کور / تازه خبرونه / سوډان : شاوخوا دوه سوه تنه پناه غوښتونکي غرق سول

سوډان : شاوخوا دوه سوه تنه پناه غوښتونکي غرق سول

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کي د حکومت له خوا د دغه هيواد د رسنیو مرکز د یو راپور له مخي تېره ورځ، د روان کال د جولای پر پنځمه نېټه، دوه سوه تنه مهاجر هغه مهال غرق سول چي په سور سمندر کي يې کښتۍ ته اور ورته سو.
همداراز ویل کیږي چي پر دغه له منځه تللې بېړۍ د کيوبا بیرغ رپېدئ . د پيښي په اړه څلور تنه یمنيان نیول سوي دي، چي د همدغي کښتۍ د څښتنانو ګومان پر کيږي .

غرق سوي مهاجر هغه افریقایان دي چي په ناقانونه ډول سعودي عربستان ته روان وه.  د رسنیو ذکر سوئ مرکز زیاتوي، چي د مهاجرو له دې ډلي څخه ۱۹۷ تنه د سوډان د ګاونډيو هیوادونو اوسېدونکي وه .
همدارنګه د سوډان په بندر کي د ځینو ویاندانو په وینا يوازي درې تنه ژغورل سوي دي. دوى زیاتوي چي إرتريا دولت ته څېرمه د سوډان د بندر د جنوب په ۱۵۰ کېلومترۍ کي د انسانانو قاچاق هم پیل سوئ دئ .

د موجودو معلوماتو پر اساس حکومتي چارواکي توانېدلي د یوې بلي کښتۍ د تګ مخه ونیسي. ددې کښتۍ په اړه راپور لیکي چي د عیني ځای څخه روانه او د صومالیا، إرتريا او تشاد هیوادو ۲۴۷ پناه غوښتونکي پکښي سپاره وه .

د یادوني وړده، چي په سوډان کي د انسانانو قاچاق په خورا زور سره روان دى او دا يې څوومه پېښه ده. د منځني ختیځ په ناارامو سیمو کي د وزګارۍ څخه په استفاده د قاچاق وړونکو ښه کار جوړ دئ .  همداډول باید یاده سي چي په وروستیو کلونو کي ډېر پناه غوښتونکي نورو هيوادو ته د تللو پر مهال د سوډان ساحل ته نژدې په اوبو لاهو سوي دي.


 
سوډان د افریقا په لویه وچه کي پروت  او د دغي وچي تر ټولو غټ هیواد دئ . په ۲۰۰۹ ز کي یې شاوخوا ۴۱ میلیونه تنه اوسېدونکي درلودل.

سرچینې :
۱. پورتنۍ نقشه د انګلیسي ویکیپيډیا څخه کاپي سوې او بيا پښتو نومونه پر لیکل سوي دي .
۲. فولکسکرنت – ۲۰۱۱ز – د جولای ۶مه، هالنډۍ ورځپاڼه