کور / سياسي / فاسدحکومت، شمالي ټلواله اوتش په نامه طالبان

فاسدحکومت، شمالي ټلواله اوتش په نامه طالبان

                                           امریکا  : خندنۍ موسکا  خونړۍ امسا 


لیکوال  : پروفیسور کابلی والا  – هند


——————————————-


  *… زموږهیواد په کورنۍ کچه دریومعامله ګرو ډلو(فاسدحکومت، شمالي ټلواله اوتش په نامه طالبان ) یرغمل کړی، دا دری واړه ډلې دخارجي دوزخي استخباراتي کړیو غړي دي چې دنده لکه دکلنګی چرګانو په شان دخارجیانوپه اشارو، وسلواوپیسو یوازې جنګول ، جنګیدل اوجاسوسي کول دي او بس…


  * … که ستراتژیک تړون  ووایې اویا نظامي اډې په عام مفهوم دواړه یوشي دي او موخه یې داده چې خونړۍ امریکا غواړي دغه اډې دافغانستان پرخلکو باندې وتپي  اورسمی بازان (جاسوسان )یې هم په دې لټه کې دی چې باید دهغو لپاره په بیلابیلونیرنګونو سره لاره اواره کړي او دغه تورداغ یو ځل بیا دیوه جعلي او ګوډاګي واکمن پر لاس دافغانستان په تیره بیا د پښتنودغاړې غاړه کۍ کړي…


*  … داځکه چې په افغانستان کې اقتصاد پوهان دنورو په اشارو سیاست بازي کوي ، مسلک تري پاتې دی ، سیاست مداران دنورپه اشارو قومي او توکمیز توپیرونه توروي ، فرهنګي مشاورین د فرهنګ پرځاي جاسوسیو اوشرابخوریو ته ګمارل شوي ، ځکه نو دا به ګرانه وي چی دافغانستان پراقتصادي اوفرهنګي اهمیت دې دیوشتمې پیړۍ په دغه حساسه شیبه کې افغانستان ولس خبرکړای شي.


———————————————————————-


دتاریخ په دغه حساس پړاوکې چې انسانان دعلم اوتکنالوژۍ ، پرمختګ او پوهې په لوړتیا کې زیږي ، لویږي او مري ، موږ  افغانان لکه لیونیان اوروانی  ناروغان پرهغه لور روان یو چې هردم اوقدم  مو دنړۍ پرسر دهرچا لپاره  د خندا اوژړا دواړو وړشوي دي. یوشمیرراپورې خاندې او شادو لوبه یې راباندې جوړه کړی ده، یوشمیرنور راته ګوري اوددغه وحشت چی ځانته مو په خپله جوړکړی دژوندي سرکس په شان ننداره کوي .داځکه چې له یوې خوا مو  ډالرښه ایسي دهغو لپاره هره ناوړه دنده چې هرغرضی ځواک راسپاري، دهغې په وړاندې یوازې دخپلې ګټې په خاطرله هرڅه تیریږو اودهغو نارواوې  دسرپه سترګو که  مومور ، ورور ، هیواد وال هم راباندې وژنی په سرلوړی ترسره کوو، تقوا، وفا او پښتواوس خپل ځای بی ایمانۍ، بی وفایې اوبی مروتۍ ته پریښی دی، ځکه نو څوک نه باور راباندې کوي اونه هم یوانسانی قرارداد شته چي هغه ته سره کینواودحق اوناحق په تله کې ځانونه په کې وتلو.  له بلې خوا یوشمیرچې سریی په تنه نه ارزي ، کفایت او درایت یې پردیو په تیره بیا خونړیو اویرغلګروامریکایانوته په خدمت اوچوپړپورې تړلي، هغود ملت پربرخلیک باندې دخپلوبادارانو دپیسو، وسلو او توطیو په زوردومره ناروا کړی چی نه ملت ته ګوري ، نه مذهب ته ، اونه هم ددغه وطن تاریخ ته ، دوی وزیران هم دي ، دوی وکیلان هم دی او دوی جاسوسان هم ، سړی نه پوهیږي چې دوی نورڅه غواړي ، له دغه وطنه نورڅه جوړوي ، دموکراسي یې پلمه کړې ، اوس لوڅ ګرزۍ یودخدای او رسول دلارې لاروی نشته چی دخدای لپاره او دمحمد پرمخ ورته ووایي  دغه کار خو زما له دود ، مذهب او پښتو سره جوړجاړی نه شي کولای ته ولې دغو خارجیانو ته شله یې چې په  وچ زوریې را باندې تپي او دهرچا خندني کوې مو… که ولسمشراودهغه داخله وزیرته ووایې چې په هرات او تخارکې پرشپږکلنه نجلې باندې جنسي تیري شوی (دآزادۍ رادیو دراپورپربنسټ)  که دغه کارستاسې له لورانوسره وشي ، تاسې دغه پوښتنې ته څه ځواب لرئ ؟ فکرکوم ځواب به داوي چې وايی به ، کله چې زموږ پر زوی ، لور او میرمن کټ مټ تیری وشو بیا به ګورو ، خودې ته بیا پام نه کوئ چې ووایي داهم ستاسې لورده ، ستاسې خورده که تاسې له دوی څخه دقانون او هغه ځواک په واسطه چې تاسې ته په حق اوناحق درکړشوی  ننګه ونه کړۍ  ددی مانا داده چې تاسې دومره بی ننګه یاست چې که مو له خپلولورانو اومیرمنو سره کټ مټ عمل وشی بیاهم به هم وایاست چې ګورو به ….


له دغي  یادوني څخه می موخه داده چې موږ دخپل هیواد دبرخلیک په باره کې دومره  بی پروا ، ناخبره اوبی تفاوته یو چې ددغه هیواد تاریخی ، اسلامی او فرهنګي شته والي ته نورنومختوري شوو. زموږهیواد په کورنۍ کچه دریومعامله ګرو ډلو(فاسدحکومت، شمالي ټلواله اوتش په نامه طالبان ) یرغمل کړی، دوی دری واړه ډلې دخارجي دوزخي استخباراتي کړیو غړي دي چې دنده یې لکه دکلنګی چرګانو په شان دخارجیانوپه اشارو یوازې جنګول ، جنګیدل اوجاسوسي کول دی او بس، لس کاله وشول چې خونړۍ امریکا کله یوې ډلې ته دانه وراچوي ، کله بلې ته او کله دریمې ته، داچی په افغانستان کې څه کوي اوڅه چوريی جوړکړی داخو یی جیب خرڅ دی چې نه څوک پوښتنه ترې کوي اونه یې څوک د دوی دخپلوجوړوکړیوجعلي قوانینوله مخي ملامتولای شي. یوې ډلې دموکراسی پلمه کړې چې ټول هیواد یي دفحشا ، شرابواو نڅا کلوبونو په لور هڅولي دی ، بله ډلې قومی او توکمیز توپیرونه پرفحشاوو برسیره پیل کړي او دریمې هغې خوتیاره چاړه ترملا قصابي را پیل کړی چې هرڅه ، هرڅوک په مخه ورځي هغه داسلام په نامه قصابی کوي…  همدغه دری ډلی دي چې هرڅه دوی کوي ، نوم دافغانستان بد او هرڅه ددوی له مخي پرافغاني تاریخ ، پرتم او عقیده باندې زغمل کیږي. پوره دیرش کاله وشول ،چې دافغانستان دستونزې دحل لپاره دپای ټکی څوک نه ګوته کوي ، سور شوروی په وینو لړلي مختور له دغه هیواده وتښتید ، کله چې ( کله پز برخاست جایش سګ ګرفت ) پاکستان ، ایران او په پای کې خونړۍ امریکا یو پربل پسې زموږ د پورتنیو دریوخونړیوډلودپيژندل شوی مرداره خوړونکوټپوسانو پراوږو باندې ځانونه دهم هغو وینوډنډ ته ورواچول، هغه چې شوروي ددوی په مخ کي په کې ولمبید. که خبره د درس او تجربې وای خونړۍ امریکا خو په هرڅه پوهیده نو بیا یی اړتیا څه وه چې له شلوزرو کیلومترو واټن څخه یې ځان دلته را واچاوه اوپرهغه اورباندې چی نوي د شوروي په شرمیدنګ سره مخ په مړکیدو شوبیا له سره دعراق تیل وپاشل اودلته یي دافغان پرککره باندې بیا نوې لمبې بلې کړې؟ خبره روښانه ده ، ددې لپاره یوازنی لامل دادی چې افغانستان وارث نه لري ، یو بی وارث ملک دی هرڅوک چی پرې را غلل ، دهغوی زړه ، څه یې چې زړه غوښتي هغه یې پرې کړي دي، اوامریکاهم دهمدغه سرایله توب دقانون له مخي ځان حقداربولی چي څه یې زړه غواړي هغه به ترسره کوي. یومهال می دهندوستان په اړه دبابرپه لیکنو کې دالوستي وو چې : « هندوستان گاو شیری است هرکه انگشتان تنومند دارد آنرا خوب دوشیده می تواند »له بده مرغه هماغه سرلوړی افغانستان چې واکمنانانو به یې دنورو سیمو او سوبو خوبونه لیدل ،نن دهمدغو دریو بی ایمانو اوبی مروتو ډلو دبی ایماني اوبداخلاقې له امله دنورو لاس کتوی شواونوریي په هرڅه باندې لوبي کوي…


