د ټولو په ضد له يوه ټوپك ډزي كوي، ټول په يوه غشي په نښه كوي، ټول يو شاني ملامتوئ، په هري ليكني او وينا كي ئې د توري تېره څوكه د دوى لوري ته غځېدلې وي، داسي قضاوت ئې هم د ايمان خلاف دئ، هم د عقل او هم د عدل، د ډلو په اړه به د خپل ذهني معيارونو له مخي قضاوت نه كوو، د كومي پېښي يا د كومي قضيې په اړه د هغه دريځ به معيار نه نيسو بلكي قضاوت مو بايد پر دې بنسټ وي چي په كومي ډلي كي ښه خلك تر بدو زيات دي، د ښېگڼو تله ئې تر بدو درنه ده او ښه كارونه او دريځونه ئې تر غلطو زيات دي، كه چا ته داسي ډله په نظر ورغله چي په هغي كي تر حزب زيات صالح كسان راغونډ شوي وي، له عملي، فكري او تنظيمي پلوه تر حزب وړاندي يا له حزب سره برابري كولى شي، د قدامت او سابقې له پلوه تر حزب وړاندي وي نو موږ ته دي هم آدرس راكړي چي ورسره يو ځاى شو. په دې شرط چي دوى به تر موږ وړاندي ورسره يوځاى كېږې، داسي نه چي دوى به د خير پر غونډۍ ناست وې او هغه مهال به بيا هم ټول احزاب تر بريدونو لاندي نيسي!! دا ځكه چي له جومات بهر او په كوم امام پسي له اقتداء پرته يوازي لمونځ كول جائز دي، خو له كوم جماعت سره له تعهد پرته او له كوم امير سره له بيعت پرته ژوند حرام دئ او په داسي حال كي مرگ د جاهليت مرگ دئ، كه څه هم داسي كس پر ځان ډېر غره وي، تر فرشتې هم ځان پاك لمنى گڼي او بهانه ئې دا وي چي د فرشتو ډله لټوم!! د هغه چا هڅي نه يوازي باطلي او بې گټي دي چي د يوه جماعت په صف كي په كار بوخت نه وي، بلكي اكثراً اسلام او مسلمانانو ته د گټي پر ځاى تاوان رسوي، دوى د مسلمانانو جماعت د دښمن په گټه تضعيفوي، دښمن له افرادو تر هغه وېره نه لري چي بېل بېل وي، هغه مهال وېره كوي چي افراد سره راغونډ شي او د مضبوط صف جوړولو امكان ئې رامنځ ته شي، دښمن هغه خلك خوښوي او شاباسى وركوي چي د يوه صف د جوړېدو او مضبوطېدو مانع گرځي، خو د مصلح او اتحاد غوښتونكي په نامه!! يقيناً چي په يوه صف كي ضعيف انسان تر هغه پياوړي او مغرور انسان ډېر ډېر غوره دئ چي له صف څخه بهر بوخت وي.
• آيا له ديني او علمي پلوه دا قضاوت صحيح دئ چي د يوې ډلي موفقيت او عدم موفقيت له دې مخي وټاكو چي سياسي قدرت ئې ترلاسه كړى كه نه؟! كه دا قضاوت غلط ونه گڼو نو بيا خو به له نوح عليه السلام تر عيسى عليه السلام پوري، له داؤد او سليمان عليهما السلام پرته، ټول هغه پيغمبران ناكام گڼو چي په قرآن كي ئې نومونه ذكر شوي، يو ئې هم نه دئ توانېدلى چي د خپل هېواد سياسي اقتدار ترلاسه كړي. ولي حزب اسلامي په دې محكوموئ چي په كابل كي ئې لاتر اوسه حكومت نه دئ جوړ كړى؟!! پر كابل له پېړيو رادېخوا هغه چا حكومت كړى چي د انگريز او روس په شان پياوړي بهرني حاميان ئې درلودل. حزب په دې دليل نه دئ توانېدلى چي پر كابل حكومت وكړي چي نه يوازي بهرنى حامي نه لري بلكي ټول ذيدخله بهرني ځواكونه د هغه حكومت نشي زغملى، د حزب له مشرتابه سره د كوم شخصي عداوت له كبله نه بلكي له اسلام سره د دښمنۍ له كبله، همغسي لكه چي اخوان المسلمين، جماعت اسلامي او نورو اسلامي ډلو ته د اقتدار له لېږد سره په ملي او بين المللي كچه مخالفتونه شوي او دوى نه دي توانېدلي د دغو ځواكمنو دښمنانو مقابله وكړي او اقتدار ترلاسه كړي. آيا ستا له نظره دا ټولي ډلي په همدې دليل د محكومولو وړ دي چي اقتدار ته نه دي رسېدلې؟!
