کور / تازه خبرونه / امنيت شورا د افغانستان په باب ځانګړې غونډه کوي

امنيت شورا د افغانستان په باب ځانګړې غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پام کي لري چي نن د افغانستان په باب يوه ځانګړې غونډه جوړه کړي.
په ملګرو متلونو کي د المان استازى چي د دې غونډي نوبتي مشري پر غاړه لري وايي د بحث موضوع يې افغان ځواکونو ته د مسئوليت انتقال، له طالبانو سره سوله او د افغانستان د امنيت ارزول دي.
نوموړي ويلي چي په راتلونکو ورځو کي به د افغان حکومت پر هغه وړانديز باندي هم غور وسي چي له تور ليست څخه د ځينو طالب مشرانو د ايستلو په هکله يې ورلېږلى دئ.