د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د لومړي ځل دپاره د کندهار والي په مشرۍ پرمختيايي غونډه چي کندهار ښاروال ، امنيه قوماندان او يو شمېر نورو رئېسانو برخه اخستې وه جوړه سوه .
لومړى کندهار والي خبري وکړې او وې ويل چي دا لړۍ يې مخکي ارغنداو ، ډنډ او پنجوايي ته غزولې وه خو اوس يې سپين بولدک ته هم وغزوله .
وروسته د بولدك ولسوالۍ اداري مدير د غونډي كډونوالو ته د خپلو ستونزو او تر سره سوو كړنو په باب پوره معلومات وركړل هغه په ولسوالۍ كي د مامورينو، په ښونځيو كي د مسلكي استادانو د كمښت، د څښاك لپاره د پاكو اوبو د نه موجوديت، د زراعت په برخه كي د كارونو د نه تر سره كېدو په اړه وويل چي دا لومړنۍ ستونزي دي چي بايد د دوى سره پکښي کومک وسي .
وروسته په وار سره د سكتوري ادارو رئسانو هريوه د عامي روغتيا رئيس ډاكټر عبدالقيوم پخلا، د فوائد عامي رئس انجينر عبدالمحمد احسان ، د زراعت رئيس انجينر احمد شاه روشن، د ګمرك نماينده او د پوهني رياست مرستيال نجيب الله احمدي په ياده ولسوالۍ كي د خپلو تر سره كړو فعاليتونو او د خلكو د روانو ستونزو ته د حل موندني په برخه كي بشپړ معلومات وركړل او د كندهار والي لخوا څخه په ځينو برخو كي د موجوده ستونزو د هوارۍ په برخه كي لازمي لار ښووني وسوي .
پاته دي نه وي چي دكندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالي دكندهار ښار ختيځ لوري ته په ۱۸۰كيلو متري كي پرته سرحدي ولسوالۍ ده چي زيات شمير اوسيدونكي يي په تجارت بوخت دي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه