د ناټو لوړ پوړي چارواکي سايمن ګيس په هلمند ولايت کي د دې ولايت د والي ګلاب منګل سره وکتل او د هغه سره يې د ٢٠١٤ م کال پوري د پوليسو پر روزني ، د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او اړونده موضوعاتو خبري وکړې . نوموړي وويل چي د بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو واکي سپارل به لومړى د هلمند څخه پيل سي .