• كمونيستان د مجاهدينو او حزب اسلامي په اړه وايي چي ناكام شول، يوه ئې ليكلي چي حزبيان دي وگوري چي خپل خداى په كومي گناه نيولي!! ځيني ناپوه او له ديني معيارونو بې خبره مسلمانان هم د كمونيستانو په څېر قضاوتونه كوي او موږ ناكام گڼي!! د بريا او عدم بريا په اړه د دوى معيارونه سره ورته دي، قرآن وايي چي منافقينو به د مؤمنانو په اړه دغسي قضاوت كاوو، كله چي به مؤمنان له كړاوونو او فتنو سره مخامخ شول نو دوى به ويل: د خداى په عذاب اخته شوي: جعل فتنة الناس كعذاب الله، خو قرآن د همدغو مؤمنانو په اړه فرمايي چي ستره بريا ئې په برخه شوې: ذلك هو الفوز العظيم، الحمد لله موږ بريالي يو، زموږ رب چي له موږ سره څه كړي پرې راضي يو، د كمونيزم او شوروي اتحاد په ضد په خپل جهاد كي بريالي شوو، د صليبي ځواكونو د يرغل په ضد په خپل جهاد كي بريالي يو، دواړو ته وايو: په خپلو قضاوتونو كي عجله مه كوئ، لږ نور صبر وكړئ، فانتظروا إنا معكم منتظرون. ځيني بيا داسي هم دي چي د وسلو او پيسو نه درلودل د عدم بريا نښه گڼي، دا چي حزب نشي كولى خپلو مجاهدينو ته سرف موټرونه، موټر سيكلي او وسلې وركړي، په ډېرو وسلو او پيسو ئې ونازوي، په دې او هغه ملك كي ئې وروزي، او له هغه ځايه ئې مجهز او اكمال شوى داخل ته د عملياتو لپاره ولېږي، د بې كسۍ، بې وزلۍ او ناتوانۍ نښه او ځيني ئې د بې تدبيرۍ نښه گڼي!! خو موږ ئې د استقلال، خپلواكۍ او ايمان نښي گڼو، حزب هم كولى شو له امريكايانو سره روغه جوړه وكړي، او هغه امتيازات!! ترلاسه كړي چي نورو ته په برخه شوي، دا ئې هم كولى شو چي په كوم گاونډي هېواد ځان وپلوري او پيسې او وسلې ترلاسه كړي، او بيا يو ځل د خپلي خوښي او درې ځلي د حامي او مربي د خوښي عمليات وكړي!! خو حزب خپل رب ځان ته كافي وگڼلو او په خپلو ذاتي امكاناتو ئې د جهاد پرېكړه وكړه او خپله خپلواكي او استقلال ئې وساتو. كه څوك دې ته ناكامي وايي نو هغه په خپله د اسلام په پېژندو كي ناكام شوى.
