د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالي كي د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته سوې . دا نښته تېره ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د طالب جنګياليو يوې ډلي د يادي ولسوالۍ پر امنيه قوماندان بريد وکړ . د دې ولايت امنيه قوماندان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د دې بريد په ځواب کي مرستندويه ځواکونه ژر تر ژر سيمي ته ورسېدل او د وسله والو سره يې نښته وکړه چي په پايله کي يې شپږ وسله وال ووژل سول او څلور نور ژوبل سول . نوموړى وايي چي په دې بريد کي يې يو شمېر وسلې هم نيولي .