د کورنيو چارو وزارت خبريالانو ته هغه هلک وښودى چي د کابل په سروبي ولسوالي کي يې نيولى وو.
د حيات الله په نوم دغه پنځلس کلن هلک چي د کندوز ولايت اوسېدونکى دئ وايي د بلوچستان ايالت د کوټي ښار ته د قرآن د حفظ دپاره تللى وو چي وروسته استادانو ځانمرګي ته تشويق کړ.
حيات الله د آزادۍ راډيو ته وويل چي استادانو به همېشه تبليغ ورته کاوه چي که ځانمرګى وکړي جنت ته به ولاړ سي.
هغه وويل مدرسه يې د حضرت عمرفاروق بن الخطاب په نامه وه او شاوخوا ٢٥٠ هلکانو زدکړي پکښي کولې.
حيات الله وويل دې مدرسې ته چي به يو وار څوک داخل سول بيا دباندي نسواى ځني وتلاى او پاکستاني پوليسو به پيره پر کوله.