• تا په دې ليك كي هم او تر دې وړاندي په ځينو ليكنو كي هم د خميني داسي يادونه كړې چي گواكي د خپل تدبير په مټ وتوانېدو اقتدار ترلاسه كړي!! داسي قضاوت هغه څوك كولى شي چي يا د ايران او د ايران د انقلاب له واقعيتونو خبر نه وي، يا خميني نه پېژني او نه پوهېږي چي هغه څنگه قدرت ته ورسېدو او كله امام شو. خميني نه د خپل علم له مخي امام شوى او نه د خپلي مبارزې له كبله، حوادثو امام كړ، كه نه منې نو ما ته د ده يو علمي كتاب راوښيه، كه نه منې نو ما ته ووايه چي هغه تر انقلاب وړاندي قائد او امام شوى او كه تر انقلاب وروسته؟ انقلاب د خميني پلويانو نه بلكي د مجاهدين خلق غړو كړى، دوى د شاه له سقوط څخه څو مياشتي وړاندي خميني له ځان سره ملگرى كړ او پاريس ته ئې له ځان سره بوت، هغه د پاريس له لاري تهران ته رسېدلى، كله چي ما دا ليك درته ليكلو د بني صدر مركه مي اورېدله، هغه له انقلاب وروسته د ايران لومړى جمهور رئيس وو، په خپلي مركې كي ئې ويل: زموږ لومړۍ ستره اشتباه دا وه چي پر خميني مو اعتماد وكړ، گمان مو كولو چي هغه د قدرت وږى نه دئ، له بري وروسته به قم ته درومي، له موږ سره ئې همدا ژمنه كړې وه او دا ئې راسره منلې وه چي په ايران كي به جمهوري نظام اعلانوو، خو دا ئې ويل چي جمهوري اسلامي، موږ ورته وويل: جمهوري اسلامي يعني څه؟ ده وويل: لكه دغه د فرانسې جمهوري!! ما د ايران له انقلاب وروسته د جمهوري رياست په ماڼۍ كي له بني صدر سره ليدنه درلوده، غوږونه ئې په اوږدو بيټلي وېښتانو كي پټ ول، داسي مي انگېرله لكه چي موسى شفيق مي مخي ته ناست وي، ته حتماً خبر يې چي د ثور له كودتا وروسته له غرب سره دا وېره راپيدا شوه چي ښايي په ايران كي به هم كابل ته ورته پېښه رامنځته شي او دلته به هم د مسكو پلوي ډله او په سيمي كي د كمونيزم باني او مؤسس حزب (توده) د كومي كودتا له لاري قدرت ترلاسه كړي، نو ځكه ئې دا پرېكړه وكړه چي شاهي رژيم د يوې داسي ډلي په لاس نسكور شي چي مركز ئې په پاريس كي وو، مجاهدين خلق ته ئې دا دنده وسپارله، شاهي رژيم د دغه حزب په لاس نسكور شوى او د دوى د يوې اشتباه په نتيجه كي خميني رهبر او امام شو!! همغسي لكه چي د افغان مجاهدينو د اشتباهاتو په نتيجه كي ځيني كسان مشران او رهبران شول!! باور وكړه چي خميني داسي امام شوى لكه مرحوم مولوي محمدي چي امير شو!! البته له ځينو توپيرونو سره. زموږ د اشتباه باعث هغه اتحاد غوښتونكي ول چي ځيني به ئې د آى اس آى له لوري توظيف شوي وو او ځيني د سعودي، منصوبه به ئې دا وه چي مجددي، رباني يا سياف راوړاندي كړي، چي دا كار به ئې وكړ بيا به پاكستاني جنرالانو امريكايانو ته؛ حتى په خپلو مركو كي وويل: دا دئ ستاسي د خوښي مطابق پرېكړه مو وكړه، هسي پر موږ بدگمان وئ چي د بنسټپالو مرسته كوو، دا مرسته يوازي د مقاومت د دوام په موخه وه، دا دئ بنسټپال مو شا ته كړل او اعتدال غوښتونكي مو راوړاندي كړل!!
