کور / شعر / (دځوانيمرګ عبدالله خيال دشعر پر مځکه)

(دځوانيمرګ عبدالله خيال دشعر پر مځکه)

سلامونه؛
خوږو او زړۀ ته راتيرو يارانو په ښاديو ښاد اوسی،
ستاسو له غوښتني سره سم خپل احساس درسره شريکوم،مانا د ځواني مرګ شاعر ملګري ” عبدالله خيال ” د شعر پر مځکه خپله غزل په ډېر درنښت درلېږم،
په احترام
عادل اڅکزی/چمن پښتونخوا


 
(دځوانيمرګ عبدالله خيال دشعر پر مځکه) 
غزل
سوز منه اوښکه يم څڅېږم بيا ارمان ونه کړې
په سپېرو خاؤرو کي جذبېږم بيا ارمان ونه کړې


لکه شبنم د يوې شپې پر پاڼه ژوند تېروم
په لمر ختو کي فنا کېږم بيا ارمان ونه کړې


پرې سوي پښې که دي په وران وجود راپوري نکړې
د شل په نوم به تل يادېږم بيا ارمان ونه کړې


د يزيد غشو د حسېن په وينو ځان اوبه کړ
غمجن داستان يم تکرارېږم بيا ارمان ونه کړې


عادله ؛ ځه چي له تيارو څخه په ګډه وځو
کنۍ د مرګ کومي ته لوېږم بيا ارمان ونه کړې
١٥ مارچ ٢٠٠٨م کال (چمن)
عادل اڅکزی