دګران هیوادافغانستان امنیتي ، اقتصادي اوټولنیزحالات دپخوانه ورځ په ورځ ډیر نازک پړاوته داخلیږي . که څه هم اوږده کلونه زموږولس په رنګارنګ ډول کړیدلي دي . کله دروس دټانکونواوالوتکوراکټونوددوي بچیان مړستونوته لیږل اوکله بیادهیواددابادی په نوم د سوسیالستي ټولنې دجوړیدوپه هیله دخپل هیوادزامنوددوی سره ورته کړنې وکړي . دپولې بلې خواته هم دغه دافغانانوبچیانودبل لوري په درندواسلحوداسلام دمقدس نامه څخه په ناوړه ګټه پورته کولوخپل پلرنۍ هیوادویجاړاوه . بیادجهاددمقدس نامه څخه په ناوړه ګټه اخیستلود مجاهدینووحشت همدغه پیاوړي ولس وزغمي چې وروسته دطالبانوواک راورسیدی . بیاهم ولس ورباندي باوروکړاوددوی دښه کړونوڅخه یې خپل ملاتړاعلان کړ. ولې خبرنه وه چې نړیوال بنسټپال خپلي ګټې دافغانان ولس په تباهي کې لټوي . نوځکه دولس هیلې په ناامیدوبدلي شوي .
داځل دنړیوالې ټولنې ترنامه لاندې په لومړیوورځوکې دهیواددنااهلوبچیانوپه لارښوونه د قندوز په جیل اودمزارپه قلعه جنګې کې دتوکمیزودښمنیوپه وجه په زرګونونازک ځوانان مړستونوته ولیږل شول اودډیروغوښي دحیواناتوخوراک شوي . سره ددي چې دطالبانونړیدل ولس ته په لوړه ځاني بیمه تمام شول . بیاهم ولس په دی هیله چې راتلونکې به روښانه وي ، غمونه یوی خواته پریښودل اودنوی رژیم ملاتړیې وکړ . دولس دمجاهدینوناتارهیرنه وو. ولې بیرته هغه آش او هغه کاسه شول . « دشورویانوداشغال په وخت کې مجاهدینوته دضدانقلاب اود هیوادد دښمنانو خطاب کیدی په مقابل کې مجاهدینودروسانوملاتړي اودببرک کارمل حکومت ګوډاګۍ بولي . د افغاني زلمیانووژنه په دواړولوروکې په شدت جریان درلود. دوی یواوبل په مرتداود هیوادپه دښمنانوتورن کول .»
« اوس دتیروورځوبم ښخوونکي ، دښوونځیو ، لاروورانوونکي ، په بسونوکې دبم ایښودونکي اودنوروویجاړیوعاملین اوسني مخالیفینوته دهیواددښمنان ، دښوونځیوورانوونکي دعلم اوپوهي دښمنان وايي »
تیره ورځ دکورنیوچارووزیربسم الله محمدي په ډیرهغوټکوددولت مخالفین وغندل چي یوه ورځ نوموړی عیني چاره مخته وړل . دمجاهدینوپلمه داول چې هیواددروسانولخوااشغال شوی دی چي دایوتریخ واقعیت هم و.
ولي نن بیانورمخالفین داچاره مخته بیایي چي پلمه یې دهیواداشغال دي په خواشیني بایدوویل شي چي داځل هم داپلمه ځکه پرځای ده چې دیوه اشغال ګرهیوادپه ځای ډیرهیوادونه په دی چاره کي راښکیل دي .
ګناه دچاده اوډیرڅوک زیانمن کیږي ؟ ګناه به حتماً ولس ته ورغورځوي اوهرلوری ځان پر حق ګڼي . ځوانان چې په دواړولوروکي وژل کیدل اووژل کیږي دافغانانوسپیڅلي بچیان دی نوزیان دعامه ولس دی اوپه ځانګړي ډول دافغاني په زړه زخمي میندو دي چې دخپلوزلمیانو جنازي په ژړاګانواوفریادونومړستونوته رسوي.
داسي یوحالت پرهیوادراغلي دي چې غل هم ناری وهي اودکورخاوندهم ناری وهي چې غل دی . په رښتیادهیڅ واکمن په ویناکې څه اغیزه نه شته ځکه پرمقامونوناست په پرتلیزډول ټول په فساداوناوړتیاکې ملوث دي . سره ددغسی اړین حالت څه بایدوشي چې هیواددنوري تباهي څخه وژغورل شي ؟
یوځل بیاستاسوګرانولوستونکوپام دهیوادنازک حالت ته رااړوم :
ـ دولسي جرګې اودهیواددولسمشر، حکومت اوسترې محکمې ترمنځ سخت کړکیچ دشخصي ګټوپه خاطرجریان لري چې تقریباً مققنه قوه دکاردپیل څخه یوازې خپل په غم کی ده دهیواد او ولس ستونزې یې هیری دي.
ـ ولسمشردورپیښوستونزوڅخه وزارتونه په سرپرستووزیرانوچلوي .
ـ په هیوادکې داشغال ناري اوسوري دومره بربنډي شوي دي چې ولسمشربهرنیوفوځیانوته پرته دډیپلوماتیکې ژبې څخه داشغالګروخطاب کوي .
ـ دهیوادامنیتي حالت دومره ګډوډدي چې په هغوځایونوکې ځانمرګې بریدونه ترسره کیږي چې دومره ساتنه یې کیږي چې عقل یې نه مني چې دځانمرګې واسکټونواواسلحوسره به څوک دننوتلوامکان پیداکړي چې بیلګې یې ددفاع وزارت ، څلورسوه بستریزه روغتون اودکانټنینټال هوټل په ګوته کولای شو.
ـ پاکستان په ښکاره اوسپینوسترګوددوستي اوورورګلوي دوعدوسره سره په توپونواودچورلکو په راکټونودکنړپربې دفاع خلکودوامداره بریدونه ترسره کوي .
ـ دهیوادټولې ادارې بې توپیره ترغوږونوپه اداري فسادکې ډوبې دي .
ـ بهرني هیوادونه دخپلوولسونوترفشارلاندي دي چې خپل سرتیري دافغانستان څخه وباسي .
ـ بهرني هیوادونه پرخپل سر دمخالفینوسره دسولې خبري کوي اواوازي یې خپريې کړي دي چې دهیوادڅوسیمې دمخالفینوپه واک کې ورکوي چي ددوم ډیورنډورته موضوع ده .
زموږمشرانه په کوم حالت کې قرارلري ؟
ـ داسي معلومیږي چې دولسمشراړیکې دمرستندوي هیوادونوسره دومره خړې پړې دي چې دستونزوپرحل باندې خبروته سره تیارنه دي .
ـ دشنبې په ورځ ( ۲ / ۷ / ۲۰۱۱ زکال) په ولسي جرګه کې دکورنیوچارو، ددفاع اوبهرني چارودوزیرانوڅرګندونې هم دژړااوهم دشرم وړوي .
دکورنیوچارووزیرخوپه ډاګه دبریدونوشمیره اودوژل شووکسانوانځورونه ولسي جرګې ته وښودل . په عیني ډول ددفاع وزیردموضوع دحل په لاره کې خپل عجزبیان کړ .
دبهرنیوچارووزیرپه ډاګه داسي وویل :
« ماهم خپل دسیال سره په دی اړوندخبری کړي ، خپله بې خبري یې وښودل اوولسمشرهم دپاکستان دولسمشراصف زردارې سره همداموضوع یادکړه چې هغه هیڅ غوږونه نیوی. وروسته په ولسي جرګه کې دومره غالمغال جوړشوچې دملي امنیت رپوټ په تړلودروازوکې واوریدل شو. ددی پرځای چې استازوبې ځایه شورکولای ښه وه چې دخپل بې وسه وزیرانو سره یې په چیغوچیغوژړلي واي . کیدای شوای په زړونوکې دیووالي احساس پاریدلای وای . وزیرانودومره بې وسې وښودل چې دعام تش لاسي ولس دجرأت سره اړخ نه لګوي .
تروزیرانواوولسي جرګې خوجنرال امرخیل ، دمشرقي ولسونواودننګرهاروالی ښاغلي ګل اغا خودخپلونیکونوپه شان په نیغه پاکستان ته ګوت څنډنه وکړل .
ددغوټولوناخوالوبرسیره یوشمیرپه کمین کې ناست دي ، نوی ایتلافونه جوړوي . یانې په دولت کې دولتونه رامنځته کوي .
