کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپاکستان د حملوجواب باید ورکړه سي

دپاکستان د حملوجواب باید ورکړه سي

پاکستان دیونابللي میلمه په دول په ۱۹۴۷ کال دانګریزی پالیسۍ په نتیجه کي رامنځ ته سو ،انګریزانودنړي په ډیروسیموکي دممالکوترمنځ ډیري داسي دناسورغوټي پرایښي دي چه ترنن ورځي پوري همداسي ناحله پاته دي ، که چیري مثال یی راوړو نو دکشمیر مسًله ،دفلسطین مسًله اودپښتنو اوبلوڅودحقه حقوقو ستونزه داسیا په دي سیمه کي دذکروړده،  په افریقا کي دانګریزدشکیلاک مثالونه ډیرزیات دي ،چه دلته یي ‌ذکرلازم نه دی .
څرنګه چه ددوهم جهاني جګړي نه وروسته په نړي کي دازادي خواهي تحریکونه راپورته سوه نودبریتانیي دامپراطوری لمرپرراکښته کیدوسو، اوبريتانیي نوردغه هیوادونه په خپل شکیلاک کي نه سوای ساتلای نودخپل مکراوشیطانت له مخي يي دهیوادونو ترمنځ دغه ډول  کشالي اوستونزي پریښودی. 
پاکستان دهندوستان یوه برخه وه اوهمدا اوس دپاکستان دري چنده څخه زیات مسلمانان په هندوستان کي ژوند کوي ، کله چه پاکستان له هندوستانه جلا سو نودنړۍ په سطحه لویترین مهاجرت ددواړو ملکونو ترمنځ صورت ونیوی  اواولس ملیونه انسانان ترسرحدونو تیرسول چه ددي مهاجرت په دوران کي ډیر لوی بشري ناورین رامنځ ته سو چه په زرهاوو انسانان ووژل سوه ،یرغمل سوه اوبي پته سوه .
کله چه د پاکستان اوهندوستان ترمنځ  څو ځلي دکشمیراودبنګله دیش  پرسرجګړي پیښي سوي (۱۹۴۹،۱۹۶۵،۱۹۷۱،۱۹۹۹) نودافغانستان لپاره ډیرښه طلايي چانسونه وه چه پرپاکستان حملي وکړي اودپښتنواوبلوڅو دازادی سبب سي ،خودهغه وخت حکومتونو اوافغان ولس داسي دغیرت پریکړه وکړه چه پاکستان یومسلمان همسایه دی نودابه ډیره بي انصافي وي چه ددي پلوه حملي پري وشي ،اودافغانستان دبرید دکامیابي امکانات سل په سل کي وه خوافغانانو دافغاني عنعناتواواسلامي ورورولۍ په اساس  داکارونه کړ .
دیوي میاشتي راهیسي دباکستان فوځونو دننګرهار او کنړونو په سرحدي ولسوالیو ناځوانمردانه بریدونه کوي اوترڅلوروسوو زیات راکتونه يي دي پلوه ته رافیرکړي دي چه دڅلویښتونه یي زیاته مړینه اړولي ده اوکلیوال مجبورسویدي چه خپل کورونه پریږدي . زموږ کمزوري حکومت دپخواپه شان هلته یو هیًت واستاوه چه حالات دنژدي وګوري اوهغه هیًت داحمله تایيد کړه اودافغان چاروواکو دپاکستان وچارواکو ته په زاریو اوجګیوشروع وکړه چه یعني دادیپلوماسۍ لاره ده ، پسله ډیروهلوځلو بالاخره دافغانستان خارجه وزیردولسي جرګي  په وړاندي اقراروکړ چه دیپلوماسي کارونکړ ، اوس دا خبره جوته ده چه خبره تردیپلوماسۍ تیره ده بلکه وخت دعکس العمل اوځوابیه کړنو دی ،افغان ولس بيله دي هم  په اورکي سوځي اوددي ولس دغیرت اوباتورۍ څخه نړیوال ښه خبردي ، په کابل اونورو ښارونو کي دپاکستان په خلاف مظاهري هم وسوي اودابهیر روان دی ، خوزموږ کمواکه اوپه خوب ویده حکومت هم هغه دعذراوزاریولاره خپله کړیده ، دا ولس به هرڅه دلاسه يي ورکړي خوخپله خاوره اوخپل ناموس باندي سروروکوي اوددي خبري ثبوت ټولي نړی ته معلوم دی . دپاکستان دموجوده حملو عوامل کیدای سي دالاندي نقاط وي :
– څرنګه چه یوه میاشت مخکي دهندوستان صدراعظم افغانستان ته یودوستانه سفروکړ او دډیرومرستو اعلان يي هم وکړ ،نوکیدای سي دپاکستان حسادت راپاریدلی وي او په دي ډول افغانستان ترفشارلاندي ونیسي نويي په سرحدي حملوشروع وکړه.
– پاکستان په داسي حال کي پرافغانستان حملي کوي چه د۴۲ ممالکو تریولک زیات عسکر اوفوځي قوتونه دلته براته دي ، څرنګه کیدای سي چه پاکستان دي جرًات وکړي چه حمله وکړي ، نودلته شک پیداکیږي چه ترکاسي لاندي نیم کاسه سته .
– ددي لپاره چه داسامه بن لادین مسًله باندي یوپوښ واچوي اودنړیوالو توجه واړوي نوپه دي پلمه چه دمخالیفینو تعقیب کوي نو پرافغان سرحد یی حملي پیل کړي .
– ددي لپاره چه امریکا دخپلو اډو دجوړولو لپاره دلایل رامنځ ته کړي نوکیدای سي پاکستان هڅول سوی وي چه داډول ناځوانمردانه عمل وکړي .
– ددي لپاره چه ولسمشرکرزی اودده حکومت ته یوبل دسردرد وراظافه کړي نو پاکستان هڅول سوی دی چه حملي وکړي او دکرزي دحکومت په وړاندي داخلي حساسیتونه نور هم راوپاروي .
دپاکستان حکومت دي په ښی غوږ واوري چه داسي لوبي به دپاکستان په ډیرضرر تمامي سي ،داولس دبهرني دښمن په وړاندي یوه خوله اویوه ژبه دی اوپري به نږدي چه دپاکستان ای اس ای  په دي مقدسه خاوره کي خپل شوم مقاصد ترلاسه کړي .