په هلمند ولايت کي د ٢١٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي د اميد په نامه په پيل سوو عملياتو کي ملي اردو په ياد او نيمروز ولايت کي شل تنه وسله وال چي د خبرپاڼي په حواله يو طالب قوماندان ، څلور تنه عرب او پاکستانيان ، لس تنه وسله وال او نور شامل دي وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .