د بختيار ساحل د دوو شعري ټولګو ( سکون او په کشمالو کې مې حلال که )) د مخکتنو د شوې غونډې رپوټ :
دننګرها ر په مرکزجلال اباد ښارکې د روان ١٣٩٠ کال د سرطان مياشتې په ٩ نېټه د پنج شنبې په ورځ دنظراباد عملي اوفرهنګي ټولنې له لوري دځوان شاعر،ليکوال اوژوناليست احمدبختيارساحل په دووکتابونو چې يوه يې شعري ټولګه (سکون ) اوبله يې ټپيزې ( په کشمالوکې مې حلال که )مخکتني ديوي لويي ادبي غونډي په ترڅ کې دګڼو شاعرانو،ليکوالو ،ژورنالېستانواود شعراو ادب د مينه والو په برخې اخيستنې سره دجلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې ترسره شوه .
غونډه چې پيل يې دماسپښين په درېيوبجووشودقرانکريم په مبارکواياتونو برکتناکه او پيل شوه .
.پرانيستونکي وينايې دنظراباد علمي اوفرهنکي ټولنې مشرقا ضي محمدحسن حقيار وکړه ده په خپلوخبروکې دا ډول غونډې خورا ګټورې وبللې او زياته يې کړه چې احمدبختيارساحل ددې وړ و چې ټولنې يې دده پرچاپ شويودوه کتابونو دمخکتنې غونډه جوړه کړه .
دمخکتنې ديادې غونډې دويندويۍ چارې نقيب احمداتل اوعبدالهادي زماني پر مخ وړلې ترپرانستې وينا وروسته نقيب احمداتل داحمدبختيارساحل دچاپ شويودواړوکتابونوپېژندنه دغونډې برخوالوته وړاندې اوپه کتابونوکې ټول ليکل شوي توکي يې ورته په لنډ ډول واضح کړل .
دمخکتنې دليکنوپيل داحمدبختيارساحل پرشعري ټولکې ( سکون )دننګرهاردعالي دارالمعلمين استاد تکړه شاعر او ليکوال شېرحسن کمالزي وکړ .
ښاغلي کمالزي خپله ليکنه کې چې ستړى ساحل او د هغه سکون ترسرليک لاندې يې ليکلې وه داسې وويل : (( د بختيار ساحل شاعري، په ساده ، خو رنګينو ټکو کې د خيال تر څنګ په ښکلو کليماتو پېيلو کې لوستونکو ته د مينې او ژوند يو ښه پيغام وړاندې کوي )) .
بله ليکنه د ننګرهارپوهنتون استادفضل ولي ناګار وه چې اکرام الله اکرام دغونډې برخوالوته ولوسته استاد ناګارخپلې ليکنې ته سرليک دساحل دشعريوسف اوزمونږدمصربا زا ر نوم ورکړى و.
ښاغلي ناګارويلي و : (( که څه هم ساحل مسلکي زده کړې دشعراوادب سره تړاو نه لري ، شاعري يې دومره خوږه ژبه او سپېڅلتيا لري چې يو تږى لاروى ځانته دمه کړي ))
له پراک څخه دښه شاعراجمل اندراليږلې ليکنه ايمل مړوندولوسته ښاغلي انددساحل شعري ټولکه (سکون ) دمينې له پاڼوسره تشبيه کړې وه .
نوموړي ليکلي و :(( په دې پاڼو کې ريښتيا يوه نړۍ مينه راټوله شوې ، دا مينه کله د جانان د مينې په بڼه ښکاري ، کله د ولس د مينې په بڼه ، کله د خاورې د مينې په بڼه او کله هم د هغه کوچني ماشوم د مينې په بڼه چې د جلال اباد په ټنکنده غرمو کې لوڅې پښې ځغلي او پر لارويو اوبه ويشي ،
خو مينه ، مينه ده او دومره مينه ځايول د ساحل په شان پراخ زړه او ټټر غواړي .))
تګړه اوخوږ ژبي ځوان شاعر ډاکټرخيرالله خيال هم په خپل وارسره دبختيار پر( سکون ) شعري ټولګې خپله ليکنه ولوسته .
ښاغلي خيال خپله ليکنه ( دسکون په لټون يوبي سکونه شاعر) ترعنوان لاندې دغونډې ګډونوالوته وړاندې کړه او زياته يې کړه چې .:(( دساحل شعر شېبه ، شېبه د کره والي پړاوونه وهي او د شعر د پرمختګ بهير يې دومره ګړندی دی چې بوختې ژورناليستيکې دندې يې هېڅ اغېز نه دی پرې کړی او دا د يو فطرتي شاعر ځآنګړتيا ده نه د يو جذباتي شاعر .
دده د شعر ښاپيرۍ دده په خيال او فکر کې راټوکيدلې کليمې او الفاظ په خپلو سپيڅلو اوښکو مينځلي او جاويداني کړي يې دي.
د ساحل شعر يواځې ښکلی نه دی بلکه مانا داره هم دی او داسې شعرونه تلپاتې او جاويداني وي.
زموږ ددې تاند شاعر په شعر کې د ټولنيز شعور څرکونه هم له ورايه تر سترګو کيږي .))
دبختيارساحل پرکتابونودمخکتنې غونډه کې بله ليکنه دځوان شاعرجلال امرخيل وه چې له بلجيم څخه راليږلې اود غونډې برخوالوته شيرين اغاجها نکيروړاندې کړه .
