کور / تازه خبرونه / د حکومت ضد ائتلاف جوړېږي

د حکومت ضد ائتلاف جوړېږي

یو شمېر پخواني تنظيمي مشران، سیاستوال او په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ملاتړي وايي، د حکومت پر ضد یې د یوه پراخ او پیاوړي ایتلاف د جوړېدو هلې ځلې گړندۍ کړې دي.
ویل کېږي چې د دوی تر منځ په دې وروستیو کې ناستې ولاړې او غونډې هم تودې شوې دي. د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق وايي، دغه ایتلاف به د ازبک ملېشو له پخواني قوماندان جنرال دوستم او د شمالي ټلوالې د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود له ورور احمدضیاء مسعود سره په ګډه جوړوي. محقق او دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ایتلافیان او ضیاء مسعود یې بیا په تېره دوره کې لومړی مرستیال وو. د دغه ایتلاف د جوړېدو هدف د ښاغلي محقق په خبره، له پاشلي او ناڅرګند حالت، بې قانونۍ، ناامنیو، خراب اقتصاد، فساد او داسې نورو حالاتو څخه – چې همداسې اوس روان دي – د افغانستان راايستل دي. نوموړي له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په ایتلاف کې به ټولې مطرحې افغان سیاسي سټې او څېرې شاملې وې او د ده په ادعا، دا به د افغانستان د خلکو د بنسټونو پر ستنو ولاړ یو ایتلاف وي. ښاغلي محقق د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په پام کې ده د برېښنا او انرژۍ وزیر اسماعیل خان او د بلخ والي عطامحمد نور هم د دغه ایتلاف مهم غړي وي، وویل: ((هو، له هغو سیاسي غاړو سره چې په افغانستان کې مطرح او عمده دي، حتماً مذاکره کوو، ټول هغه کسان چې د بې قانونۍ، ترور، فساد او نشه يي توکو ضد دي، په دغه ایتلاف کې به ورګډېږي. دا یوه پراخه حوضه ده چې ټولې سیاسي خواوې رانغاړي.))
محقق همدا راز وویل چې اوس د دغه ایتلاف د جوړېدو مقدماتي غونډې او مشورې روانې دي، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دغه ایتلاف به په دقیق ډول کله د سیاست او مبارزې ډګر ته را ووځي. د جوړېدونکي ایتلاف دغه غړي د حکومت د اپوزېسیون له نورو سیاسي ډلو سره هم د مذاکرې او خبرو اترو یادونه هم وکړه. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کرزي ایتلاف نوموړی تورنوي چې له دوی سره پر خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلی دی. محمد محقق خو څو میاشتې د مخه په کابل کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې په ښکاره له کرزي څخه د خپلو ورکړل شويو رایو د بېرته اخيستلو خبره کړې وه. ولسمشر کرزي له ښاغليو محقق او دوستم سره د یو شمېر وزارتونو، سفارتونو، معینیتونو او په ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د بدلولو ژمنې کړې وې. څو کاله د مخه یو شمېر پخوانیو مجاهدینو، کمونیستانو، ډیموکرات پلوو او یو شمېر نورو سیاسي سټو هم د حکومت ضد یو ایتلاف جوړ کړی و، خو هومره ونه پايېده.
کارپوهان او څېړونکي بيا د افغانستان دې حالت ته د را رسېدو ، په فساد کي دويم مقام لرونکى هېواد کېدل او هر ناخواله چي په تېرو دېرشو يا څلوېښتو کلو کي په افغانستان کي سوې يا اوس دوام لري يوازيني عاملين يې همدا کسان بولي او دا د هغوى په نورو مخو کي را څرګندېدل بولي .