کور / شعر / غزل

غزل

د پښتون په کور کې جنګ دی، ژوند بدرنګ دی
ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی، ژوند بدرنګ دی

سوځېدلي قرانونه پاڼې پاڼې
د خدای کور په وينو رنګ دی،ژوند بدرنګ دی

هر انسان د خپل قسمت له لاسه ژاړي
زندګۍ پور ې په تنګ دی، ژوند بدرنګ دی

تږي تږي دي ولاړ د سيند پر غاړه
سور ګلاب که تور لونګ دی، ژوند بدرنګ دی

چې تر څو به د پرديو لاس ته ناست يو
ګل وطن مې سم ملنګ دی، ژوند بدرنګ دی

بس اتله بدبختي د پښتنو ده
زوی له پلار ځنې په څنګ دی،ژوند بدرنګ دی