لكه څنګه چې د نوروز جشن د تاريخچې په هكله روايات مختلف دي همداراز دنوروزي رواجونو په باره كې هم روايات سره ،توپير لري.
د باختر د پېشدادي پاچيانو پر مهال د نوروز مېلې په نذرونو، قـربانيو، دعايو، نڅاګانو، سندرو، مېلمستياو، بنډارونو او د لوبو په سياليو سره چې، په كې توره وهل، نېزه غورځول، اس ځغلول، غېږې نيول او نور شامل وو، نمانځل كېدل.
ويل كېږي چې د لوبو ګټونكو ته به د پاچا اونورو سيمه ييزو مشرانو له خوا انعامونه او جايزې هم وركول كېدل. دغه مېلې به مختلفې وې او په بېلابېلو نومونو به جوړېدې خو وخت يې همدا د پسرلي لومړۍ ورځې وې.
هغه مهال به دې مېلو تر څلوېښت ورځو دوام درلود او خلك به زياتره د مېلو په موخه ورشوګانو،سپېڅلو ځايونو او پراخو ډګرونو ته ورتلل.
يو د دې مېلوپه لړ كې دا هم وه چې پاچا او نورو ولسي وګړو به يو ځاى دخپل ټا ټوبي د ښېرازۍ په موخه په يوه ځانګړې ورځ نيالګي كېنول او په دې مراسمو كې به ملي ترانې ويل كېدې او نڅاګانې به ترسره كېدې.
دا مهال يوه بله مېله به د سامانې وه چې په دې ورځ به نويو پېغلو او ځوانانو ځانونه ښه سينګارول، نوې جامې به يې اغوستل او د مېلې ځاى ته به ورتلل. د مېلې په ځاى كې به د پېغلو او ځوانانو سربېره د قومونو مشران، حكومتي چارواكي او نور كليوال هم وو. په دغه ورځ به پنځلس كلنو ځوانانو او پېغلو ته كمربندونه تړل كېدل او دغه كمربندونو به دا مانا درلوده چې دوى نور غټ شوي او له بشپړ ټولنيزو حقونو څخه برخمن دي. دوى په دې كمربندونو سره د ودونو، د چارو د واګيو، د ولسي ژغورېدا په جنګونو او نورو ټولنيزو چارو كې د ګډون حقونه ترلاسه كول.
د ايران هخامنېشي پاچيانو د نوروز په مېلو كې د خپلو د سانتراپيو مشران، پلازمېنې ته رابلل
او د هغوى ډالۍ به يې منلې. كېداى شول چې دوى خپل سانتراپان د زوړ كال د حسابونو دوركولو او د نوي كال د پروګرامونو د خبرولو په موخه د زاړه كال په پاى كې رابلل او نوى كال يې يوځاى نمانځه.
ساسانى پاچا به د كال په لومړۍ ورځ په ځانګړي انداز كې څرګندېده.كوم يو كس چې به ترنورو لومړى د كال مباركي ورته ويله هغه به د نيك قدم په نوم نومول كېده،له دې وروسته به يو مذهبي مشر له يو شمېر ټوټكو لكه يوه ګل،تورې،د اوبوجام، زرينو سكو او اور سره راته، دعايه به يې لوسته او ورپسې به ددولت چارواكي روان وو او د تبرك سرود به يې له نوموړي وروسته زمزمه كاوه.
ساسانيان د نوروز په نمانځنه كې دومره پرمخ لاړل چې ځينو ګوندې دغه مېله ددوى په مذهب پورې اړونده وبلله او دا تېروتنه له دې ځاى هم راپورته كېږي چې دوى يوشمېر مزدېسنايي چارې له دې مېلې سره يو ځاى كړې وې .
په سيمه كې د اسلام په خپرېدو سره په دې مېلو كې يوشمېر بدلونونه رامنځته اويو شمېر دودونوته يې اسلامي بڼه وركړل شوه.لامل شايد دا واوسېدى چې ځـينواسـلامي پوهانو دې مېـلو ته د مجوسيـانو(د مزدېسنا پيروان) د مذهبي دودونو په سترګه كتل او له دې مخې له دې مېلو سره يې مخالفت ښوده.
دا مېلې په ټوله مانا ونه درېدې خو په ځينو سيمو كې يې خپل پخوانى برم له لاسه وركړ. په دغه كار كې د خلكو اقتصادي كمزورتيا له مخالفتونو زياته ونډه درلوده.