نوې ډرامه :


په دې ورځوکې ددې لپاره چې امریکا بیا دیوڅه  مودې لپاره دآسیا په دغه څنډه کې پښې کلکي کړې وي ، اوس دپوځي  اډو په خبره شخوند وهي اوهغه  یې را منځ ته کړه ، داهغه اصلي ټکی و چې امریکا دهغه دتحقق په خاطر دلته منډې راوهلې او اوس دادی  پرهم هغه ټکي باندې ودریده . خبره داده چې امریکا څه اړتیا وینې چې اوس یې  له لسو کالو وروسته د اډول غاړې ته واچاوه او دغه مساله یې رامنځ ته کړه ؟ بله داچې داخو پوځي اډې وې ولي امریکایی اوافغاني لاسپوڅو مطبوعاتو په یوه اشاره هغو ته د ستراتژیک تړون نوم ورکړ؟ دافغانستان خلک اوس په هرڅه ډیرښه پوهیږي ، دروان کال په لومړیو کي دکرزي اوهغه دلوړرتبه مامورینوله خولې هم د پوځي اډو نومونه وکاریده ، خو ډیره زر دغه نومونه بدله شوه ، پوښتنه داده چې خربوزه او خټکی که هرڅومره په بیل  بیل ډول او بیلابیلو رنګو سره وښیوبیاهم یوه مانا افاده کوي ، چې خبره داسې ده بیانوولي رښتیا له خلکو پټول کیږي او وايي چې نه اډي یوڅه دي او ستراتژیک تړون بل څه ،موږخو خټکی اوخربوزه دیوه څیز دوه بیل نومونه ګڼو. لیکن مانا خو هماغه یوه ده .زما لپاره که ستراتژیک تړون  ووایې او نظامي اډې دواړه یوشي دي او موخه یې داده چې خونړۍ امریکا غواړي دغه اډې دافغانستان پرخلکو باندې وتپي  اورسمی بازان (حکومتي جاسوسان )یې هم په دې لټه کې دی چې باید دهغو لپاره یوه لاره په هرنیرنګ چې وي اواره کړي او دغه تورداغ یو ځل بیا دیوه جعلي او ګوډاګي واکمن په لاس دافغانستان په تیره بیا د پښتنودغاړې غاړه کۍ کړي… زه دیوه افغان په توګه دیوه استاد په توګه چې کلونه کلونه مې ددغه هیواد بچیانو ته یوڅه په صداقت سره ورښودلي ددغه ملت په وړاندې هم دا رسالت بولم او باید ووایم چې موږ عملآ مستعمره هیواد یو، سیاسی ډندرچیان دغو اډو ته دیوه ضرورت بڼه ورکوي، مثالونه هم هند وستان ، کویت ،سعودی، کوریا او نورورکوي ، خو دوی بیا په دي سترګې پټوي چې ووایی هغوی ترموږ خپلواک او دیوه خپلواک تما میت لرونکي هیوادونه دي ، هغوی چي کوم ستراتژیک تړونونه له امریکا اونوروهیوادو سره لاسلیک کوي ، هغه دیوه متقابل ځواک او پاور له مخې دي ، له موږ سره څه دي ؟ کوم ځواک ، کوم پوځ او کوم ملي یووالی ؟


 په دغه اړه زما په نیمګري نظردایو دوه ټکي دپاملرنې وړدی :


۱ – زموږ هیواد یوناپیلی هیواد دی، په یوه داسې موقعیت کې پروت دی چې نژدی راتلونکی دوې پیړې به په اقتصادي ، تجارتی او سیاسي لحاظ دغه اهمیت له لاسه ورنه کړي ، پښتو لنډی ده چې ( داخپل ښایست را باندې  اور شو   لکه قاتل په بدرګه ځان تیرومه )  نن سبا په نړیواله کچه په هره اقتصادي غونډه، کنفرانس او سپموزیم کې دآسیا د دریوڅنډو (مرکزي آسیا ، جنوبي آسیا و لویدیزه آسیا ) په اقتصادي پرمختګونوباندې تاوده او درانه بحثونه کیږي، زه چې د زیاترودغو غونډو ګډون کوونکی یم ، تل له معتبروپوهانواوعالمانوهمدغه یوه خبره اورم چې وایی چې دغه اقتصادي پرمختګ پرته دافغانستان دستونزې له حله ناشوني دی .دغه پوهان په دې اند دي چې افغانستان ددغو ټولنیزاقتصادي پرمختګونوکلي دی ، باید چې ددغه هیواد د برخلیک په اړه دنړۍ هغه ځواکونه چي په اوسنۍ ستونزه کې راښکیل دي ددغې ستونزې دحل په برخه کې صادقانه مرسته وکړي.  دخلیج زیاتره عربی هیوادونه په دغه برخه کې ترامریکاهم دافغانستان بد دښمنان دي ،په دې چې یوشمیراقتصادپوهان داهم وايي چې که افغانستان له اوسني ستونزې راووت ، دغه هیواد دخپل اوسني موقعیت له مخي په آسیا کې په دویمه (دبی ) باندې اوړي، ان چې ترهغه هم زر وده کوي ځکه چی افغانستان په بشري ، تاریخی او جغرافیایی لحاظ تر خلیج اوعربود مهم جغرافیايي موقعیت اوشعوري متمدن انسانی ځواک لرونکی دی …