زموږدهیوادمشران په دغومره کړکیچن حالت کې دتیرنژدی تاریخ دتجربوپه اساس څه باید وکړي چې دستونزودهواری لاري ومومي ؟
ددی پوښتنې دځواب لپاره غواړم څوټکوته اشاره وکړم :
په ورستیوڅه دپاسه دیرشوکلونوکې دټولنې روڼ اندوچې ځینې یې پوه ، اګاه ، روشنفکران ، دلوړوزده کړودرلودونکي اونورښه اووړنومونه ورته یادوي ، په لوړه کچه دولس سره جفاوي کړي دي . ډیرلږشمیره به مثتثنی وي . دغه کارپوهان یاپه جګړه ایزوعملیاتو، ادارې فساد ، پردوته په چوپړکولواویانوروناخوښه کړونوتورن دي اوکه رښتیاووایوډیروداناخوښه کړنې د خپل ولس سره کړي دي . کله چې دپخواني شوروي اتحادیرغلګرسرتیري په وتلوپیل وکړ ، زمااو ستاپه ګډون هغوته چې ممکنه وه دهیوادڅخه پښې سپکې کړي ولې ولس بیاغمونوته یوازې پاته شو. هغه کسان چې په هیوادکې پاته شوه اوپه ناخوښه کړونوتورن هم ول ، همدغه ولس دمجاهدینودچپاول څخه وساتل . ډیروقومونومشرانوداسې استدلال کولوکه زموږکشراویا مشرپه څه تورن وي ، موږیې په بیګانه نه وژنو. که دسزاوړو، موږبه خپله سزاورکوو. که سپین او بربنډووایم دخلقیانواوپرچمیانوسروالان اوملاتړي همدغه ولس په خپل غیږکې ونیول ، ددوی دټولوجفاوسره سره یې دمرګ نه وژغورل . دازغم یوه قوم نه دی کړي بلکه بیلګې یې ترلمرښکاره دې چې داولس داډول مهرباني په ازبکانو، هزاره ګانو، تاجکانو، پښتنواونورو توکمونو کې بیله توپیره هرافغان دسرپه سترګو کتلې ده .
دمجاهدینوددوران ناخوښي هم دغه ولس په دغومره ډیرزغم ومنلي . ولې که دروڼ اندوحالات وڅیړو، ښکاره ده چې یواوبل یې په خپله سره ووژل اودیوبل دنابودی لپاره یې دپردیومرستوته ورودانګل چې هم یې خپل هیوادپه وران کړاوهم یې مړینه په کانتینروکې شول اویایې چاقبر هم ونه موند.
هغه پروسه اوس بیاپه لږپیچلې ډول جریان لری . داځل هره ډله اویاشخص دومره حرص اخیستی دی چې دیوه بهرني هیوادپه بدل کې دڅوبهرنیوهیوادونوسره لاسونه پټوي ، ترڅوچې د راتلونکي لپاره دبیګانه ووټینګ ملاتړورسره وي . هري لورې ته منډې اوترنډی وهي چې خپل ولس ته بیګانه وپاروي چې ښه درندې وسلې ورباندي استعمال کړي .
ای روشنفکره ، روڼ اندې ! سوچ وکړه په هره ژبه چې ګړیږي په هرتوکم پری چې اړه لري ، قسم په رب درته کوم چې دخپل ولس ملاتړونه لري ، چې حال باندي دتیرومشرانوڅخه هم بدتره اوخراب شي . هغه څه چې تاته نجات درکولای شی هغه لوی خدا(ج) دی اوستاخواره اوسپیره ولسونه دي .
که یوځل نړۍ ته وګورو، وینو چې که ولسونه ورته په غضب شي دنړۍ لوی فوځي ځواکونه یې نه شي ساتلاي . ښه بیلګه یې دایران شاهنشاه وچې په رڼاورځ یې تیښتې ته اړباسی .
نوټولوروڼ اندواومشرانوته په کارده چې دښکلي پلرني هیوادافغانستان تریوه نامه لاندي خپل ولسونوته مخه کړي . داچې دولسونوسره یې په یویابل ډول جفاکړی وي ، دبخښي غوښتنه دی وکړي اوتیرهرڅه چې یې کړي وی په میړانه اوشهامت یې ومني اودخپل ولس ترشاه ودریږي زه بشپړباورلرم که دابخښه صرفنظردهرډول ژبنې ، توکمیزې اوګروپي تبعیضونوڅخه په پوره اخلاص وغوښتل شي ، همدغه خواراوسپیره ولس به موږروڼ اندو، مشرانواوکارپوهانو ته دبری لاره پرانیزي بیابه هردښمن ماته خوري . ولسونه له منځه نه ځي اودغه په وینولړلي هیوادبه اباده وی . ولې افسوس ! پښیماني به هغه څوک کوي چې دخپل ولس دلمني څخه لیري اودبل په لمن کې دغلامۍ شپې اوورځي سباکوي .
دوروستې ټکی په توګه په یقین سره وایم که داونه کړونوبه یویابل ډول په نوبت سره دنابودی کندې ته لویږو. پای