کور / علمي / چټ کول صحت ته ګټه رسوي

چټ کول صحت ته ګټه رسوي

ســرچـــیـنه : فولکسکرنت – ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲مه، هالنډۍ ورځپاڼه
مـــرکـــچی : مالو فن هینتوم
نېټه : ۲۰۱۱ز کال ، د جولای ۵مه


په هالنډ کي د اتریخت پوهنتون (Universiteit Utrecht) د انکشافي ارواه پوه “سوسن برانیه” په اند چټ کول د ځوان نسل لپاره ښه مصروفیت دئ او ځوانانو ته ګټه رسوي . دا ځکه چي ځوانان دچټ کولو له برکته د خپلو ملګرو سره یو ډول ټولنیزه مرسته کوي او د هغوی څخه د یوازيتوب احساس بېلوي . همدا راز نوموړې زیاتوي، چي د چټ کولو له برکته کېدائ سي یو څوک په ځان ډاډه واوسي.


د فولکسکرنت نومي ورځپاڼي کارکوونکي “مالو فن هینتوم” د “سوسن برانیه” سره د چټ کولو په اړه مرکه کړې، چي تاسو یې د پښتو ژباړي و لوستلو ته رابولم .


پوښتنه : تاسو ولي د چټ کولو په اړه څېړنه کړې، ولي مو د بېلګي په توګه ایس ایم ایس یا د برېښنالیک لېږل ونه څېړل ؟
جواب : ځکه چي چټ کول د مستقیمو اړیکو د ډلي څخه شمېرل کیږي، لکه  په هایفس کي ، او چټ کول عیني لکه د یو چا سره چي د رښتیا مجلس کوې . ((هایفس : د فېس بوک په شاني هالنډی ټولنیزه ویبپاڼه – ژباړن))


پوښتنه : آیا کمپیوټر ته کښېنستل داسي نه دي، لکه د یو چا څخه چي ځان پټوې ؟
جواب : نــــــــــــــه، زموږ څېړنه دا خبره ردوي . چټ کول منفي ټکي نه لري او داسي هم نه ده، چي که ځوانان د چټ څخه ماسېوا مستقیماً د نورو سره په اساني اړیکي لري، نو دوی  تر هغو ځوانانو ښه دي، چي شرمیږي او یوازي د چټ د لاري تماس لري، خو لنډه دا چي چټ کول مثبت ټکي لري . چټ هغو ځوانانو ته ګټه کوي، چي په مستقیمو اړیکو کي کمزوره وي او د چا سره ځکه مخامخ سمي خبري نه سي کولائ، چی شرمیږي . دا ډله ځوانان، چي په مخامخ اړیکو کي کمزوره دي، د چټ کولو د لاري خپل ځان په ټولنیز ژوند کي ماهره کوي . دوی خپل ځان په یوه داسي ماحول کي د زیاتو اړیکو څخه برخمن کوي، چي دوی په امن کي وي، ددوی خپله خوښه وي او هر څه یې تر خپل وس لاندي وي .


پوښتنه : چټ کول خو هم دومره چابک دي، لکه د یو چا سره چي خبري کوې، که څنګه؟
جواب : هو بلکل، خو خبره داده، چي په چټ کي څوک آزاد وي او ضرور نه ده، چي ته باید ژر مقابل طرف ته جواب ورکړې . که د چا خوښه وي په آرامي سره پر یوه خبره فکر هم کولائ سي، خو یو شمېر کسان بیا دا نه مني او نه غواړي چي جواب یې وځنډيږي او یا دي یو څوک خپل اکاونټ پر ((مصروف = سور رنګ)) ودروي .


خو په هر حال چټ کول د ځوانانو لپاره د اړیکو ښه لاره ده . په دې اړه مو یوه څېړنه وکړه، چي ۱۹۷ تنو محصیلینو ګډون پکښي کړئ و; دا هغه ډله کسان وو، چي د مستقیمو ټولنیزو اړیکو سره یې ستونزه درلودله .


پوښتنه : تاسو ولي په چټ کولو کي د دوو ډلو ترمنځ فرق کوئ; هغه ملګري، چي د انټرنیټ د لاري یې پېژنئ، انلاین اړیکي ورسره لرئ او هغه چي بېله انټرنیټ څخه یې هم وینئ او ورسره په تماس کي یاست؟
جواب : اکثره وخت زیات شمېر کسان په دې عقیده وي، چي انلاین ملګريتوب څوک د ټولني څخه بېلوي، دا ملګریتوب پوچ، سرسري او د درواغو ياري بولي . همداراز دا کسان په دې اند هم دي، چي د انټرنیټ د لاري د یو چا سره د ملګریتوب له امله هغو یارانو ته وخت نه سي پیدا کولائ، چي بېله انټرنیټه سره ویني .  یعني زیات کسان د انلاین ملګریتوب نتیجې ته خوشبینه نه دي او منفي یې بولي . دا په داسي حال کي چي زموږ څېړنه ددې نظر مقابل طرف  په اثبات رسوي . زموږ د څېړني نتیجه داده، چي انلاین ملګریتوب مثبتي اغېزې لري، چاته د خوښی احساس ورکوي او همداډول د یو کس په رښتیني ژوند کي د هغه ټولنیزی پوهنی قوي کوي . 


پوښتنه :  ولي مو د ((رښتیني ژوند)) کلیمې داسي بل شاني یادي کړې؟
جواب : دا ځکه چي د ځوان نسل لپاره د انټرنیټ د لاري اړیکي داسي ایسي، لکه بېله انټرنیټه چي د یو چا سره په تماس کي وي . کله چي په ۱۹۹۰ کلونو کي انټرنیټ مخ پر زیاتېدو و، نو خلګو فکر کاوه، چي د نړیوال جال د لاري اړیکي منفي اغېزې لري; چي خلګ به د نورو څخه بېګانه کيږي او نور به یو د بل سره نه ویني . خو حقیقت دادئ، چي اوس مهال په تکراري ډول سره د اړیکو نوي الې او امکانات رامنځته کیږي، چي له برکته یې خلګ په ډېره ښه توګه یو دبله اړیکي ساتي . ترهغه وخته، چي ددې عصري امکاناتو څخه په نورمال، عادي، ډول استفاده وسي، نو ستونزي به کمي وي . 


پای