 که ددغو  اقتصاد پوهانو دغه نظریه په  سلوکې پنځوس هم سمه وي او  یا په افغانستان کی داسې څوک (تش په نامه نومیالی اقتصادی پوهان(یادعاموخلکو په وینا چورپوهان) لکه احدی ، شهراني ، زاخیلوال او په لسګونو نور) وي چې په دغه راز باندې په مسلکي اوعلمي لحاظ پوهیږي ،نوبیا ولی خپل ولینعمت کرزي ته نه وایی چی په دغه علمی اواقتصادی رمز ځان پوه کړه هره ورځ دمیترانوپه شان چپنی سره په دریو اوڅلوروشپو ایران ، پاکستان ته دغوړمالیو لپاره منډې مه وهه ، دخپل هیواد پوله یوازې دیوې میاشتې لپاره دټولو خارجیانو پرمخ ور وتړه ، هرډول تجارتی معاملې ته یې  په پټوسترګوهرکلی مه وایه ، بیا به وګورو چی خبره څه کیږي. له بدمرغه چې مسترکرزي په خپل څنګ دسالمو اقتصاد پوهانو پرځای دمغرضو هیوادو جاسوسان چی دوی کله هم دافغانستان پرداسې اقتصادی وړتیا باندې راضی نه دي کینولي هغوی دمستر کرزي سترګي ورتوروي او ډاروي  یې چې ګواکي ګاونډیان به دا به وکړي ، هغه به وکړي … په داسې حال کې چې دوی دخپلوبادارانوګټې په پام کې نیسی نه دافغانستان ، دوی دلسو کلوپه ترڅ کې په دغه مهمه برخه کې یوه زره پرمختګ ته لاره برابره نه کړه. … داځکه چې په افغانستان کې اقتصاد پوهان دنورو په اشارو سیاست بازي کوي ، مسلک تري پاتې دی ، سیاست مداران دنورپه اشارو قومي او توکمیز توپیرونه توروي ، فرهنګي مشاورین د فرهنګ پرځاي جاسوسیو اوشرابخوریو ته ګمارل شوي ، ځکه نو دا به ګرانه وي چی دافغانستان پرداسې مهم اقتصادي اوفرهنګي اهمیت دې دافغانستان ولس خبرکړای شي.


خبره رالنډوم  دافغانستان دغه موقعیت ، دنړۍ په تیره بیا دآسیا دنویو تجارتي پرمختګونودااوسنی چټکه وده دا نه غواړي چی په لوی  لاس دې یوناپیلی هیواد افغانستان  دپردیو هغه هم دامریکا په پوځي اډو  باندې بدل شي. د ازموږ په ګټه  نه دی څومره چې کیدای شی باید دافغانستان مسلمان ولس ، روڼ اندي ددی پرځای  چې دامریکا دغي نوې توطيی ته هرکلي وایی باید دخپل هیواد دخلکو  دیووالي اویوموټي توب په برخه کې ګامونه پورته کړي ، دوی باید په یوه غږووایي چی افغانستان له تیرو دریو پیړیو را پدیخوا یو نا پیلی هیواد و ، دی اووي. دامریکا دپوځي  اډو په نامه شته والی زموږ داقتصادي ،تجارتي اوفرهنګي ودې راتلونکی ته لوی ګواښ دی ځکه يې دم ګړۍ باید دمنلو لپاره تیاری ونه ښیو.


