کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزي د بن په راتلونکې غونډه کې د نه ګډون ګواښ وکړ

کرزي د بن په راتلونکې غونډه کې د نه ګډون ګواښ وکړ

  کرزی حق لری چه داگواښ وکړی!؟ دا ځکه چه بغیر ددی نه بله لار یی نشته اونه چاره لری:
لمړی  :
 په افغانستان کی دایو دستور ده چه کله هم یو کس قربانی کوی نود قربانی نه مخ کی هغه دقربانی څاروی  ته مالگه ورکوی او داسی وایی چه کله مالگه وخوری او چاړه یا چاقو وگوری نو بیا هغه  څاروی دا فکر کوی چه قربانی کیږی…..
کرزی ته به هم چا مالگه ورکړی وی او چاړه به یی لید لی وی  اوس خو اوبه له ورخه تیری شوی دی دافغان ولس   لیکوالانو  سیاست پوهانو   دانشمندانو   اهل خبره   ددی ملک  اوسیدونکو که په  داخل اویا خارج کی اوسی اوهریوه دا ورته ویل چه دانظام فاسد ده دلته فاسد واکداره دی ستا شاوخوا توله مفسید ینو نیولی داملت ناراض ده دادیوه کلی دیوی قبیلی نظام ده شمالی ټلواله پریژده داملی خاینین مه ساته دخاین دفاع مه کوه کار اهل دکارته و سپاره پشتانه مه وژنه بی ځایه تورونه په پشتون قوم مه لگوه دا افغانان مه وژنه دناتو بمباری بندی کړه بی گناه خلک مه وژنه مخ نیوی وکړه دامسلمانان مه تباه کوه د غیر وروری مه کوه خپل خپلوان فاسدین اوغله ټول منع کړه ددی کونډو رنډو یتیمانو بی وزلو ازار مه اخله دامهاجر بیرته په کورکړه  دغماز په غمازی مه  تیروزه داقوم دا ولس سره دښمنی پریږده دا ملت ستا ورور او مټ ده دوی سره دمور او میری سلوک  پرږده اوداسی نورډیر خوده په یوه هم باور نه درلوده  اود خپل غماز په اوژو ناست وو حتی داوریدلو علاقه مندی هم نه درلوده اوداټول خلک نن تری جدا او یوازی پاتی ده………
دوم:
دکرزی دا هشت ضلعی پالیسی نوره رسوا شوی ده او نن سبا یوکس هم په ده باور نه لری حتی هغه بحرا ن الدین هم نن سبا دشمالی ټلوالی دملی ستم اود خپل پاپ په تله کی ولاړ ده اوهغه داسی یوه طرحه لری چه ددی رسوایی نه و روسته یوه بله دسیسه رویکارکړی او داسی وشی چه دی خو دیوه غرض له پاره دکرزی په خواکی ولاړوو او نن هغه غرض ترسره کیدو  پلاردی .
 کرزی که یوخوا شمالی ټلوالی د پنجشیر داړه مارانو فهیم  قانونی اوخلیلی دوستم  ربانی  محقق اوداسی نوروته دغمازی چشمک واهه بله خوایی طالبانو ته داویل چه زه پشتون یم او پشتانه نن سبا دپنجشیردداړه مارانو ټلوالی له لاسه محروم پاتی دی راشی اودا اکثریت ترلاسه کړی اوزه تاسی سره یم اوهم یی ددی وجی په خاطر دپاکستان سره دټگی  برگی  لوبه پیل کړی وه یک تیر وشش فاخته دده دپالیسی طرحه وه….
خپل بادارته به ویل دپشتنو سیموکی نا امنی ده دلته بنیادی پروژی ضروری ندی بمباری د طالبانو او القاعده وو تباهی په کارده خوبیابه یی پشتنو ته ویل چه زه کوشش کوم او ما ناتو او امریکا باندی غږ کړی ده چه نوره دا بمباری او بیگناه مرگونه بند کړی داځکه چه پدی کارکی خودده دوه فایدی وی یو داچه بادارته یعنی امریکاته به یی دخپل اخلاص ثبوت ورکړی اوبل داچه دا نا امنه مناطق دده دانتخاباتو اوبیا ریاست جوړولو له پاره ډیره اهمه او دجعل یوه ستره برخه وه اوهم به یی دا پشتانه خواردرپه درکړه چه ده ته همیشه محتاج وی…
په هرحال داټولی هغه کیسی دی چه باربار اوریدل شوی اصلی دمطلب خبره داده چه امریکا په دی کنفرانس کی کوم کارونه کول غواړی اودا ملت باید کوم اهداف تر لاسه کړی:
 
که امریکا داغونډه ددی له پاره جوړوی چه د ډبل عبدالله اتمر یونس او امرالله یعنی یو چهارضلعی غیر اسلامی کمونستی ایتلافی پنجشیری نظام په دی قوم یوواربیا تحمیل کړی او ددی له پاره یی خلک لیدلی وی شرایط یی اماده کړی وی اوصرف داکار ددی له پاره کوی چه داکار افغانانو په دی غونډه کی تایید کړی بیا خوددی تکالیفو ضرورت نشته مونږ پوه یو چه دایوه مستعمره او قبضه کړی شوی خاوره ده  دوی دی خپل کاروکړی خومو ږ افغانان ددی منلوته تیار نه یو نوزه خوپه اول کی داوایم چه دا لیکوالان  اهل دانش سیاست پوهان او ټول ملی افغانی  عناصر ددی  کنفرانس د جوړولو  لپاره یو کړنلاره لایحه عمل شرایط اوخاص اهداف اساسی فکتورونه او داصلی اهدافو اومقاصدو په غرض دټولو نظر خواهی وکړی او داچه خلک کوم نظر لری بیادی دهغه مطابق عمل وکړی شی دابهتره ده چه داټولی مسلی دی د مطبوعاتوله لاری اعلان کړی شی دتولو خواوو نظریات پکی وا وریدل شی اودهغه نه روسته یوه لایحه عمل تیاره کړی شی او بیا دخپلی راتلونکی په باب اقدام وکړی شی .
کوم شرا یط چه تاسو ماته رالیږلی دی داخو یوطرفه دی او دلته شرایط دضرورت مند له خوا نه (امریکا) له لوری زمونږ  لپاره لیکل کیږی عجیبه داده چه ضرورت پاتی کیدوته امریکا لری اوشرطونه هم ماته جوړوی اویا وضع کوی ته به وایی چه دکور مالک دی ده او ماته جای راکوی.
دخلکو رای واخلی او ورته یو وړاندیز  پدی لارکی ترتیب کړ ی اود کنفرانس اهداف شرایط دگډون اصول دنه منلو په صورت کی دامریکا  ناتو او ملل متحد له لوری له مجرم اوسر غړوونکو سره عمل اوداټول له خلکو واوری بیا تری یو مطلب جوړ  او اعلان شی .