د کندهار ښار په لويه واله کي د حاجي طالب آغا په ديني مدرسه کي يوې انجلۍ چي د يادي سيمي اوسېدونکې ده او شاوخوا اووه نيم کاله عمر لري د قرانکريم حفظ وکړ .
ښاغلي حاجي طالب آغا لراوبر ته د يوې پوښتني په جواب چي نوموړي انجلۍ ټول قرانکريم په څونه وخت کي حفظ کړ وويل : چي ياده انجلۍ رڼا نومېږي ، د حاجي خواجه محمد نور آکا لور ده ، ناظره يې په څلور مياشتي کي او نور حفظ يې په شپږو مياشتو کي وکړ .
نوموړي وويل چي د يادي انجلۍ سره څو نور داسي کوچنيان هم سته چي عمرونه يې دې ته ورته دي او د قرانکريم حفظ يې کړى او د هري رسنۍ استازى چي غواړي ورسره مرکه وکړي او وې ازمويي کولاى سي چي د دوى مدرسې ته ورسي .
نوموړي وويل چي راتلونکې پنجشنبه (جولاى \ ٠٧\ ٢٠١١) يې په دې اړه يو لړ مراسم هم ترتيب کړي .
يادي انجلۍ ته په عمر کي ورته يوې بلي انجلۍ هم په هلمند ولايت کي څه موده مخکي د قرانکريم حفظ کړى و .