۲- زه داڅوکاله چیغې وهم چې که هرڅوک دافغانستان دستونزې دحل غوښتونکي وي ، هغوی باید په دې پوه شي چې دا کاریوازې د عدم تشدد اونه زور زیاتي دتګلارې پربنسټ شوني اوممکن دی. پاچاخان ددغه غورځنګ ایدیالی لارښود پښتون و چې په دغه رمز باندې پوه شو او له دغې لارې یې دنیمې وچې د خپلواکی کاروان دبري سرمنزل ته ورساوه. پوره دری لسیزې جګړې او بدمرغۍ نور خپل بدمرغ او نیمه خوا سیوری په وارو وارو دافغانانوترهرکورپوري ورساوه ، په هرکوراوکلي کې دکونډو او یتیمانو فریادونه پورته دی ، دنړۍ خلک قرباني ورکوي ، مبارزې کوي ،یوازې په دی خاطرچې که دوی نارامه شول باید دراتلونکو لپاره خویی یو څه وشي ، له بده مرغه موږ نه یوازې چې ددغو لرلیدونو په اړه مو فکر ونه کړ، بلکی راتلونکو ته مو داسې ستونزو را منځ ته کړې چې د راتلونکو دوو دریو نسلو نوپه قربانیو به هم لا دغه ستونزه روانه وي . دارواښاد ډاکتر نجیب الله له رانسکوریدو وروسته دهیواد دروازی دهرکس اوناکس پرمخ پرانستل شوې ، هسي چې  دافغان انګریزلومړۍ جګړې دانګریزانو په زړونو کې دغچ اخیستنې لمبې ترهغو چي یې  په ۱۸۷۹ کې دویم ځل یرغل نه وکړی په زړونوکي وساتلي ، همداسې دمجاهدینوپه څپاوسره پاکستان هم دجلال آباد دتاریخي ماتي ښه انتقام زموږ له ملته واخیست چي لړۍ یې تراوسه پورې په خپل وحشت او دهشت سره روانه ده ، ایران په عین حال کی هغه پرګرامونه چی دډاکترنجیب الله پرمهال یی افغانستان ته وړاندې کړل چې یویی د(۲۵) زرو شیعه کورنيو بیرته راستندل وو دوی افغانستان ته ولیکل (دلته لیک ما په صدارت او باندنیوچارو وزارت کې لیدلی دی ) چې داکاردوی دښه نیت په خاطرترسره کوي اودغه مهاجریې هڅولي چې باید افغانستان ته راستانه شي … کله چي ډاکترنجیب الله او دهغه لوړرتبه مامورینودښه نیت دغه وړاندیزته هرکلی ووایه ، نو بیا یی دا شرط ورته کیښود چې دغه (۲۵) زره کورنې باید له ایران سره په سرحدی ولایتونو هرات او یا نیمروز کي ځای پرخای شي ، کله چی دافغانستان دولت پرتوطیه پوه شو ، ځواب یی داو چی که دغه کورنۍ افغانان وي ، دوی کلي لري ، ولسوالې او علاقه داري لري ،باید هلته ځای پرځای شي موږ دهغو لپاره دخوندي ساتني ټولې شونتیاوې برابروو …. خو ایرانیانوبیرته دخلکو پروینا قرووي او هغه توطیه يې ترهغه وخت څوچي مجاهدین پرواک شول همداسې وساتله، خو نن وینو چي د (۲۵) پرځای یي د پنځه سوه زرو اجنټانو ته لاره چاره برابره کړه چې اوس یې  په رښتیاهم  دهیواد دمهموښارونو لکه هرات ، غزني ، مزارشریف اوکابل مهم موقعیتونه چور اوچپاول کړل او ددغو ښارونو اصلی اوسیدونکي یي نورو ښارونو ته په مهاجرتونو ناچارروان کړل …


