د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن اعلان وکړ چي اسلام اباد ته يې د دې هيواد له چارواکو سره د خبرو په خاطر يو لوړ رتبه هيئت لېږلى دئ.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دغه هيئت له لوړ رتبه افغان امنيتي ځواکونو څخه تشکيل سوى چي د آيساف د ځواکونو غړى هم پکښې دئ نن اسلام آباد ته رسېدلى دئ.
د نوموړي په وينا افغان پلاوى به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په مشرقي سيمو کي د وروستيو حملوپه باب وږغېږي.
بايد وويل سي چي پاکستاني پوځيان له قبايلي سيمو له نيژدې يوې مياشتي راهيسي هره ورځ توغندۍ راغورځوي چي له امله يې د سلو په شاوخوا کي ملکي افغانان مړه سول.