د کندهار ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايي چي تېره اوونۍ يې اوولس وسله وال وژلي او ياد شمېر نور يې ژوندي نيولي . نوموړي دا خبري اداري مجلس ته د خپل تېر اونيز راپور د وړاندي کولو پر مهال وکړې . نوموړى وايي چي ياد کسان يې د ژړۍ ولسوالۍ د نلغام په کلي کي د يو شمېر چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي نيولي يا وژلي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .