کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ترخوبي په غاړه جنګ دی

د ترخوبي په غاړه جنګ دی

له  خوست نه مخ په میرانشاه چې اوږده غرنۍ لاره ووهې ، ګلام خان ته نارسیده د ترخوبي سیمه راځي چې امریکایان په کې یوه پخه قرارګاه لري ، په دې سیمې کې به پخوا هره ورځ  طالبان او امریکایان سره ښخ وه ، ترداچې  وزیرو داټپه  شړلې  وه چې . . .  دترخوبي په غاړه جنګ دی . . . زیړي ځوانان په مرګي غېږې بدلوینه  . .
نن سبا خبرونه وایي چې یوځل بیا دترخوبي په غاړه جنګ لګیدلی ، خو دا ځل زیړي طالبان له  سرو انګریزانو سره په جنګ نه دي بلکې دکرزي کاکو برګ سرحدیان یې له تورو پنجابیانو سره معلوموي  .
پخواني افغان ملتیان  او اوسنی زوذات یې که راټینګ کړې او ورته ووایې چې ولې  له امریکا او پرنګیانو سره جهاد نه کوئ ، دوی به درته ووایي موږ یوازې یو دښمن لرو چې هغه پاکستان دی ، که له پاکستان سره جنګ ولګېد بیا به تاسو  زمونږ دتورې  شړنګ ووینئ  .
خو دخدای ترکارومې جار کړې ، دادی هغه ساعت یې راووست  چې زمونږ له افغان ملتیانو نیولې ، بیا ترکمونیستانو او دنظار شورا تر سربکفانو پورې ټولو ورته خپله میړانه ذخیره کړې وه ، اوس به معلومه شي چې له امریکایي زبرځواک سره په جنګیدونکو طالبانو دبي همتۍ ټاپه وهونکي په خپله ترکومه بریده ننګیالي دي ، او رښتیا هم دایثار او قربانۍ کومه جذبه قدرې لري که هسې  دقالینې پړانګان دي .
تراوسه خو خدای حاضر دی چې دساتلې تورې دپړک کوم  څرک یې نه لګي ، یوشمیر مطبوعاتي لاپه وهونکو هم پرته له دې چې په ځینو لیکنو باندې خپل شنګ وښيي ، نور یې چندانې اور نه ده اخیستی ، او ترټولوعجبه خویې لا داده چې ځینې یې ترژبه لاندې په دې موضوع کې هم په طالبانو پورې کوي .
ها آبله ورځ یوه راته ویل چې طالبان ولي له پاکستان سره جنګ نه کوي  ، ماورته وویل چې ته به نه یې خبر ملامحمد عمر له تیرو لسوکلونو راهیسې له پاکستان سره په تاکتیکي جنګ او سوله بوخت دی ، هغسې جنګ چې ښایي تاسو یې  تصور هم ونه کړای شئ ، تاسو داوس خبره کوئ  ، خو دملامحمد عمر طالبانو اته کاله وړاندې  دوزیرستان په  میرعلي ، خوشالي ، رزمک ، شوال ، واڼه  او نورو سیمو کې  د متجاوزوپنجابي سرتیرو په مړو کندې ډکې کړې وې .
دابه ښایي ستاسو ترفهم لوړه وي چې دملامحمد عمر طالبانو دوزیرستان په لده او مکین کې  د ډاکې ترسقوط وروسته په تاریخي لحاظ دپاکستان ترټولو ډیر ۳۰۰  پوځیان سلامي کړل  ، دغه راز یې په بیا بیا متجاوزو پنجابي سرتیرو ته  دعبرت درسونه ورکړل .
په دې اړوند په ځیني دا تعلل کوي چې نه داخوپاکستاني طالبان دي ، دغو ښاغلو ته به ووایو چې که خبره دجغرافیې وي دا خوتاسو هم منئ چې  . . له آمو نه تر اټکه . .  ده زما دنیکه ځمکه . .  او که خبره داتباع معتبره وي نو ښایي په دې تاسې هم علم ولرئ ، چې ګل بهادر او حکیم الله  مسود دملامحمد عمر هر امر په شپه او ورځ  مني ، او هم یې دخپل ستر رهبر په توګه اتباع کوي .