امرخيل هم دنوروليکوالوپه شان دبختيارساحل په شاعرۍ خپلې خبرې غزولې وې نوموړي په يوه برخه کې داسې ويلي و : (( دبختيارساحل په شاعرۍ کې ولسي رنګ اوسپيڅلتيا دوه هغه مهمې خبرې دي چې دده شعري کتاب يې ښکلى کړى دى ، د ولس په ژبه خبرې کول د يوه ښه شاعر ځانګړنه ده او همدغې سادګۍ ساحل په خلکو منلى دى ))
دبختيارساحل دکتابونود مخکتنې په غونډه کې بله ځانګړې ليکنه ځوان شاعر او ليکوال بختيار تلاش کړې وه او نوموړي د ساحل د ټپيزو پر کتاب (( په کشمالو کې مې حلال که )) کړې وه ، نوموړي يوځاى داسې ليکلي وو : (( ساحل ما له ډېرې کمې مودې راهيسې پېژندلى دى او زمونږ د پېژندنې يواځينى لامل هم همدا و چې زما د ساحل شعر خوښ و او کومې ټپيزې چې ساحل ليکلي دي يوه خاصه ځانګړنه يې دا ده چې د شعر په رنګ يې په کې شوخي ډېره کړې ده او د شعر مانا هم همدا ده چې له ښځو سره بايد په غزل کې شوخي شوې وي او دا يې يو مهم اصل دى ))
په دې ناسته کې د ننګرهار د ولايتي شورا وکيلې د او د نظراباد د علمي او کلتوري ټولنې غړې اغلې نيلوفر عزيز هم برخه اخستې وه او نوموړې د خپلو خبرو په جريان کې وويل چې (( په دې ورستيو کې د شعر په ډګر کې زمونږ ډېرو ځوانانو ښه پرمختګ وکړ ، خو ساحل بيا سره له دې چې خپلې مسلکي زده کړې يې په بله برخه کې وکړې ، شعر يې هم دومره پوخ که چې اوس د ځوانو شاعرانو په سر لارو کې راځي ))
د ننګرهار د عالي دارلمعلين ښوونکي استاد ضيا الرحمن حسرت هم د ساحل په شعري ټولګې ليکنه کړې وه ا وپه کې يې يوځاى داسې يادونه کړې وه : (( ساحل په ځينيو ځينو ځايونو کې سهوه شوى دى ، چې دا د نومووړي ګناه نه يوه سهوه ده او بايد په نوره شاعرۍ کې ورته سم پام وکړي اونوره شاعري يې د اوسني وخت استازې شاعري ده ))
د ښاغلي استاد محمد غني فاروقي د ليکنې لوستو لپاره ځوان شاعر دوست محمد دوست دريځ ته وغوښتل شو ښاغلي فاروقي د ساحل شاعري د اوسنيو حالاتو څخه را زېږېدلې ګڼلې وه او ښاغلي فاروقي هم د استاد حسرت په څېر په يوه ځاى کې ويلي و چې په ځينو ځايونو کې ساحل سهوه شوى دى او په بله ټوګله کې بايد ورته پام وکړي ) )
د ازادو خبرو پر مهال د ننګرهار د سيمې ځوان شاعر ميوند شينوارى دريځ ته ور وغوښتل شو نوموړي د خپلو يادښتونو د پاڼې په اړولو سره وويل چې (( ما د نورو زياتو ښو شاعرانو شعرونه لوستي دي ، خو د کوم شاعر کو شعر چې ښه او ډېر ستايل شوى نو هغوى هم بيا بار بار هغه خيال او هغه الفاظ په خپلو نورو شعرونو کې کارولي دي چې دا د ښه شاعر ځانګړنه نه ده ، خو د بختيار دغه يو بيت چې ويلي و (( يا خو د مور غېږه يا د يار کوڅه _ بل ځاى کې دمه د سړي نه کېږي ))
دومره وستايل شو چې هېڅ حد يې نه شته ، خو ما چې کله د ساحل کتاب چاڼ کړ داسې خيال په کې بيا نه و چې په دې سره دا سې ښکاري چې ساحل هر کله د نوي فکر او خيال په لټې پسې وي ))
د مخکتنې په وروستيو شېبو کې د (سکون اوپه کشمالوکې مې حلال که) شاعر بختيار ساحل ته د خبرو بلنه ورکړل شوه .
ساحل له ټولو مننه وکړه چې پرشاعرۍ يې خپل نظرونه ښکاره څرګند کړل.
همدا شان يې د نظراباددعلمي اوفرهنګي ټولنې له ملګرو مننه وکړه چې پرټولګې يې د مخکتنې زمينه مساعده کړه..
د مخکتنې په پاى ته رسېدوسره د غونډې مشرانوهريواستادملک رغون اواستادشيرعلم امله وال ته د ارزونې بلنه ورکړل شوه.
دوى په خپلو لنډو خبرو کې د غونډې په ښه ګڼلو سره غونډې ته له راغليو فرهنګيانو وغوښتل چې دا ډول نورې غونډې دې هم جوړې کړي .
ددې غونډې دوهمه برخه د ازادې مشاعرې لپاره ځانګړې شوې وه چې ددې برخې دريځوال سيرت و او په لومړي سر کې يې ځوان شاعر حامد غورځنګ ته د شعر ويلو بلنه ورکړه ، چې ورپسې په وار سره يو ډېر شمېر ځوانو شاعرانو په کې خپل شعرونه ولوستل .
نظر اباد علمي او کلتوري ټولنه له څو کلونو راهيسې په خپلو کلتوري کارونو پيل کړى دى چې دې ته ورته نورې ناستې پخوا هم جوړې کړې وې چې له ډېرې مودې وروسته يې ددې غونډې تابيا وکړه او ژمنه يې وکړه چې دا لړۍ به همداسې جاري ساتي .