زما وړاندیز  دادی موږ باید هغه تیروتنه بیا  تکرارنه کړو، داډول حریص ګاونډي موږ  په څنګ کي لرو ،دوی په تیرو نژدي شلوکالو  کې زموږ په هیواد کې دننه دکلیو ترکچې  پورې خپلې جاسوسي شبکې په خورا مهارت  سره غزولې دي، بله داچي دوی  له امریکا سره نه یوازې داچی دجوړیدو  او خوندي کیدو احساس نه کوي ،  بلکی زموږ سټه به نوره هم راوباسي  او له دغه هیواده به بیادیوې اوږدې  موده لپاره د خونړۍ او ان کیدای  شي د اتومي جګړې ډګرهم جوړکړي . دم ګړي موږ یوبی لاسو بی پښو هیواد یو، له شپږو لورو اتومي ځواکونو محاصره کړي یو، چین یوپیاوړی نړیوال اتومي ځواک ، پاکستان اتوم ځواک ، ایران د اتومی کیدو په وروستي پړاو کي ، مرکزي آسیا د روس  تر اتومي چترلاندې اتومي ځواک ، هند بل اتومي ځواک دی چې په سیمه کې له پامه نه شي لویدای ، دغواتوم لرونکوموږ بی لاس اوبې پښو خلک له هرې خوامحاصره کړي یو، په دغه محاصره اوښکیلي حالت کی ترټولوښه تګلاره او له ځیرکۍ سره مله پالیسی داده چې موږ یوه خپلواکه نا پیلې ملي تګلاره دځان لپاره وټاکو ، داسې لکه چي سراج الملت والدین امیرحبیب الله خان د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې دهغه وخت دسترنړیوال ښکیلاکي ځواک په مقابل کې غوړه کړه ، امیرحبیب الله خان دافغانستان د نژدې دوو پیړیود واکمنانانوپه ډله کې هغه واکمن دي چي دهغه علمي او سیاسي درایت دافغانستان پوهني او سیاست په برخه کې دیوه مترقی واکمن په توګه په ځانګړي توګه دیادونې وړدی ، هغه لیونی نه و چی پرهغه مهال یي ځان او هیواد په یوه داسې دریځ کې ونیول چي د دویمي جګړې له تاوده ناتارڅخه یي ځان اوهیواد په خورافعال سیاسي مهارت سره پریوه خوا وساتل. نن هم هغه حالات دی ،هم هغسې یو جابرځواک غواړي موږ دخپلو ګاونډیانو غاړې ته ور واچوي. موږ یوبیوزلی هیواد یو، امریکا که په رښتیاهم غواړي موږ په دغه اتومي محاصره له چا سره دښمن نه کړي ، ښه به داوی چی افغانستان په اوسنیوحالاتو کی هم دیوه ناپیلی هیواد په توګه پریږدي اوهم یې باید ملي تما میت ته درناوی وکړي. داسمه ده چې امریکا په سعود ی ، کویت ، او دفارس په خلیج کی همدا اوس پوځي شتوالی لري ، هم هغه کافی دی ، له هغه ځایه هم کولای شی ، هغو نا پاکو موخه ته ځان ورسوی ، هغه چې دآسیایی اوپه تیره بیا یې داسلامي هیوادو دغلام ساتلو په موخه یې په پام کې لري .


لنډه داچی یوهیواد لکه افغانستان چې په داسې یوه اتومي محاصره کی راګیروي ،  په دی باوردی چی دهغه لپاره له یوه داخلي  کوچني پوځه (اردو) پرته چي خپلې ستونزې پرې حل کړای شي دلوی پوځ اړتیا له سره نشته هغه پوځ چې موږ دیوې پیړۍ په اوږدوکې جوړکړی و، په څه شان همدغو یارانو چی نن دافغان پوځ دبیا جوړوني ژمني اوچغې وهي له منځه یووړ، تراوسه پورې یي په ملیونو درنې اوسپکې روسي وسلې له منځه یووړې خو اوس یوه الوتکه نه درکوي او که دریې هم کړي ، دالوزولو اجازه يي باید امریکایان ورکړي … امریکا چې اوس هرڅه په افغانستان کې ترسره کوي داهغه لوبه ده چی دوی یوازی دځان دبوختیا او ددغه هیواد د وروسته پاتي پریښودو لپاره یې ترلاس لاندې نیولي ده ، موږ باید هوښیار واوسو، هرڅوک چی دیوه با ثباته افغانستان پلوی وي باید ددغه هیواد دفرهنګي او اقتصادي وړتیا لپاره لاس په کارشي ، دهیواد دشته والي اوخوندي ساتنې په اړه باید له خارجیانو څخه د دایمی خوندي ساتنې په فکرکې شوپرته له دې، چی هغو ته دپوځي اډو ، او تاسیساتو وعدي ورکړو. موږ بایددهرچا غوږ ته داخبره ورسوو چې زموږ موخه یونا پیلی افغانستان دافغانانو لپاره ډی …


۳-  بله مهمه خبره په دغه ترڅ کې چې باید وویله شي داده ، ترهرڅه دمخه موږ باید ددغو اډو دجوړوړلو لپاره په سیمه اونړۍ کې دخلکو نظریات یا په بله وینا دښکیلو هیوادونو اوملتونو عام ذهنیت هم باید له پامه ونه غورځوو ، کرزی خپل ساز غږوي ، امریکا خپل ، مطبوعات خپل ، خو په دغه باره کې فکرنه کوي چی دکرزي او امریکا له دغه خپل منځي سازښت او جوړښت سره عام خلک څومره موافق دی ، پیشو خو به له خټو جوړه کړي خو ساه به بیا څوک ورکوي ؟ ددقیقو شمیرنو اوعامه عکس العملونو له مخي په سلوکی ترنوی زیات افغانان پوځي اډي نه غواړي دوی داډو پرځان دیوه پراخ نړیوال ملاتړ پلویان دي څوله اوسنیو ستونزو څخه ځان وباسي ، په دی کې شک نشته چې یوشمیر د ورځې په نرخ تش په نامه تحلیلګران داخبره کوي چی ګواکي دپوځي اډو جوړول به ددغې هیلې ضمانت وکړي ، خو دوی بیا داخبره هم  باید په یاد ولري چی دا به دیوې اوږدې او پرله پسې غمزي پیل وي. خونړۍ امریکا خو له خدایه همدا غواړي چي باید یوه پلمه که هغه ددي ملت دملیونو خلکو دوینوپه بدل کي هم وي دځان لپاره پیداکړي ، خوهغوی چې ددې هیواد دخلکواوخپل تاریخي مسوولیت په اړه فکرکوي باید په دغه برخه کی خولي پټي ونه نیسي. ځکه افغانان دغه تړون ته غاړه نه ږدي او نه ورسره جوړیږي .


