په کندهار کي د عامه نظم د پوليسو مشر وايي چي په دې ولايت کي د يو شمېر چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي ١٠٨ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي ، دوه واسکټونه ، يو دوربين او درې کلاشينکوفونه نيولي دي . نوموړى وايي چي ياد عمليات يې د تېري اوونۍ په اوږدو کي د ښار په بېلابېلو برخو کي کړي .
نوموړي د دې وسلو سره د تړاو په تور د کوم کس د نيولو خبر ور نه کړ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .