د جولای پر دريمه نېټه خېبر پښتونخوا د ثقافت محکمې له خوا په نشتر هال پېښور کې د اولسي موسيقۍ محفل “ټنګ ټکور” پروګرام وشو، چې په ګڼ شمېر خلک ورته راغلي وو. په پروګرام کې د کلتور او ثقافت وزير ميا افتخار حسېن، ډاکټر محمد اعظم اعظم او د پېښور راډيو مشر لايق زاده لايق سره سره ډېرو خلکو په پروګرام کې ګډون کړى وو.
د سټېج چارې شاعر او ليکوال ناصر علي سيد پر مخ بوتلې. استاد احمد ګل، صائمه ګل، انور خيال، حناء شوکت، شوکت محمود، سلمىٰ ناز، عامر شوکت، ګلريز تبسم، ستاره يونس، جليل شبنم او ماه جبين قزلباش پکې د خپل فن مظاهره وکړه، خو په هال کې زياته مستي هله راغله چې کله ګلريز تبسم سټېج ته راغى.
د پروګرام په منځ کې ښاغلي ميا افتخار حسېن خپله وينا هم وکړه. د دې پروګرام د موسيقۍ تړون استاد نظير ګل کړى وو، ورسره ناست ربابي ګلاب، کيبورډ فرمان علي او تبله وهونکي زلفقار او نياز علي وو.