په پاکستان  کې هم سره له دې چي حکومت یې  دامریکا ګوډاګی حکومت دی خو عامه ذهنیت دادی چې ددغه هیواد دخلکو ډیرکی په افغانستان کې ډپوخي اډو مخالف دي ، ایران خو هسي هم په طبعیی توګه په افغانستان دامریکا داډو مخالف دی اوان چی ګواښ یې هم کړی چې په افغانستان کې به دامریکا موخي او اډي دخپلو توغندیو ترګوزارونو لاندې را ولي. چین په تما مه مانا په افغانستان کی ددغو اډو مخالف دی او نه غواړي چې دخپل هیواد په لویدیزچم ګاونډکې دځان سیال امریکا ته دا چانس ورکړي چي باید دلته اډي ولري. چين په دغه برخه کې له نژدې یوه کاله راپه دیخوا ګواښونه کوي چي که امریکا په افغانستان کي په داسې یوه اوږدمهالی موخه دځان ساتل دلته پلمه کړي نو دوی (چینایان )به هم نوردسیاسي کارواییو پرځاي پوځي کاروایۍ په خپل چم ګاونډ کې پیل کړي. همداسي مرکزي آسیا هم درواخله چي تراوسه پورې د روسیي تر چترلاندې ده ، دافغانستان په دریو شمالي ګاونډیو هیوادوکي داسې روحیه نشته چې باید امریکا دي په افغانستان کې خپل پوځي تیري ته له اوسنۍ  بڼې څخه دپوځي اډو بڼه ورکړي . ځکه مرکزي آسیا همدا اوس په یوه داسي کړکیچن دریځ کې ده چې که یوځل دلته هم دکورنیو جګړو اور بلیده بیا یې مخنیوی په یوه خدای دی. ترک توکمي قومونه په خپلو کی نه جوړیږي ،  دتاجکواو ازبکانو ستونزه بله ستونزه ده چی یوازې دیوه ساده تیلی لګولو ته اړتیا لري …


په مرکزي  آسیا کې په افغانستان کي دامریکایی  اډو جوړیدو لپاره مثبت نظر ګرد  سره نشته. ان په هند کی هم ترکومه ځایه چي دقیقي شمیرنی او سروګانې ښيی  هم دلویدیزد نفوذ پروړاندي سخت عکس  العمل شته دی په  سلوکی نوي  هندیان په افغانستان کی دپوځي اډو  جوړول دپاکستان په ګټه اود هند  پرضد یوه پراخه توطیه انګیري ځکه  یي ان په دولتی کچه له منلو سره  توافق نشته.


