د کاناډا حکومت اعلان وکړ چي له افغانستان څخه يې د جنګي پوځيانو وروستى کنډک و ايستى، خو وايي په دې هيواد کي يې لا اوس هم ٩٥٠ تنه د افغان پوځيانو د روزونکو په توګه پاته دي چي په جنګي چارو کي به ګډون نه کوي.
راپورونه وايي کاناډايي پوځيانو نن په رسمي توګه په کندهار کي خپل ماموريت امريکايي پوځيانو ته وردغاړي کړ.
کاناډا د ناټو لومړى هيواد دئ چي په افغانستان کي جنګي ماموريت پاى ته رسوي.
کاناډا په ٢٠٠٢ کال کي افغانستان ته ٢٨٠٠ پوځيان راوستلي وو، چي ډېره برخه يې په کندهار کي مېشت ول او شاوخوا ١٥٠ تنه يې له لاسه ورکړل.