داچې دملامحمد عمر  او پاکستاني رژیم  دتاکتیکي جنګ او سولې  فلسفه  او واقعیت څه دی  په دې  اړه به ان شاءالله په راتلونکې کې رڼا واچوو ، خو دلته په زغرده اعلانوم چې هغه طالب چې دنړۍ دستر فرعون جورج ډبلیوبوش په وړاندې یې سترګې برندې وساتلې ، او دمیړانې د ازمیښت چیلنج یې ورکړ هیڅکله باید څوک دغلام دغلامۍ شک پرې ونه کړي ، داحقیقت  به زمونږراتلونکی تاریخ روښانه کوي ، دغه راز به دقیامت په ستره ورځ هلته چې  له دروغو نه رښتیا جوړونکې مطبوعاتي ژبې  ګونګې وي  ، دا حقیقت به ان شاءالله  په سمه توګه روښانه شي . .  په هرحال
 دافغانستان په پولو دپاکستاني سرتیرو راکټي  بریدونو ته پام سره ( چې دکابل حکومت واذنابهم یې دجګړې پیل بولي ) دهمدغو مطبوعاتو او شعاري توریالیو سوړ غبرګون په روښانه جوتوي ، چې دا ښاغلي ترکومه حده دپیومجنونان او په خپلو اتش فشاني شعارونو کې دروغژن دي .
دسردار داود خان دپښتونستان دپروژې اوشعاربازۍ  په اړه خو دافغانستان وتلي او سترګور سیاستوال
شهیدموسی شفیق دهغه وخت دافغان ملت له جریدې سره په مرکه کې ویلي وه ، چې داشعاربازي دنورو په دیکته او پردیو موخو لپاره ترسره کیږي ، او دده په اټکل داودخان به که خیر وه دپښتونستان دګټلو لپاره افغانستان هم وبایلي ، دده اشاره دې ته وه چې روسان غواړي په جنوبي پولو کې  دجنجال پیدا کولو له طریقه په افغانستان برید ته پلمه جوړه کړي  .
اوس هم چې په افغانستان کې دمشهودویرغلګرو په وجود کې دافغانانو برحق او روا مقاومت ترپاکستان پورې تړل کیږي ، او ټوله مطبوعاتي توجه همدې ته اړول شوې ترڅو طالب او پاکستان سره لازم او ملزوم ثابت کړي ، جوتیږي  چې ساده افغان ملتیان یوځل بیا دنورو لپاره لوبیږي ، اوپه خپلو شعارونو کې شعوري او صادق نه دي ، دپښتونستان داعیه په خپل ځای ، خو اوس چې افغانستان دسقوط او تجزیې له بحران سره لاس او ګریوان دی ، اوبله خوا امریکایان  ددایمي اشغال خوبونه ویني ،همدغه ډله افغانان باید سر خلاص کړي  اوپه دې باید پوه شي چې  . .  بې له تورې خلاصی نشته په بل کار . .  له امریکایي بربنډ اشغال څخه دخلاصون افغاني مبارزه بې له هغې هم دبري ترمنزله رسیدونکې ده ، ان شاءالله نور افغانان په دې توانیدلي چې دنړۍ رأس الکفر راپه ګونډو کړي ، چې ددې ارمان  له سرکیدلو سره به یې سیمیز منافقین هغه چې دافغانانو له بدې ورځې بدې استفادې کوي ،  زیړې سترګې پاته شي ،  په داسې وضعیت کې دا دهرمسلمان افغان فریضه ده ، چې هم دامریکایي یرغل او هم دسیمیزو منافقینو له ضرر څخه دخپل هیواد په ساتنه کې خدای ورکړی وس ونه سپموي  .
په همدې هیله