دډيورنډدپولي له هغې بلي خواڅخه دافغانستان پرخاوره باندي دتوپچي دجوابي بريد دنه ترسره كېدوپه اړه جمهورريس حامدكرزي وويل چې نه غواړي خپل خلگ ووژني . نوموړي وويل چې دډيورنډكرښي دواړو خواوو ته يو وجود پروت دى اودى به هيڅكله هم خپلوامنيتي قواوو ته اجازه ورنكړي چې دباجوړ،وزيرستان اوحتى دپاكستان ولسي خلگ ووژني . (كه جوابي بريدكوو خپل خلگ مووژل كېږي ،موږنه غواړو چې دباجوړ،وزيرستان ،كورمي اوحتى دپاكستان ولسي خلگ ووژنو،پدې اړه په وضاحت خبري رواني دي اوپدې اړه ډيرجدي هم يو). ده وويل چې افغان دولت دغه موضوع ډيره جدي نيولې اوكوښښ كوي چې له عاقلانه لارو چاروڅخه په گټه اخيستنه ستونزي ته دپاى ټكى كښېږدي .