کور / تازه خبرونه / لوېديځ : په ترافيکي پېښو کي زياته مرګ ژوبله واوښتل

لوېديځ : په ترافيکي پېښو کي زياته مرګ ژوبله واوښتل

د کندهار او بولدک پر لويه لاره نن ماپښين مهال د ترافيکي پېښي له کبله يوولس تنه ژوبل سوي چي پکښي د يوه حالت نازک ښوودل سوى دئ.
پېښه ماپښين څه کم دوې بجې د کندهار څخه بولدک ته د تلونکي د سراچه ډول او د بولدک څخه کندهار ښار ته د راتلونکي سرپ ډوله موټرونو ترمنځ د کندهار هوايي ډګر ته نژدې رامنځ ته سوه او په پايله کي يې ياد کسان ژوبل سول.
له دې وړاندي نن سهار لس بجې د کندهار-هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کي هم ٣٠٣ او کرولا ډوله موټرونه له يوبل سره جنګېدلي ول چي په پايله کي يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ديادو ٢ موټرونو د ټکر وروسته په همدې ځاى کي څلور نور موټرونه هم له دوى سره نښتي چي پکښي ١١ تنه چي ټول يې ملکيان دي زخمي سوي او د درملني لپاره د کندهار په هوايې ډګر کي د افغان ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول سوي چي پکښي د يوه حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى دئ.
د کندهار د ترافيکو مديريت مسؤلين سيمي ته رسېدلي او د پيښي د رامنځ ته کېدو د علت په اړه يې پلټني پيل کړي دي