• تا د تركيې يادونه هم كړې، خو حتماً به پوهېږې چي غربي ځواكونو د تركيې اوسني واكمنان د دې لپاره منلي چي كه دوى ئې نه وى منلي نو د تركيې اقتدار به د مرحوم اربكان په څېر شخصيتونو په لاس كې پرېوتو، او ښايي دې ته به هم متوجه وې چي په تركيه كي د مسلمانانو د بريا يوه لويه وجه د شوروي په ضد د افغان جهاد بريا وه، د دغه مبارك جهاد له طفيله اسلامي امت راويښ شو، د اسلامي ډلو ملاتړ ته تشويق شول، ځينو په جهاد لاس پوري كړ او ځينو د مبارزې بل ډول غوره كړ، كه څوك د تركيې د اسلامي نهضت مخكنى حالت او له افغان جهاد وروسته حالت سره مقايسه كړي نو دا حقيقت ورته جوت كېږي. په تركيې كي د اردوگان بريا داسي ده لكه چي غرب د حزب په ضد يو ځل شوراى نظار او جمعيت راوړاندي كړل او بيا طالبان، له دې توپير سره چي د تركيې ولس خپل اوسني واكمنان د تركيې د اسلامي نهضت وارثان گڼي او له همدې كبله د دوى تر شا ودرېدلي، خو دا افغاني ډلي ئې د پيسو او وسلو په زور قدرت ته ورسولې. هر چا ته دا حقيقت معلوم دئ چي كه د نجيب حكومت له نسكورېدو وروسته انتخابات ترسره شوي وى نو د ملت غوڅ اكثريت به حزب اسلامي ته رأيه وركوله، غرب او غربپالو له همدې كبله هغه مهال له انتخاباتو سره مخالفت كولو او په ظاهر كي ئې د لويي جرگې دائرولو سپارښتنه كوله او په پټه ئې له مسكو، تهران، رياض او اسلام آباد سره په مشوره د شمالي ائتلاف په لاس د كودتا منصوبه جوړوله!! ښايي تا ته به دا هم معلومه وي چي د همدي اردوگان حكومت چي اكثريت تركانو رأيه وركړې نږدې وو د يوې عسكري كودتا له لاري نسكور شي، خو كودتا افشاء او ناكامه شوه او كودتاچيان ونيول شول، ما ته ووايه: كه دا كودتا ترسره شوې او د اردوگان حكومت نسكور شوى وى؛ نو څوك به دي ملامت گڼلو؟! اردوگان، د ده حزب، كه د تركيې ملت؟!! زموږ او هغوى تر منځ توپير دومره دئ چي: زموږ په ضد كودتا بريالۍ شوه، او دا دئ زموږ مصلحين!! د كودتاچيانو پر ځاى موږ ملامتوي!!
• تا د انتخاباتو يادونه هم كړي، هغه ډلي دي هم غندلې دي چي يو مهال ئې له انتخاباتو سره مخالفت كولو خو اوس ئې د امريكا تر سلطې لاندي امريكايي انتخاباتو كي برخه واخيسته، او پر حزب اسلامي دي هم نيوكه كړې چي د انتخاباتو خبره كوي خو عملاً ئې ځنډولي!! موږ نه پوهېږو چي ته څه ويل غواړې؟ انتخابات د يوه اسلامي اصل په توگه تأييدوې او كه د عربي ديكتاتوري نظامونو په څېر انتصابي شورى خوښوې؟ آيا په ټولو افغانانو او افغاني ډلو داسي څوك په نظر درځي چي د هغه ملاتړ وكړې؟ آيا دا معقول اعتراض دئ او كوم عقلمن انسان به ئې ومني چي حزب ولي انتخابات ځنډولي؟ مگر ته نه پوهېږې چي دا انتخابات ولي ځنډېدلي؟ په داسي حال كي چي د حزب مشران څرگندېدى نشي، تر تعقيب لاندي دي، ډېر خلك، حتى ځيني مخكني حزبيان هم، د دې لپاره له حزب اسلامي ځان لري ساتي او د حزب په ضد څرگندوني كوي چي دښمن د يوه حزبي په سترگه ورته ونه گوري، او تر غضب لاندي رانشي، په داسي ظروفو كي به حزب څنگه انتخابات كوي؟ موږ په انتخاباتو باور لرو، د امير انتخاب د مسلمانانو حق او دنده گڼو، په انتصابي او موروثي امارتونو باور نه لرو او هغه د قرآن، سنت او د صحابه وو د منهج خلاف بولو، په حزب كي په وار وار انتخابات شوي، په هېواد كي هم له خپلواكۍ وروسته انتخابات د زعيم او مشر د غوراوي تر ټولو اصلح، احسن، ارجح، آسانه او ډاډمنه طريقه گڼو.
په لوى الله مو سپارم.

د لراوبر يادونه : دې ليکني درې برخي لرلې چي لومړۍ او دويمه برخه يې موږ يو ځاى د جولاى د مياشتي پر پنځمه نېټه پر ليکه کړي وې.