لنډه داچې امریکا اودکابل لاسپوڅو او مفسدو  مامورینو له امریکا سره د ستراتژیک تړون په نامه یوه داسې ډرامه پیل  کړې لکه چی له نن څخه یوسلویودیرش کاله دمخه انګریزانوله امیرمحمدیعقوب خان سره دکابل دنیولوپرمهال درلوده ، جنرال رابرت په چل اونیرنګ کابل ونیو ، ظاهرآ یي ټول په دې بوخت وساتل چې یابه یعقوبخان بیرته پرواک کړی اوکه هغه نه و زوی یې موسی جان خو تیا رولیعهد دی له هغه څخه به کارواخلي ، داد ډرامې هغه خوا اوبرخه وه چې خلکوته یې ورښوده ، خودهغې شاته یې بیا بله پرده له امیرعبدالرحمان خان سره پیل کړې وه چې دهغه پرواک کیدل یې حتمی موخه او هدف ول، ځکه چی انګریزانو بله چاره نه درلوده، دوی هغه مهال دخپلو پوځیانو دخوندي اوانګریزي پرتم ساتلو لپاره دتښتې اوبسیاینې یوه لاره لټوله چې هغه په کابل کي دیوه لاسپوڅي امیرله واکمن کیدو پرته ناشونې وه ، اوس هم کټ مټ پروژه روانه ده ، امریکایانو چې کوم پلان جوړکړی هغه تراوسه هم لا دسی آی اي په لاس کې دی خواوس داسې ښکاري چې نورباید هغه دعملي کیدو ډګر ته راوباسي ، ورستي کړکیچ چې اوس یې لکه څوسري   ښامار یوځل بیا افغانستان په خپل ناسورکې را ښکیل کړی په خپله ددغي معاملې دتحقق نښه دی، دکابلبانک بدنامي ، د کندهار زندان ماتیدل، دشمالي ټلوالې ظاهرآ ټوټه ټوټه ښکاریدل ، دلوټ تالان کچه لوړیدل ، دپاکستان له خوا پرله پسې تیري، د باندنیو یرغلګرو پوځیانو د وتلو تبلیغات ،دافغانستان په ملي شورا کې درزونه او جنګونه ، دځانګړې محکمې ښې یا بدې ناندریزې پریکړې، پاکستان او ایران ته حق ناحقه دښاغلي کرزي منډې را منډې  او همداسې دهغو هیوادو دلوړرتبه مامورینو اومشرانوسهاراوماښام راتګ او لیدنی کتني ،په کابل کې دامریکایی استازو په تیره بیا سفیراو لوی قوماندان ادلون بدلون ،امریکایانو ته یوځل بیا په کندهارکی دکاناډایی ځواکونو دمسوولیت سپارل، له انګریزانوسره دکابل دحکومت له خوا ستراتژیک تړون ته  د ورته تړون پر مسوده باندې کارکول. دپاکستان پرځای دمرکزي آسیا له لارې دناتو اکمالات، دکابل ښار پرحساسو او خوندي ځایونو لکه دفاع وزارت ، څلورسوه بستریزروغتون، کانتینینتال هوټل او نورو باندې مرګوني ګوزارونه ،دپیسو دنړیوال صندوق اوافغان حکومت ترمنځ توپیرونه ، دطالبانو ځواکمني ته بالاخره په اهمیت قایلیدل اودملګروملتو له تورلسته دهغوی دیوزیات شمیراستازونومونه لیری کول ، دلویې جرګې بیا را بلل اودستراتژیک غیرملي هدف په لاره کې دهغې کارول او په سلګونو نورداشان ستونزې په خپل واردیوه توپان نښې نښاني له ځان سره لري. پوښتنه داده چي انګریزانو خو امیرعبدالرحمان دخپل لاسپوڅي امیرپه توګه دافغانستان پرخلکو اوهیواد باندې ټپ کړ، ځانونه اوپوځیان یې خوندي له افغانستانه پرته له دي چې لکه د ۱۸۴۲  کال درزیی بیا خوړلي وي روغ رمټ وایستل ، افغانستان دیوه دیکتاتورواکمن منګولو ته ولوید او دهغه دمتروکې تر سیوري لاندې دنژدی پنځوسو کالونو لپاره دیوه مرکزي حکومت خاوندشو ، زه فکرکوم چې امریکا اوس دکابل دفاسد حکومت دشته والي په حال کې غواړي دستراتژیک تړون او نورو ښکیلونو په نامه دانګریزانو پریوه پیړې پخوانیو پلونو باندې پلونه کیږدي خو له ښه یا له بده مرغه چې دوی دخپل دغه پلان دعملي کیدو په ترڅ کې نه سپیڅلی هدف لري او نه هم دغه هدف د رسیدو سپیڅلي لاسوندونه اووسایل ځکه نو که دوی هرهغه څه چې ددغه ملت اراده په کې نه وي په هره درغلی سره ترسره کړي ، هغه به بی شکه د دوی او د دوی دلاس پوڅو دتاریخی ماتی  اورسوایۍ پیل وي.تراوسه دا لاګونګه ده چې دوی به یوعبدالرحمان خان رامنځ ته کړي اوکه به په همدغه ساز اوبازسره لکه چې په تیره لسوکالوکي یی هم ځان اوهم نړیواله ټولنه رسوا رسوا کړه نورهم په رسوایی او بی ایمانۍ  سره مخ په وړاندې ځي ؟!


اوپه پای  کې :


راځئ  چې دپردیو دپریکړو ، توطیو اوشرمناکو  مشروطو سخاوتونواومرستو په وړاندې خپل ملي یو والی ، عقیدې  او فقرته پناه یوسو اودنه همکارئ په غرور يی په وړاندې مبارزه اومقاومت وکړواوپه ډاګه ورته ووایو چې :« له خیره مو توبه داسپي مودروتړئ » 


درنښت


د2011 کال دجولای 5


Kabuliwala_kabuli@yahoo.com