د کندهار چارواکي د ژړۍ په ماکوانو کلي کي د پنځو وسله والو د نيولو ادعا کوي.
له ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه کسان يې پرون د آيساف ځواکونو سره په ګډو تصفيوي عملياتو کي له وسلو او چاودونکو موادو سره يو ځاى نيولي دي.
د خبرپاڼي له مخي د پوليسو لاسته ٢٠ دانې د ګازو ډبې او د بخار دېګونه او پنځه عرادې موټرسايکلونه ورغلي دي.