په کندهار کي د ولسواليو د سرحدو د ټاکلو په موخه يوه غونډه چي کندهار والي ، ښاروال ، د ولسواليو ولسوالانو ، د زراعت رئېس او د املاکو استازي ګډون کړى و جوړه سوه .
په غونډه کي کندهار والي د سرحدو د ټاکلو په اړه خبري وکړې او وې ويل چي دا کار به يو ډول اسانتياوي رامنځ ته کړي .
د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وويل(( ټولي هغه سيمي چي ښار ته نژدې دي بايد په ښار کي شاملي سي ترڅو خلګ يې د ښاري اسانتياووڅخه برخمن سي .))