په اسلامي پېر دا مېلې به زياتره په زيارتونو او مېله ځايونو كې ترسره كېدې.خلكوبه له سير و سفر تر څنګه په دا اړوند په خپلو كورونو كې نذرونه او بنډارونه جوړول. له دې نذرونو څخه يو هم هفت سين يا سمنك دى چې له پخوا زمانې څخه په اريايانو كې دود و او د سوما (سپوږمۍ)خداى ګوټي له پاره چې پر ځمكه د پيمخۍ او ښاېست زېږونكى بلل كېده،ترسره كېده.
اوس د مېرمنو تر منځ په دې اړه دا ګروهه موجوده ده چې دا نذر دوى ته له بيبيانو را پاتې دى.
د نوروز په اړه ځينې رواجونه چې د ساعت تېريو او لوبو په بڼه وو هم موجود وو. يوه له دې لوبو څخه دا وه چې يو بېوزله وګړى به په كلي يا سيمه كې د پنځو ورځو له پاره پاچا ټاكل كېده چې ((مير نوروزي)) به بلل كېده،دې كس به په نوموړې سيمه كې يو شمېر صلاحيتونه درلودل چې هغې له مخې يې كولې شول يو ستر ټولنيز كار ترسره يا يو څوك محكمه او يا جريمه كړي،چې دې كار د لوبو سربېره ټولنيزه موخه هم درلوده او كوم كار چې به په عادي ورځو كې ترسره كېداى نه شو، نو هغه به يې د نوروز مير ته پرېښوده او دا چې د هغه سيمې خلك د نوروز د مير امر له منلو سرغړاوى نه شو كولى، نو مجبوره وو چې د مير نوروزي اوامر يې يو يو پرځاى كړي واى. دشېراز حافظ يوځاى په خپل شعر كې دې دود ته اشاره كړې ده.
سخن در پرده ميګويم چو ګل از غنچه بيرون اّى
كه بيش از پنج روز نيست حكم مير نوروزى
يوه بله لوبه به داوه چې يو شمېر كسانو به ډهولونه او نورې د ساز الې غاړې ته كړې په كليو به سر شول او د نوي كال په سندرو سره به يې د نوي كال زېرى خلكو ته وركاوه او هم خلك به يې د مېلو له ځايونو او وختونو څخه خبرول او خلكو به دوى ته به بدل كې خواږه خواړه او پيسې وركولې.
يو بل رواج دا وه چې يوه ښكلې جلۍ به شهزادګۍ جوړېده او هغه به له نورو نجونو او چنبو سره كور په كور ګرځېده،سازونه به يې غږول او سندرې به يې ويل او خلكو ته يې د نوي كال زيرى وركاوه.
اوس مهال رواجونه دادي چې خلك د نوروز په شپه، له نورو خوړو سره شنه سابه پخوي او دا د نوي كال له پار ه د ښېرازۍ فال بولي.
د نوي كال په لومړي سهار خلك له اوو ډوله مېوې څخه جوړې شوې اوبه څښي او دا د نوي كال له پاره د خوږ او سوكاله ژوند فال ګڼي.
خلك نږدې او لرې زيارتونو او مېله ځايونو ته د مېلې له پاره ځي.يو له دې مېلې څخه د مزار د ((ګل سرخ)) مېله ده.
نوروز ته په نږدې شپو ورځو كې د نوروزۍ په نوم د كوژدڼې جلۍ له پاره جوړه،او يو شمېر خواړه وړل كېږي چې په كې پاخه شوي كبان ،جلبۍ ،كلچې ،تازه او وچه مېوه او نور شامل وي.
د نوروز رواجونه د هېواد په ټولو ځايونه كې يو شانته نه وي او د مېلو وخت يې هم له يوې ورځې نه تر اوو ورځو پورې تو پير لري.
اوس هم كروندګرو او د پوهنې د جشن په نوم يوه ستره مېله د كابل په ښار او نورو ولايتونو كې جوړېږي، چې په دغه ورځ ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواكي مېله ځاى ته راځي او په مېله ځاى كې بېلابېلې كروندګريزې، ورزشي او پوهنيزې نندارې وړاندې كېږي. په دغه ورځ د چارواكو له خوا د يوه نيالګي په كېنولو او د يوه زنګ په كړنګولو سره په رسمي ډول كرنيز او پوهنيز كال پيلېږي. پخوا به دغه جشنونه د سوغاتونو او جايزو په وېشلو سره نور هم رنګينه كېدل او تودېدل، خو اوس د دولتي چارواكو له خوا دغه كار نه ترسره كيږي او د دې مېلو او جشنونو روزنيزو، تشويقي او ټولنيزو اړخونو ته كمه پاملرنه كيږي او نږدې دغو ټولو مېلو او جشنونو له ساتېرۍ پرته نور ګټور او ټولنيز اړخونه له لاسه وركړي دي.