په کندهار کي تېره شپه د ميربازار په سيمه کي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . د دې ولايت د امنيت آمر شېرشاه يوسفزى پېښه تاييدوي او وايي چي نوموړي د ملي امنيت په رياست کي دنده لرله او تېره شپه هغه مهال ووژل سو چي کله د خپل کور پر لور روان و .
نوموړى وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .